د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

په کندز کې یوې ښځې د بېوزلي له امله خپل دوه ماشومان پلورلي


ارشیف
ارشیف
د کندز په چهار دره ولسوالۍ كې يوې كورنۍ د بېوزلۍ له امله د خپل ورځني ژوند د لومړنيو اړتياوو د پوره كولو په خاطر د خپل دوه غبرګوني اته میاشتني ماشومان پلورلي دي.

د چهار درې ولسوالۍ د قریه یتیم سيمې هغې مېرمنې چې دبېوزلۍ له امله یې خپل دوه کوچنیان پلورلي دي؛ له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وويل؛ چې میړه يې دا څو میاشتې کیږي چې؛ د کندز په محبس کې بندي دی؛ له همدې امله له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې چې؛ بالاخره یې خپل دوه ماشومان وپلورل.

دغې مېرمنې چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه وکړه او له سترګو یې اوښکې روانې وې وویل؛ چې له ډیرې مجبورۍ یې خپل ماشومان خرڅ کړي دي:

"ماشومان مې چې خرڅ کړل؛ په کور کې مو څه نه وو؛ بیخي بې سرپرسته پاتې وو، پلار مې هم ناروغ شو، ورور مې هم نه و، بل غټ ورور مې هم نه درلود؛ ډيره مجبوره شوم چې خپل ماشومان خرڅ کړم."

هغې زیاته کړه، چې ماشومان يې د دولس زره افغانیو په بدل کې په یو کس پلورلي او هغه کس کله ناکله د دې له کورنۍ سره مرسته هم کوي.

ډېره هڅه مې وکړه چې، د ماشومانو له اخیستونکي سره مرکه وکړم؛ خوهغه خبرو ته حاضر نه شو.

د دې ښځې مور د دغې پېښه په اړه آزادۍ راډیو ته داسې وويل:

"زما زوم چې بندي شو، نو دوی بې سرپرسته پاتې شول، پلار یې ولاړ دوی یې راوستل خو موږ په خپله هم څه نه لرو؛ زما لور ډیره مجبوره شوه چې؛ خپل ماشومان خرڅ کړي، ځکه چې ساتلای یې نشو."

غلام صدیق د هغو دوه ماشومانو پلار چې اوسمهال د کندز په محبس کې بندي دی.

هغه وايي چې، دا یوولس میاشتې کیږي چې، بندي دی او تراوسه پورې يې خپل هغه دوه ماشومان هم نه دې ليدلي چې؛ مېرمنې يې پلورلي دي:

"زه دا یوولس میاشتې کیږي چې په محبس کې بندي یم او خپله د جلال آباد اوسیدونکی یم. زما دغه دوه ماشومان چې مېرمنې مې خرڅ کړي دي؛ په خداي قسم چې ما تر اوسه نه دي لېدلي؛ مېرمن مې ډېره مجبوره شوې او ماشومان يې په دولس زره افغانیو پلورلي."

په کندز كې د کار او ټولنيزو چارو رییس ظاهر عظیمی وايي؛ چې دغې کورنۍ دوی ته هغه وخت چې له ستونزو سره مخ شوي وو؛ مراجعه نه وه کړې.

هغه وايي چې، هڅې کوي هغه پلورل شوي ماشومان بېرته واخلي:

"دوی په لومړیو ورځو کې موږ ته مراجعه نه ده کړې؛ خو موږ په دې اړه یوه بېړنۍ غونډه جوړوو او د والي صاحب په مرسته او د امنیتي ارګانو په مرسته غواړو چې؛ د دوی ماشومان واخلو او بېرته يې ورته ورکړو."

د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بېوزلۍ او غربت له امله يو شمېر کسانو خپل اولادونه پلورلي دي.

راپور: اجمل آرین- کندز
XS
SM
MD
LG