د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

له طالبانو د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې غوښتنه؛ د خپلواکو رسنیو ځپل ودروئ


د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې (CPJ) له طالبانو غوښتي چې په لغمان ولایت کې د کاوون غږ راډیو ته اجازه ورکړي چې خپلې خپرونې بیا پیل کړي.

دې کمېټې د جولای په نهمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي د یوې خپلواکې رسنۍ جبري تصرف د طالبانو د حکومت له خوا د خصوصي رسنیو د غلي کولو په برخه کې یو تازه خطرناک بهیر دی.

د یادې کمیټې د اسیايي پروګرام همغږوونکې بیه لي يي ویلي، د طالبانو حکومت باید د رسنیو بې ساري ځپنه پای ته ورسوي.

د کاوون غږ راډیو د روان کال د غبرګولي په ۲۴ مه په لغمان ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا وتړل شوه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنې ته ځواب را نه کړ، خو تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي و چې طالب چارواکو ورته ویلی دي چې د دې راډیو ودانۍ پر دولتی ځمکه جوړه شوې او تجهیزات یې د حکومت اړوند دی، په همدې خاطر د دې رسنۍ هر څه ضبط کیږي.

خو د دې راډيو مسوولانو هماغه وخت ازادي راډيو ته وويل چې د راډيو ټول تجهیزات د انټرنيوز موسسې له لوري اخیستل شوي او د يوه هوکړه لیک پر بنسټ د هغه وخت سيمه ييزې ادارې، راډيو ته يوه ټوټه ځمکه ورکړې چې په کې يو پوړيزه ودانۍ جوړه شوې ده.

په همدې حال کې یو شمېر افغان خبریالان وايي چې طالبانو پر رسنیو محدودیتونه او سانسور زیات کړی چې له امله یې دوی ځان سانسوري ته مخه کړې او یو شمېر یې خپلې دندې پرېښې دي.

دوو خبریالانو د امنیتي ستونزو له امله د نوم نه اخیستو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

«کوم خبرونه چې هره ورځ له تلویزیون او راډیو څخه خپریږي د طالبانو له فلتر څخه تیریږي او طالبان په هر څه حاکم دي. له بده مرغه ان دفترونه د طالبانو له استخباراتو سره خپلو اړیکو ته ترجیح ورکوي نه دا چې د خپلو کارکوونکو حقونو څخه دفاع وکړي.»

«په افغانستان کې ټول خبریالان دې ته اړ شوي چې خلکو ته د خبر په رسولو کې ځان سانسوري وکړي او له ځینو واقعیتونو څخه سترګې پټې کړي، موږ نه شو کولای هغه واقعیتونه چې د حکومت پر ضد وي په خپلو راپورنو کې ځای ورکړو او دا ځان سانسوري د خبریالۍ او رسنۍ کار مو تر پوښتنې لاندې راوړي.»

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وار وار ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بیان او عقیدې د ازادۍ حق د ترویج او ورنه د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ایرن خان په خپل تازه راپور کې، چې د جون په ۲۷مه خپور شو ویلي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته څه باندې ۲زره افغان خبریالان له خپل هېواده وتلي دي او نه دي توانېدلي چې خپل مسلک ته دوام ورکړي.

د رسنیو او خبریالانو ملاتړي سازمانونو، په وار وار په خپلو راپورونو کې د طالبانو حکومت له خوا د رسنیو پر فعالیتونو د سختو محدودیتونو او د خبریالانو د نیولو او وهلو ټکولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنیدو وروسته د نژدې ۲۲۰ رسنیو فعالیتونه دریدلي دي.

XS
SM
MD
LG