فرانسه کې د برید او د داعش د ملاتړ په تور د یو افغان نیونه؛ دغلته مېشت افغانان یې اندېښمن کړي

ارشیف: په فرانسه کې پولیس د یوه کس د نیولو پر مهال

په فرانسه کې یو ۲۲ کلن افغان د اسلامي ډلې یا داعش له مفکورې څخه د ملاتړ په تور نیول شوی دی.

په فرانسې کې د یوه مشکوک برید د پلان په تړاو او د داعش د ایډیالوژۍ یا مفکورې څخه د ملاتړ په تور د یوه ۲۲ کلن افغان نیول کېدو په دې هېواد کې یو شمېر افغانان او هغه کډوال چې دې هېواد ته د پناه غوښتنې قضیو د څېړلو لپاره د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې په تمه دي، اندېښمن کړي دي.

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ډول پېښې کولای شي د دوی پر ژوند ډېر اغېز وکړي.

د داعش ډلې بیرغ

په فرانسه کې دوو افغان کډوالو، یاسین جویا او تمیم فیضي په دې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

جویا وویل: "دا د هغو افغان کډوالو اداري کارونو ته رسېدنه له خنډ سره مخ کېږي چې په فرانسه کې دي، په ورته وخت کې په فرانسې، جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو او نورو کډوالو تر منځ یو متناقض او دوه ګونی لید رامنځته کېږي."

فیضي وايي: هغه افغانان چې د قانوني یا غیرقانوني لارو تازه دلته راغلي او په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ و، د هغوی قضیې له ننګونو سره مخ کېږي.

فیضي وايي: "هغه افغانان چې د قانوني یا غیرقانوني لارو تازه دلته راغلي او په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ و، د هغوی قضیې له ننګونو سره مخ کېږي او هغه کسان چې وخته راغلي، هغوی ته هم اروپايي هېوادونه د شک په نظر ګوري."

په پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او فرانسې ته د پناه غوښتنې کېس لري، ازادي راډيو ته وویل چې د دې هېوادونو له قانون څخه د یو شمېر افغانانو سرغړونه، نورو افغان کډوالو ته ستونزې جوړولای شي.

هغه وايي: "دا وضعیت د دې لامل شوی چې همدا هېوادونه او سفارتونه یې افغانانو ته پاملرنه ونه کړي او هغه افغانان چې د دې هېواد کېس لري او غواړي هلته د پناه غوښتنه وکړي، خورا بد او بحراني حالت سره مخ شي."

د یادونې ده چې مخکې تر دې یو شمېر هغو افغانانو چې پاکستان کې دي او فرانسې ته د پناه غوښتنې کېسونه لري، ازادي راډیو ته ویلي وو چې کېسونه یې رد شوي دي.

د فرانسې د ترهګړۍ ضد څارنوالانۍ دفتر د اکټوبر په ۱۲مه په یوې اعلامیه کې ویلي، پولیسو یو ۲۲ کلن افغان د فرانسې په سویل لوېدیځ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ایډیالوژۍ د ملاتړ او د یوې حملې د طرحې په تور نیولی دی.

په دې اړه نور: د فرانسې پولیسو یو ۲۲ کلن افغان د یوې حملې د طرحې په شک نیولی

واشنګټن پوست رسنۍ هم راپور ورکړی چې دې افغان کډوال چې نوم یې په راپور کې نه دی اخیستل شوی، پلان درلود چې د فوټبال په لوبغالي یا پلورنځي کې د "تشدد" عمل ترسره کړي.

د دې راپور له مخې، په دې پېښې په تړاو دوه نور کسانه هم نیول شوي وو چې وروسته بیا خوشې شول.

ویل کېږي، په فرانسه کې دغه نیول شوی افغان له خپل هغه ۲۷ کلن هېوادوال سره ارتباط درلود، چې په امریکا کې ونیول شو.

تیره اوونۍ د امریکا په اوکلاهاما ایالت کې نیول شوی افغان، نصیر احمد توحیدي په دې تورن شو چې غوښتل یې په نومبر میاشت کې د امریکا د ولسمشریزې ټاکنو په ورځ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې برید وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

امريکا کې د يوې تروريستي بريد د پلان په تور د يو افغان نيول کېدو، افغان کډوال اندېښمن کړي

تر دې مخکې په امریکا کې یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه ښودلې وه چې دا پېښه به یې د پناه غوښتنې قضیو ته د رسېدنې پروسه له خنډونو سره مخ کړي.

خو هغه مهال له افغانستانه د افغانانو د تخلیې د یوه ایتلافي پروګرام مشر شاون وان ډایور که څه هم پر توحیدي لګېدلي تورونه جدي بللي وو، خو ویلي یې وو، دا انفرادي قضیه ده او د یوه کس پر سر باید ټوله ټولنه ملامته نه‌شي.