افغانستان کې د بې‌وزلۍ له امله د اولادونو د پلور کيسه؛ عبدالله: له لوږې مې خپله يوه کلنه لور وپلورله

ارشيف

ځینې نړیوالو مرستندویه مؤسسو راپور ورکړی چې، په افغانستان کې ځینې پلرونه د خپلې نورې کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوي.

ځینې نړیوالې مرستندویه مؤسسې چې له ملګروملتونو سره په ګډه په افغانستان کې په بشري برخو کې کار کوي، راپور ورکړی چې یوشمېر افغان پلرونه د خپلو کورنیو د نورو غړو ژوندي پاتې کېدو او د نفقې موندلو لپاره د خپلو ماشومانو پلورلو اړ شوي دي.

ورلډ وېژن چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌ايف‌پي) سره په ګډه کار کوي، د جمعې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه د عبدالله په نوم د یو افغان پلار ویډیو خپره کړې چې نوموړی د خپلې یوې کلنې لور د پلور کیسه کوي.

د ویډیو په یوې برخې کې راغلي: "زموږ ژوند ډېر تریخ و، ان تر دې چې خپله یوه کلنه لور مې وپلورله، مجبور وم د نورو له لوږې ډېر په تنګ شوی وم، موږ ویل مخکې له‌دې چې نور مړه شي، یو به یې وپلورلو چې شپه مو تېره شي، هغه وخت مې چې وپلورله یوه کلنه وه، اوس درې کلنه شوې ده."

تصویر له ارشیفه، سمبولیکه بڼه لري

د عبدالله په څېر ښايي په افغانستان کې سلګونه کورنیو له کړاوه ډک ژوند تېروي.

ورلډ وېژن په خپل دې بیان کې ویلي چې، په تېر یوکال کې یې په افغانستان کې د نږدې ۱۹۸ زره ماشومانو په ګډون ۳۶۶ زره او ۴۶۴ عامو افغانانو ته هم د اړتیا وړ خوراکي توکي ورسولي دي.

"زموږ اقتصادي ستونزې زښته زیاتې دي، زما پنځه ماشومان دي، د دوی لپاره نفقه پیدا کول ضروري ده،
د ننګرهار اوسېدونکی محب

بل‌خوا د ملګروملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام هم د جمعې په ورځ (د نومبر ۸مه) په خپلې ایکس‌‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو ویلي چې، په افغانستان کې د ښځو لپاره نفقې او عاید ګټل ورځ تر بلې سختېږي.

د یوشمېر کورنیو مشرانو له ازادي راډیو سره په په خبرو کې د بې‌وزلۍ د کچې د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي محب په‌دې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ اقتصادي ستونزې زښته زیاتې دي، زما پنځه ماشومان دي، د دوی لپاره نفقه پیدا کول ضروري ده، خو دغه چاره ډېره سخته ده، هيڅ کاروبار او دنده مې نه‌شته، د (نړیوالو) دا مرستې ټولو ته او مستحقو ته نه رسېږي."

په دې اړه نور: اقتصادي ستونزو په هرات کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ د خپلو لوڼو پلورلو ته اړې کړي

د کابل ښار یوه اوسېدونکې او د شپږ کسیزې کورنۍ او ماشومانو سرپرسته ګلدستې هم د ورته ستونزې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل: "کور کې بل ګاریګر څوک نه‌‌لرم، خپله د (خلکو کورونو ته) د جامو مینځلو فرش پرېولو ته ځم، مخکې هوا ښه وه جامې او فرش مینځل کېدل، خو د ژمي په راتګ دا کارهم نه کېږي، ډېره خفه او حیرانه پاتې یم چې موږ به څه کوو، زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی."

دا اندېښنې په‌داسې حال کې دي چې واک د طالبانو بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري اوج ته رسېدلې ده.

د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ (جی‌ایچ‌اې) په وروستي راپور کې چې د روانې اکټوبر په ۱۳مه خپور شوی راغلي چې، افغانستان سږ کال د هغو هېوادونو په کتار کې راغلي چې لوږه په‌کې په جدي توګه زیاته ده.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) همدا تېره اوونې په خپل وروستي راپور کې وویل چې، که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې له اړمنو افغانانو سره په بېلابېلو بشري برخو کې ۶ عشاریه ۷ ميلیارده ډالره مرسته شوې، خو په خبره یې لا هم ۲۹،۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي.