"خيروسٸ چې موږ ته مو کور جوړ کړ، ډېر تاوده کورونه دي، مونږ په کې ناست يو، د هنرمندانو او "فرهاد دريا" څخه مننه کوو چې مونږ ته يې جوړ کړل"
دا د یوه زلزله ځپلي ماشوم خبرې دي.
هغه چې له خپلې کورنۍ سره يوځاى په دې کورونو کې چې د " ابرخشت" طرحې پر بنست جوړ شوي ژوند کوي.
ازادي راډیو ته په رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري چې دا ماشوم او د کورنۍ څو نور ماشومان په دې ګومبزې ډول کور کې له یو بل سره په لوبو کولو بوخت دي.
د كرنيل وردګ يا د سنجاب وردګها د كلي اوسيدونكى عبدالله وايي چې دا كور تر خېمو (جونګړې) ډېر ښه دی، خو په خبره یې د ده په څېر د يوې لويې كورنۍ لپاره بسنه نه كوي.
عبدالله وایي:
"موږ ډېر راضي يو ښه دی، دا د خېمو په پرتله خورا فعاله او ښه دی، چا چې چې دا کور يې جوړ کړى موږ ته د نور هم وکړي، موږ واړه ماشومان چوچ پوچ لرو، یوه خونه زموږ لپاره بس نه دى د هرې کورنې لپاره همداسې دوه يا درې خونې بس دي."
د "ابرخشت" د کورونو جوړونکي وايي، د هرات ښار په شمال لوېديځ کې یې د سنجاب وردګها په کلي زلزله ځپلو ته لپاره په ٣١ ورځو کې ٣٧ بېړني کورونه جوړ کړي او پر هر کور ١٥٠٠ امريکايي ډالره لګښت راغلی.
دغه کورونه ګرد او د ګومبزي ډول جوړ شوي دي.
په هرات کې د دغو کورونو د انځورونو له خپرېدو وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پرې بېلابېلې تبصرې کړې دي.
ځينو د دغو کورونو غیر دودیزې او نا اشنا بڼې، د جوړونې په څرنګوالي، کوچنیتوب او د تشنابونو، پخلنځي او نورو لومړنیو امکاناتو د اسانتیاوو په نشتوالي نیوکه کړې.
دوی دا کورنه د ژوند لپاره نا مناسب ګڼلي او د دغو کورونو جوړونکي یې د مرستو پر بې ځايه مصرف تورن کړي.
يوه منتقد فیروز احمد ازادي راډيو ته وویل:
"زه فکر نه کوم چې دې کورونو باندې دومره لګښت شوی وي، ځکه هیڅ اسانتیاوې نه لري، پخلنځی، تشنابونه او نور هېڅ نه لري، اساسي اسانتیاوې نه لري، د اوسیدو وړ نه دي. خو بيا هم زمونږ هغه هېوادوال چې اړتیا ورته لري او سخت اقتصادي وضيعت لري مجبوره دي هلته ژوند کوي."
خو د ټولنيزو رسنيو يو شمېر نورو کاروونکو بيا دغه کورونه د لنډمهالې سرپناه په توګه ياد کړي او د ژمي په موسم کې د زلزله ځپلو؛ په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د ژوند د خونديتوب لپاره یې يو مثبت ګام بللى دى.
د دغو کورونو د جوړولو مسوول انجنیر شکیب شهابي ادعا کوي چې د "ابرخشت" کورونو طرحه تر دې وړاندې د یو شمېر هېوادونو لکه: ترکیې، چیلي، نیپال، اکوادور او ایران په زیانمنو سیمو کې عملي شوې او ډېره ښه پایله یې ورکړې ده.
نوموړي وويل، د دغو کورونو په جوړولو او طرحه کې خاورينې کڅوړې، د خاوري د مقاومت په موخه ځينې ترکيبي مواد، اغزن تار او نور ساختماني مواد کارول شوي دي.
ښاغلي شهابي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیمو کې مخکې د نورو بنسټونو له خوا بېړني تشنابونه اوحمامونه جوړ شوي وو او دوی یوازې غوښتل چې د ژمي د سړې هوا په مقابل کې د زلزله ځپلو لپاره موقتي او مقاومه سرپناه جوړه کړي.
شهابي زیاتوي:
"غبرګونونه د کورونو د جوړېدو د څرنګوالي په اړه د قضیې په ظاهرى بڼې پورې اړه لري، خو که څوک وګوري دا چې زلزله ځپلو تر خېمو لاندې په دې یخنۍ کې شپې ورځې تېرولې، البته د سیمې ناسم اقلیم ته په پام سره او اوس یې تاوده اړولي دي، د دغې طرحې تطبیق منطقي توجیه لري."
د هرات په شمال لوېديځ کې د "ابرخشت" طرحې کورونه د فرهاد دريا په ګډون د يو شمېر هنرمندانو په مرسته د زلزله ځپلو لپاره جوړ شوي.
فرهاد دریا د جنورۍ په درېیمه رسنیو ته یو غږیز کلیپ واستاوه او ویې ویل چې دغه کورونه د ۶۹ زره ډالرو په لګښت جوړ شوي دي.
د دې کورونو جوړونکي ادعا کوي چې دا کورونه د زلزلې او نورو طبیعي پیښو پر وړاندې مقاومت لري.
د تېر کال په اکټوبر میاشت کې هرات د څو خونړیو زلزلو او ورښتونو شاهد و چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) د راپور له مخې، په دغو زلزلو کې څه باندې ۴۸ زره کورونه زیانمن شوي او شاوخوا ١٠ زره یې په بشپړه ډول ویجاړ شوي دي.