د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

افغانستان کې د اقلیم بدلون اغېزې؛ په ډېری ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی


باران و آب خیزی در کابل
باران و آب خیزی در کابل

اټکل کېږي چې نن، سبا او بل سبا به د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېزو ورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شي چې د سېلابونو د بهېدو امکانات شته.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د خوړو نړیوال پروګرام پرون وویل چې افغانستان د نړۍ له هغو شپږو هېوادونو څخه یو دی چې د اقلیم د بحران تر ټولو لوړه کچه لري، خو دې نړیوالې موسسې ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به مرستې وکړي.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت د خبرپاڼې له مخې سر له ننه تر سې شنبې پورې د ناڅاپي ورښتونو له امله د سېلابونو د راوتلو اټکل د هریرود، هلمند، کابل، شمال او امو سیندونو په حوزو کې شوی دی.

د همدې خبرپاڼې له مخې د اوبو د سطحې لوړوالی په ځانګړي ډول په بادغیس، غور، هرات، دایکندي، فراه، زابل، غزني، لوګر، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، د تخار او بدخشان په مرکزونو، تالقان او فیض‌آباد کې ډېر ممکن دی.

ارشیف: په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
ارشیف: په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

په خبرپاڼه کې د دې سیمو له خلکو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي کړي.

که څه هم سر له ننه د درې ورځو په مخه د افغانستان د شمال په تقریباً ټولو ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې ده، خو د خوړو نړیوال پروګرام په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې په ژمي کې به چې ډېر ورښتونه کېږي، سږ کال د افغانستان په شمال کې لږ واوري او بارانونه وورېږي.

د اقلیم بدلون د دې سبب شوی چې د ورښتونو وخت بدل شي.

د همدې ناڅاپي ورښتونو په لړ کې تېره اوونۍ په کابل کې داسې سخته ږلۍ وشوه چې د ځینو ښاریانو په وینا دوی یې ساری کله نه و لیدلی او د کابل سیند هم له اوبو ډک شو.

د چهارشنبې په شپه بیا د ننګرهار په سپین غر، اچین او کوټ ولسوالیو کې له سختو ورښتونو وروسته سېلابونه وبهېدل چې خلکو ته یې مالي زیانونه واړول.

د سیمې اوسېدونکي صبغت‌الله کوټوال ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د سیمې خوړ تنګ دی، ډېر خراب سېلاب لري، بره یې ډېرې ځمکې وړې دي، تخریب کړې یې دي، فصلونه یې لاندې کړې دي. بارانونو کوټې هم چپه کړې دي."

د سپین‌غر اوسېدونکی رستم سعید وايي: د ږلۍ له وجې شته فصلونه چې هلته رومیان کرل شوي وو، هغه یې له منځه یووړل، نور فصلونه او زراعتي مځکې هم سېلونو خرابې کړي دي.

رستم سعید د سپین‌غر ولسوالي د سېلابونو په اړه وایي: "د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالي مامن دره باندې سخته ږلۍ او باران و. د ږلۍ له وجې شته فصلونه چې هلته رومیان کرل شوي وو، هغه یې له منځه یووړل، نور فصلونه او زراعتي مځکې هم سېلونو خرابې کړي دي."

د خوړو نړیوال پروګرام په اعلامیه کې راغلې چې د هوا په برخه کې وړاندوینې له دوی سره مرسته کوي چې وار له مخه چمتووالی ونیسي او د افغانستان هغو سیمو ته درې میاشتې مخکې خواړه چمتو کړي چې له اضطراري وضعیت سره ممکن مخامخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان لپاره په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې له اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتو له یو شمېر ادارو مننه کړې چې له دوی سره مرسته کوي چې د افغانستان په هغو سیمو کې وار له مخه پانګونه وکړي چې هلته د سېلابونو د بهېدو امکانات خورا زیات دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG