د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

ګردېز ښاریان: په ښکاره دې ښار کې نشه‌يي توکي پلورل کېږي


د پکتيا مرکز ګردېز اوسېدونکي وايي، په دې ښار کې په ښکاره ډول د نشه‌يي توکو پېر او پلور روان دی او تر دې دمه هېڅ حکومتي مرجعې د دې توکو د خرڅلاو مخه نه‌ده نيولې.

د ګردېز ښار اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي چې که په علني ډول په ښار کې چرس، تارياک، پوډر او نور نشه‌يي توکي پلورل کېږي او خلک‌يې پېري نو د دوی راتلونکی به له ګواښونو سره مخ وي.

د ګردېز يو اوسېدونکی په ښار کې د خرڅېدونکو نشه‌يي توکو په اړه وايي:

"زه فضل‌الحق د پکتيا مرکز ګردېز اوسېدونکی، نشه‌يي توکي په علني ډول خرڅېږي، خلک‌يې حکومت ته ورښيي خو څوک‌يې مخه نه‌نيسي په دې ښار کې هر شی چې وغواړې هغه پيدا کېږي، لکه پوډر، تارياک، اپين، چرس."

نوموړی زياتوي په ښار کې د نشه‌يي توکو د پېر او پلور د مخنيوي لپاره دوی څو ځلې له امنيتي ادارو څخه غوښتنه کړې خو چا يې په خبره غوږ نه‌دی ګرولی.

د ګردېز ښار يو بل اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم او غږ يې خپور شي ازادي راډيو ته وويل چې د دې ښار په مرکزي چوک کې د غزني لين سبزي منډیي څنګ ته، د سپين مارکېټ خوا ته، د ښار لوېديځ لور ته غزني چوک او بالاحصار لاندې دوکانونو کې په ښکاره ډول پوډر، تارياک، اپين او چرس پلورل کېږي.

د ده په خبره دغه توکي، ځکه په علني ډول په ښار کې پلورل کېږي چې د کشفي ارګانونو کسان په خپله په دې توکو روږدي او دوی يې ان په کاروبار کې شريک دي.

يوازې دا څو کسه له دې ستونزې څخه يادونه نه‌کوي، د ښار يو شمېر نور اوسېدونکي هم دا خبرې کوي چې نشه‌يي توکي په ښکاره ډول خرڅېږي.

د ګردېز ښار يو بل اوسېدونکی یې په اړه وايي:

"زه محمد سالم احدي تخلص کوم، په ګردېز ښار کې بالاحصار کې اردو ځای پر ځای ده او همدلته لاندې د دوی په ملکيت کې چې دوکانونه دي همدلته چرس، تارياک، اپين او پوډر که هر شی غواړئ همدلته خرڅېږي، که تاسې ورځئ، راځئ زه‌يې درته ښييم او ورولم مو."

د ده په خبره، که حکومت د دغو توکو د خرڅلاو مخنيوی او سوداګر يې علني مجازات نه‌کړي ښايي ډېر ژر به د ګردېز ښار په دې ډول د نشه‌يي توکو د پېر او پلور په يو ازاد بازار بدل شي چې دا وضعيت به د پکتيا راتلونکي نسلونه او د ښوونځيو زده‌کوونکي معتاد کړي.

دا خبره د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني مني چې په ښار کې نشه‌يي توکي پلورل کېږي خو په خبره‌يې دوی يې د مخنيوي لپاره کشفي ارګانونو ته سپارښتنې کړې دي.

نوموړی وايي:

"داسې راپورونه موږ ته هم رارسېدلي دي او موږ ټولو کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې څوک دا خرڅوي او يا يې قاچاق کوي همدغه خلک ونيسي او قانوني چلند ورسره وکړي او يو شمېر کسان موږ نيولي هم دي چې څارنواليو ته مو معرفي کړي، موږ خبر يو او لګيا يو چې مخه‌يې ونيسو او خرڅونکي يې مجازات کړو."

دی زياتوي، د کشفي ارګانونو له لوري نيول شوي يو شمېر کسان څارنواليو ته معرفي شوي، خو لا هم خلک په دې باور نه‌لري چې د پکتيا امنيتي او کشفي ارګانونه دې د نشه‌يي توکو پلورونکي نيولي او مجازات کړي وي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG