د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

د هرات شمېر زلزله ځپلي لا هم د مرستو لار څاري


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي - ارشیف
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي - ارشیف

نیمه ویجاړ شوي کورونه، هغه چې په هرات ولایت کې د تېر کال د اکتوبر په مياشت په زلزلو کې وران شوي او ظاهراً تر اوسه یې د بیا رغولو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

د هرات ولایت يو شمېر زلزله ځپلي وايي، د خپل ورځني ژوند لپاره د ابو او خوړو د برابرولو توان نه لري نو څنګه خپل ویجاړ شوي کورونه بېرته ورغوري.

دوی د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي، سره له دې چې لیست یې اخیستی او ارزونه یې هم کړې، خو دوی سره یې د کورونو د ترمیمولو په برخه کې تر اوسه مرسته نه ده کړې.

د دايکنډي اصلي اوسېدونکى محمد چې د اسلام کلا – هرات پر لويه لاره ژوند کوي، وايي، د خپل کور د درز شویو دېوالونو د بیا رغونې توان نه لري :

" کورونو درزونه کړي چې باران وي اوبه له دېوالونو رابهېږي،موږ د دېوال له پاسه پرې پلاستیکونه اچوو، ټول دېوالونه همداسې خراب شوي، اندېښمن یو، پیسې هم نشته چې بېرته یې ورغوو، دولت هم موږ سره مرسته نه ده کړې چې بېرته دا کورونه جوړ کړو."

د هرات زلزله ځپلو ته یو شمېر جوړ شوي کورونه
د هرات زلزله ځپلو ته یو شمېر جوړ شوي کورونه

د هرات ولایت يو بل اوسېدونکی هم چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وايي چې د تره د زوی کور يې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په زلزله کې ويجاړ شوی، که څه هم د مرستو په لېست کې يې نوم نیول شوی خو په خبره یې تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

" زما د تره د زوی کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی، هغه یې په لېست کې نیولی وه خو نور معلوم نه شول او کوم ځواب هم ورته رانغی چې له دوی سره به مرسته کېږي او که نه؟ "

د هرات ولایت د ۱۵ مې ناحیې اوسېدونکی جاوېد هم ورته شکایت لري:

" زموږ ځینې کورونه درز شوي وه، ویل یې چې ترمیم به یې کړو، مرسته به درسره کوو، هماغه سروې یې چې کړې، نور هیڅ چا موږ سره همکاري او مرسته ونه کړه."

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ هغه ځای چې د تېر کال د اکټوبر د میاشتې د زلزلې مرکز بلل کېده ، د دې ولسوالۍ اوسېدونکی عمران هم له خلکو سره د مرستو په پایله کې د نویو جوړو شویو کورونو په اړه نیوکه کوي.

د ده په خبره، دغه کورونه د ډېرو غړو لرونکو کورنيو د اړتياوو پر بنسټ نه دي جوړ شوي.

" یوې ۷ یا ۸ کسیزې کورنۍ ته دوی راځي یوه ۳په ۴ کې کوټه جوړوي، یو دوه متره دهلېز ورته جوړوي، داسې کور ورته جوړوي چې دوه نیم یا درې متره دی، نو حد اقل که دوی چې له خلکو سره مرستې کوي باید دا مرستې خپلو د خلکو لاس کې ورکړي چې دوی خپله خښتې واخلي او ځانونو ته د ژوند کولو وړ کورونه جوړ کړي."

په هرات ولایت کې د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

هرات ولایت د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې او له هغې وروسته د څو پر لپسې ویجاړونکو زلزلو او تر زلزلو ورسته د ټکانونو شاهد و.

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان لا هم خېمو کې ژوند کوي
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان لا هم خېمو کې ژوند کوي

دغو زلزلو کې سلګونه کسان مړه شول او دغه شان څلوېښت زره کورونه یې په بشپړ یا قسمي توگه ویجاړ کړل.

که څه هم ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو، سوداګرو او اشخاصو په لومړیو کې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړې او د طالبانو د حکومت له خوا د مرستو او کورونو د جوړولو لپاره یو کمیسیون هم جوړ شو، خو یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې لا هم د دوی اصلي ننګونه چې د سرپناوو نشتون دی ورته رسېدنه نه ده شوې.

ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او د اسیا پراختیايي بانک په خپل ګډ راپور کې چې د تېر کال د اګسټ په لومړیو کې یې خپور کړی و، ویلي چې د هرات د زلزله ځپلو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۴۰۲.۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو یوشمېر مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره د بودجې د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG