د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

اقتصادي ستونزو په هرات کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ د خپلو لوڼو پلورلو ته اړې کړي


په هرات ولایت کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ د سختو اقتصادي ستونزو له امله د خپلو لوڼو پلورلو ته مجبوره شوې دي.

په افغانستان کې د سږ کال وچکالۍ له امله له بادغیس او یو شمېر نورو ولایتونو لسګونه زره کورنۍ هرات ولایت کډه شوې دي.

وچکالۍ د بادغیس ولایت اوسېدونکی محمد حنیف اړ کړ چې خپل کور او کلی پرېږدي او هرات ولایت ته کډه شي.

فقر او ناوړه اقتصادي حالت محمد حنیف دومره مجبور کړ چې د ۱۲۰ زره افغانیو په بدل کې خپله ۵ کلنه لور وپلوري.

نوموړی وايي:

"له مجبورۍ مې وپلورله. هلته پیدا شوه او هم هلته مې وپلورله. زموږ په سیمه کې وچکالي ده له مجبورۍ دلته راغلي یوو."

اختر محمد د بادغیس ولایت له غورماچ ولسوالۍ څخه بې‌ځایه شوی دی.

نوموړی هم اقتصادي ستونزو اړ کړ چې د یو نیم لک افغانیو په بدل کې د خپلې دوه کلنې لور پلورلو ته چمتو شي.

دی وايي:

"دا لور مې دوه کلنه ده او له مجبورۍ مې وپلورله. پیسې مو نه‌درلودې. پنځه شپږ میاشتې کېږي دلته راغلي یو او دولت هم راسره مرسته نه‌ده کړې. ولږه وه او نه مې شوی کولای هر چا ته لاس ونیسم. پیسې هم چا نه‌راکولې."

تر دې وړاندې د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست ویلي و چې په هرات کې د بې‌ځایه شویو کورنیو شااوخوا ۷۰ ماشومان پلورل شوي دي.

د افغانستان په لوېدیځ کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس عبدالحمید مبارز حمیدي وايي، تر اوسه‌يې له ۱۱ زره کورنیو سره چې د شوې سروې له مخې اصلي بې‌ځایه شوي تثبیت شوي دي، مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"شااوخوا ۱۱ زره او ۹۵۴ کورنۍ اصلي بې‌ځایه شوي، وپېژندل شول او ۴ زره او ۴۶ کورنۍ د سروې له مخې رد شوي. موږ له ۱۱ زره او ۴۴۶ کورنیو سره د دوه میاشتو لپاره د خیمو، غیر خوراکي او خوراکي موادو، جامې او یا د هغې په بدل کې نغدي مرسته وکړه."

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې د سږ کال وچکالۍ دوه لکه او ۲۳ زره کسان بې‌ځایه کړي دي.

XS
SM
MD
LG