د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

ملګري ملتونه: افغانستان په نړۍ کې د طبعي پېښو له امله شپږم اغېزمن هېواد دی


د تېرکال د تلې یا میزان پر ۱۵مه او ۱۷مه پرله‌پسې زلزلو ګلران او زنده جان ولسوالۍ ولړزولې چې ملګرو ملتونو د مړو کسانو شمېر ۱۰۰۰ او د زیانمنو شویو ۴۳زره یاد کړی دی.
د تېرکال د تلې یا میزان پر ۱۵مه او ۱۷مه پرله‌پسې زلزلو ګلران او زنده جان ولسوالۍ ولړزولې چې ملګرو ملتونو د مړو کسانو شمېر ۱۰۰۰ او د زیانمنو شویو ۴۳زره یاد کړی دی.

د اکتوبر ۱۳مه د طبعي افتونو د ګواښ د کمښت له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د یوشمېر نړیوالو بسټونو اندېښنو ته پام افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د زلزلې، د ځمکې ښوېدنې، سېلابونو او وچکالۍ له امله په جدي ډول له طبعي افتونو سره مخامخ دی.

د طبعي افتونو له ډلې یوه هغه یې زلزلې دي چې د تېرکال په میزان میاشت کې یې په هرات ولایت کې د څه باندې ۲ زرو کسانو ژوند واخيست او له دولس سوو څخه زیات هغه یې ژوبل کړل.

د ملګروملتونو اړوند بنسټونو ویلي، د هرات زلزله په تېرکال د ترکیې او سوریې له زلزلو وروسته مرګونې هغه وه.

شفيقه چې تېرکال یې د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله څلور لوڼې مړې شوي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د هغې ورځې کیسه داسې کوي: "تقریبا د ورځې ۱۱بجې موږ ټول ناست و او کیسې مو کولې، زما څلور اولادونه ټولې نجونې وې، مشره لور مې ۱۴ کلنه وه، ورپسې لور مې ۹ کلنه وه بله هغه یې ۴ کلنه او وروستۍ یې یوه میاشتنۍ وه، په غېږ کې مې وه شیدې مې ورکولې د زلزلې ټکان ته مې پام نه‌شو، خو یو دم کور ونړېد، درې لوڼې مې سم‌لاسي شهیدانې شوې او وړې لور مې چې تی مې ورکولو، خوله یې بنده شوه، ځکه ځان مې نه شوو ښورولې، نو هغه په هم‌هغه حالت کې شهیده شوه."

د هرات په زلزله کې د نورو ترڅنګ ځینې معلولیت لرونکي کسان هم قرباني شول.

یوشمېر معلولیت لرونکي وايي چې، په طبعي پېښو کې له نور ډېر زیانمن کېږي.

معلولیت لرونکې زکیې په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په‌‌داسې حال کې چې موږ د پېښو له ډېر ګواښ او زیان سره مخامخ یو، خو له موږ سره د کوم بنسټ او یا دولت له لوري مرسته نه‌ده شوې او په ورته وخت کې موږ ته د عامه پوهاوي کوم پروګرام هم نه‌دی جوړ شوی."

ملګروملتونو هم د اکتوبر ۱۳مه د طبعي افتونو د ګواښ د کمښت د نړیوالې ورځې په مناسب ویلي، چې په نړۍ کې ۱۶ سلنه وګړي معلولیت لرونکي دي چې دوی د روغو هغو په پرتله له ۲-۴ برابره زیات له ګواښ سره مخامخ دي او دولتونه باید د دوی د خوندیتوب لپاره پروګرامونه ولري.

سېلابونه د طبعي افتونو بل ډول دی چې، د روان کال په پیل کې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې یې څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل او بزګرانو او مالدارانو ته یې درانه تاوانونه واړول.

د ملګروملتونو د معلوماتو له‌مخې افغانستان له طبعي پېښو د زیانګالو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای لري.

سېلابونه د طبعي افتونو بل ډول دی چې، د روان کال په پیل کې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې یې څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل او بزګرانو او مالدارانو ته یې درانه تاوانونه واړول.
سېلابونه د طبعي افتونو بل ډول دی چې، د روان کال په پیل کې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې یې څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل او بزګرانو او مالدارانو ته یې درانه تاوانونه واړول.

د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ یو بزګر دروېش د سېلابونو د زیان په اړه ازادي راډيو ته وویل: "سږکال هم سېلابونو تاوانونه واړول او بازارونه هم نه‌شته، موږ سږکال د خپلې ځمکې په یوې برخه کې رومیان کرلي و، رومیان مو پاکستان ته صادر نه‌شول او د کابل په بازارونو کې من په ۲۰ یا ۴۰ افغانیو پلورل کېږي او د دولت له لوري ورته هيڅ پام ونه‌شو، سېلابونو انګور هم زیانمن کړل او هغې ته هم بازارونه نه‌شته."

"که څه هم په افغانستان کې طبعي پېښې زیاتې کېږي، خو هیڅکله دا ډول پېښې د خلکو ژوند او مال ته د جدي ګواښ په ته توګه نه‌دي ګڼل شوي
نجيب اقا فهيم

د طالبانو د حکومت طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق د طبعي پېښو د مدیرت په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په تېر جمهوري نظام کې طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر او د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د برخې کارپوه نجیب اقا فهیم وايي، په افغانستان کې له پخوا راهیسې په‌دې کار نه‌دی شوی چې زېربناوې د طبعي پېښو پر وړاندې مقاومت وکړای شي.

نوموړی وايي: "که څه هم په افغانستان کې طبعي پېښې زیاتې کېږي، خو هیڅکله دا ډول پېښې د خلکو ژوند او مال ته د جدي ګواښ په ته توګه نه‌دي ګڼل شوي، له بده‌مرغه په تېر کې هم په زېربناو داسې پانګونه نه‌ده شوې چې د طبعي پېښو پر وړاندې یې مقاومت زیات وي او په ټوله کې د طبعي پېښو د مخنیوي په برخه کې پام نه‌دی شوی."

ملګروملتونو سازمان مخکې ویلي چې، د طبعي پېښو له کبله ډېری افتونه د ماشومانو سلامتیا هم له ګواښ سره مخ کوي او له همدې امله سږکال د اکتوبر ۱۳مه د دغه سازمان له لوري د ماشومانو د خوندیتوب او له طبعي افتونو او د خلاصون په هدف د ماشومانو د وړتیاو پر لوړولو متمرکزه ده.

د رواني برخې پوهان وايي، طبعي افتونه د انسانو په روان هم بد اغېز پرېباسي.

ارواپوه اسدالله ضیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغو ماشومانو د درملنې په اړه چې د طبعي افتونو له کبله په رواني توګه اغېزمن شوي وايي: "انسان دوه جوړښته لري، یو هغه یې جسماني او بل یې رواني دی، لکه څنګه چې د پېښو له کبله زموږ جسم زیانمن کېږي په رواني توګه هم اغېزمن کېږي چې هغې ته (ټي‌پي‌اس‌پي) وايي. که داسې خلک چې ارواپوهان ورته له رواني پلوه ځپل شوي وايي، رواني روغتیايي چارو ته لاس‌‌رسی ونه‌لري نو باید خپل مسایل له نور سره شریک کړي، دا یې بله لاره ده، نورو ته دې په اړه ووايي، ودې يې لیکي او ثبت دې يې کړي، یعنې دا چې له واقعیت سره مخامخ شي او ماشومان باید وهڅول شي چې د پېښو په اړه ووايي."

د ملګروملتونو له‌خوا په ۲۰۲۳ کال کې د شوې سروې له‌مخې ۳۹سلنه خلکو ویلي چې، که د خپلو سیمو د پرېښودولو په اړه ورته له وړاندې او ژر خبرداری ورکړل شي، نو له ستونزو سره به مخ نه‌شي.

دغه سازمان په‌داسې حال کې له طبعي افتونو وړاندې د خبرداري پر اهمیت ټینګار کوي چې، د افغانستان په ګډون د نړۍ نیمايي هېوادونو له دا ډول اسانتیاو بې‌برخې دي چې، له کبله یې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طبعي پېښو له کبله د اوښتو زیانونو کچه لوړه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG