د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

د افغانستان د بیان ازادۍ کور په کابل کې د طالبانو له‌خوا د یوه خبریال د نیولو خبر ورکړی


مهدي انصاري د افغان خبري اژانس خبریال دی او طالبانو پرون ناوخته کابل کې نیولی دی.
مهدي انصاري د افغان خبري اژانس خبریال دی او طالبانو پرون ناوخته کابل کې نیولی دی.

په کابل کې د طالبانو د حکومت لخوا د خبريالانو او سياسي فعالينو د نيول کېدو په دوام د افغان نيوز د خبريال مهدي انصاري نږدې ملګري ادعا کوي چې هغه تېره ورځ د کابل د برچی پل خشک په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

د مهدي انصاري یو نږدې ملګري او پخواني همکار مصطفی شهریار ازادي راډيو سره په خبرو کې د هغه د نیول کېدو په اړه اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومته یې د نوموړي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل: "مهدي اوس د طالبان په بند کې ده، همغه شپه چې مهدي کور ته نه و راغلى، د مهدي کورنۍ او زما يو بل ملګرى حوزې ته ورغلي وو، طالبانو تاييد کړې وه چې مهدي له دوى سره دى."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د مهدي انصاري د کورنۍ یو شمېر غړي هم وايي چې هغه د شنبې د ورځې له مازدیګر وروسته نادرکه شوی او له دوې سره یې بیا اړیکه نه ده شوې.

ارشیف: د کابل یوه څنډه کې طالب وسله‌وال
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې طالب وسله‌وال

په همدې حال کې د بیان د ازادۍ کور هم په يو بيان کې پرون یکشنبه د اکټوبر په شپږمه په خپله ایکس‌پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د طالبانو استخباراتو د افغان نيوز خبريال مهدي انصاري په کابل کې نيولى دى.

دغه بنسټ د نوموړي د ژرترژره خلاصون غوښتنه کړې ده.

د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ بنسټ هم نن دوشنبه د اکټوبر په ٧ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د مهدي انصاري د نيول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د خبريالانو د ملاتړ سازمان د مهدي د نيول کېدو او هغه يو نامعلوم ځاى ته د انتقالولو په هکله معلومات تر لاسه کړي.

اعلامیه زیاتوي: "دا نه يوازې د خبريالانو له حقونو سرغړونه ده، بلکې دا په افغانستان کې د خبريالانو د مسلکي کار او امنيت پر وړاندې جدي ګواښ دى."

په ورته وخت کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې هم ځینو خبريالانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې د شته وضعیت او د خبريالانو د نيول کېدو د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.

یو خبریال وايي: د يو خبر د نشرولو په خاطر، دوى له ما ډېرې پوښتنې وکړې. چې خبرې يې کولې ان خبر وهلو ټکولو ته ورسېده، سپکاوى يې کاوه، څه موده زندان کې وم بيا په ضمانت خوشې شوم.

يو خبريال چې نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي او ادعا کوي چې تېر کال د طالبانو د حکومت لخوا نيول شوى، د غږ د بدلون په شرط ازادي راديو ته وويل: "زه هم د اسلامي امارت لخوا نيول شوى وم، د يو خبر د نشرولو په خاطر، دوى له ما ډېرې پوښتنې وکړې. چې خبرې يې کولې ان خبر وهلو ټکولو ته ورسېده، سپکاوى يې کاوه، څه موده زندان کې وم بيا په ضمانت خوشې شوم."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له لوري د خبریالانو د نیولو پېښې زیاتې شوي دي.

تازه تېره اوونۍ په غزني کې د خوشحال راډيو مسوول حکمت ارين کورنۍ ادعا وکړه چې هغه د طالبانو د حکومت لخوا نيول شوى دی.

له دې وړاندې د سیاسي چارو د شنونکو د نیولو ادعاوې هم شوي دي.

جاوېد کوهستاني او خیبر هوشمند د سیاسي چارو هغه شنونکي دي چې ویل کېږي د طالبانو له لوري نیول شوي او لا هم د دوی په زندان کې دي.

خو د طالبانو حکومت د سیاسي چارو د دغه شنونکو او خبریالانو د نیولو راپورونه نه هم رد کړي او نه یې تایید کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو موده کې د بشري حقونو په پراخه نقض او په خپل سرو نیونو تورن دی.

د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو طالبانو تورن کړي چې د بشري حقونو او د بیان ازادۍ ته احترام نه لري او هغه کسان نیسي او بندیانوي یې چې فکر کوي د دوی نظام ته ګواښ پېښولای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG