ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ريچارډ بینېټ پرېکړه‌ليک تصويب کړ

ارشيف: په کابل کې له معترضو مېرمنو سره د طالب وسله‌والو د چلند یو انځور

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د چهارشنبې په ورځ ناوخته یو پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ.

بینېټ هغه څوک دی چې طالبانو یې افغانستان ته پر سفر بندیز لګولی دی، خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په تړاو د ده پرېکړه‌لیک تصویب کړ او په‌دې پرېکړه‌لیک کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه له نړیوالو یو لړ غوښتنې شوې دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته په وړاندې شوي پرېکړه‌لیک کې چې د دې شورا تر څلویښتو ډېرو غړیو تصویب کړ، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته ژوره اندېښنه ښکاره شوې ده.

دغه پرېکړه‌لیک همداراز په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو او له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه د سرغړونو د حساب غوښتنه کړې او په‌دې برخه کې یې پر معافیت خفګان څرګند کړی دی.

په‌دې پرېکړه‌لیک کې دا مسئله هم مطرح شوې ده چې، په افغانستان کې چې له نړیوالو بشري حقونو کومې سرغړونې کېږي د هغوی د مخنیوي لپاره مناسب ځواب نه ورکول کېږي، خو له نړيوالې ټولنې یې غوښتې دي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې هر اړخیزې او څو اړخیزې کړنلارې جوړې کړي او سرغړونکي د عدالت مېز ته راکاږي.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

په پرېکړه‌لیک کې د اعدامونو په ګډون د طالبانو له‌خوا د جسمي مجازاتو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او ټینګار شوی چې د سنګسار کولو یا د دېوال لاندې د خلکو ښخولو په څېر مجازات غیر انساني دي.

طالبان بیا وایي چې، دوی دا سزاوې د شرعي احکامو له‌مخې تطبیقوي.

"په پرېکړه‌لیک کې تاکید شوی دی چې د افغانستان موضوع د بشری حقونو د شورا د دوه زره پنځه ویشتم کال د غونډو د اجنډا په سر کې وي
نصير احمد انديشه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد اندیشه د دې پرېکړه‌لیک په اړه په یوه ویډیي پيِغام کې چې په ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې یې خپور کړی دی ویلي دي، اروپایي ټولنې او اته څلوېښت نورو هېوادونو دا پرېکړه‌لیک تایید کړی دی او دا مهم ګام دی چې دا تصویب شو.

نوموړي ويلي: "په پرېکړه‌لیک کې تاکید شوی دی چې د افغانستان موضوع د بشری حقونو د شورا د دوه زره پنځه ویشتم کال د غونډو د اجنډا په سر کې وي چې د فبروري، مارچ، جون، جولای او همداراز د راتلونکي کال د اکتوبر او سپتمبر د میاشتو په غونډو کې وي، موږ هیله‌من یوو چې دا پرېکړه‌لیک د حساب ورکونې او شفافیت په برخو کې ښه او مثبت ګام وي او همداراز د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړي."

په دې اړه نور: افغان ښځو پر وړاندې د تبعیض له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت؛ څه باندې ۲۰ هېوادونو یې هرکلی کړی

ښاغلي اندیشه زیاته کړه چې دې پرېکړه‌لیک د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ ماموریت تقویه کړ.

طالبانو افغانستان ته د ښاغلي بېنيټ پر سفر بندیز لګولی دی او وایي چې، د هغه راپورونه یو اړخیزه دي.

پخپله بېنيټ په ایکس‌پاڼه کې د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا مننه کړې ده چې، د افغانستان په اړه یې دا پرېکړه‌لیک تصویب کړ.