د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

له زلزلو ۵ میاشتې وروسته؛ یو شمېر هراتي زیانمن شوي: کور جوړولو کې هیڅ مرسته راسره نه ده شوې


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي چې لا په خېمو کې ژوند کوي
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي چې لا په خېمو کې ژوند کوي

د هرات یو شمېر زلزله‌ځپلي چې کورونه یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې په زلزله او له هغه وروسته د پس لړزو له امله زیانمن شوي، ادعا کوي چې د دوی د کورونو د رغونې او جوړولو په برخه کې هیڅ ډول اقدام او مرسته نه‌ده شوې.

دوی وايي، اندېښمن دي چې د واورې او باران یا احتمالي زلزلې له امله به یې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شي او پخپله به هم زیانمن شي.

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکى بصير احمد وايي، اوس يې د ژمي د تېرولو لپاره د خپل ويجاړ کور ترڅنګ يوه لنډمهاله سرپناه جوړه کړې ده.

هغه زیاتوي:

" هغه کور چې موږ په‌کې اوس اوسيږو، دوی د کور شاوخوا سروې وکړه او ویې ویل چې ۷۰ فیصده ویجاړ شوی او د استوګنې وړ نه‌دی. له همدې امله مو تصميم ونيو چې موږ د کور يوه برخه خپله چپه کړو، ترڅو چاته زیان ونه رسیږي او پر چا چپه نه‌شي. خو له بده‌مرغه د زنده‌جان ولسوالۍ په مرکزي سيمو کې د مؤسسو، بهرنيو مرستندويانو او اشخاصو له‌خوا هيڅ مرسته نه‌ده شوې، چې دا کورونه بېرته ورغوي."

د زنده‌جان ولسوالۍ د «تقي نقي» کلي اوسېدونکی نصير نورزی هم په خپله سيمه کې د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ هغو کورنیو د ژوند او کورونو د وضعيت کيسه کوي، چې د تېر کال د اکټوبر میاشتې په زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوي وو.

هغه وايي:

" لږه لږه مرسته شوې، دوه يا درې کورنيو ته يوه خېمه ورکول شوې ده، خلک په‌کې ژوند کوي، د خوراکي توکو هم لږه مرسته شوې. نور د کور او ودانۍ جوړولو لپاره تر اوسه کوم اقدام نه‌دی شوی، دوی يو ځل دوه راغلي دي، زموږ کورونه يې کتلي دي، خو کار يې تر اوسه نه‌دی کړی."

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې د زلزلې مرکز د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې ښودل شوی و، خو د هرات نورو ولسوالیو او مرکز ته هم مالي او ځاني زیانونه واړول.

د هرات ښار اوسېدونکې شبنم وايي، د سروې ډلې د دوى په سيمه کې کورونه په جدي توګه نه‌دي کتلي او تر اوسه يې د نيمايي ويجاړ شويو کورونو د بېرته رغونې لپاره د مرستې کوم خبر هم نه‌‌دی اورېدلی.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

" زما د سترګو ليدلی حال دا دی چې پورته نیم پوړ واقعاً ويجاړ شوی، دېوالونه لوی درزونه لري، چت یې هم درز کړی، زه دې ته اندېښمنه یم چې که خدای مه‌کړه دا ډول ټکانونه، پس لړزې یا بله زلزله راشي، زموږ کور به په بشپړه توګه ویجاړ شي."

د هرات یو شمېر زلزله ځپلو ته د جوړو شویو کورونو تصویر
د هرات یو شمېر زلزله ځپلو ته د جوړو شویو کورونو تصویر

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی و چې په هرات کې د اکټوبر په میاشت کې د زلزلې له امله څه باندې څلویښت زره کورونه زیانمن شوي چې له‌دې ډلې لس زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

په‌دې وروستيو کې يو شمېر خيريه بنسټونو او اشخاصو کورونه جوړ کړي او په يو شمېر هغو خلکو يې وېشلي چې کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

دا چې د طالبانو حکومت د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په زلزله کې د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې پلان لري که نه؟ په‌دې اړه مو په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس احمدالله متقي نظر هم وپوښت، خو د دغه راپور تر خپرېدو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او د اسیا پراختیايي بانک تېره اوونۍ یو ګډ راپور خپور کړ چې په‌کې ویل شوي چې په هرات کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له زلزلې وروسته د اړتیاو د پوره کولو لپاره ۴۰۲.۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د ياد راپور له‌مخې، دغو زلزلو د هرات په ۹ ولسوالیو کې ۲۷۵ زره کسان اغېزمن کړي دي.

د هرات لومړۍ زلزله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې وشوه چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې ستر مالي زیانونه هم واړول.

هغه مهال د زلزله‌ځپلو لپاره د ډېرو مرستو اعلان وشو، خو داسې ښکاري چې ډېر خلک لا هم د خپلو کورونو د ترميم او رغولو لپاره مرستې ترلاسه کولو ته منتظر دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG