د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د پکتیا اوسېدونکي: په ګردېز ښار کې په ښکاره ډول نشه‌يي توکي پلورل کېږي


د پکتيا په مرګز ګردېز ښار کې په علني ډول د نشه يي توکي پېر او پلور روان دی، د دې ولايت اوسېدونکي د خپلو اولادونو راتلونکي ته خوابدي دي او شکايت کوي چې حکومت د دغه کاروبار په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

د ګردېز ښار اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي چې که په علني ډول په ښار کې چرس، تارياک، پوډر او نور نشه ايي توکي پلورل کېږي او خلک يې پېري نو د دوی راتلونکی به له ګواښونو سره مخ وي، د ګردېز يو اوسېدونکی په ښار کې د خرڅېدونکو نشه ايي توکو په اړه داسې وايي:

"زه فضل حق د پکتيا مرکز ګردېز اوسېدونکی، نشه ايي توکي په علني ډول خرڅېږي، خلک يې حکومت ته ورښيي خو څوک يې مخه نه نيسي په دې ښار کې هرشی، چې وغواړي هغه پيدا کېږي، پوډر، تارياک، افيم چرس او هرشی، چې غواړې شته."

نوموړی زياتوي په ښار کې د نشه ايي توکو د پېر او پلور د مخنيوي لپاره دوی څو ځله امنيتي ادارو څخه غوښتنه کړې خو چا يې په خبره غوږ نه دی ګرولی.

د ګردېز ښار يو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي ازادي راډيو ته وويل چې د دې ښار په مرکزي چوک کې د غزني لين سبزي منډۍ څنګ ته، د سپين مارکېټ خواته، د ښار لويديځ لور ته غزني چوک او بالاحيصار لاندې دوکانونو کې په ښکاره ډول پوډر، تارياک، افيم او چرس پلورل کېږي.

د ده په خبره دغه توکي؛ ځکه په علني ډول په ښار کې پلورل کېږي چې د کشفي ارګانونو کسان په خپله په دې توکو روږدي او دوی يې حتی په کاروبار کې شريک دي.

يوازې دا څو کسه له دې ستونزې څخه يادونه نه کوي، د ښار يو شمېر نور اوسېدونکي هم دا خبرې کوي چې نشه ايي توکي په ښکاره ډول خرڅيږي، د ګردېز ښار يوبل اوسېدونکی:

"زه محمدسالم احدي تخلص کوم، په ګردېز ښار کې بالاحيصار کې اردو ځای په ځای ده او همدلته لاندې د دوی په ملکيت کې چې دوکانونه دي همدلته چرس، تارياک، افيم او پوډر که هر شی غواړۍ همدلته خرڅيږي، که تاسې ورځئ راځئ زه يې درته ښييم او ورولم مو."

د ده په خبره، که حکومت د دغو توکو د خرڅلاو مخنيوی او سوداګر يې علني مجازات نه کړي ښايي ډېر ژر به د ګردېز ښار په دې ډول د نشه ايي توکو د پېر او پلور په يو ازاد بازار بدل شي چې دا وضعيت به د پکتيا راتلونکي نسلونه او د ښوونځيو زده کوونکي معتاد کړي.

دا خبره د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني مني چې په ښار کې نشه ايي توکي پلورل کېږي خو په خبره يې دوی يې د مخنيوي لپاره کشفي ارګانونو ته سپارښتنې کړې دي:

"داسې راپورونه موږ ته هم رارسېدلي دي او موږ ټولو کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې څوک دا خرڅوي او يا يې قاچاق کوي همدغه خلک ونيسي او قانوني چلند ورسره وکړي او يو شمېر کسان موږ نيولي هم دي چې څارنواليو ته مو معرفي کړي، حتماً، حتماً ولې نه دا خرڅېږي موږ خبر يو خو لګيا يو چې مخه يې ونيسو او خرڅونکي يې مجازات کړو."

دی زياتوي، د کشفي ارګانونو له لوري نيول شوي يو شمېر کسان څارنواليو ته معرفي شوي دي خو لا هم خلک په دې باور نه لري چې د پکتيا امنيتي او کشفي ارګانونو دې د نشه ايي توکو پلورنکي نيولي او مجازات کړي وي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG