د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

سي‌پي‌جی: طالبان دې په افغانستان کې له خبریالانو سره "ظالمانه چلند" ودروي


يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وایي، طالبان دې په افغانستان کې له خبریالانو سره د دوی په ټکو "ظالمانه چلند" ودروي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې "سي‌پي‌جی" په افغانستان کې د افغان خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو لپاره فضا وېرونکې بللې او د طالبانو د حکومت له استخباراتو یې غوښتي چې د خبریالانو پر وړاندې د دوی په ټکو" ظالمانه چلند" ودروي.

دغې کمېټې د دوشنبې په ورځ ناوخته (د جولای په ۲۲مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې د ویاند، پروډیوسر او سینمایي فعال سید رحیم سعیدي په اړه د دې څرګندونو تر څنګ د طالبانو له حکومته غوښتي، چې دی دې له قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي.

په خبرپاڼه کې د خبریالانو د خوندیتوب د اسیا برخې د پروګرامونو همغږي کوونکې بېه لي یې له قوله لیکل شوي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې اکثره رسنۍ له منځه وړي، خبریالان یې د وېرې په فضا کې کار ته اړ ایستي او له افغانانو یې معلوماتو ته د لاس‌رسي حق اخیستی چې په ټکو یې دا ځورونې باید پای ته ورسول شي.

په ورته وخت کې د ویاند پروډیوسر او سینمایي فعال سید رحیم سعیدي خپلوانو ازادي راډیو په خبرو کې وویل، طالبانو د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم د هغه د وضعیت په اړه هيڅ ډول معلومات د هغه له کورنۍ سره نه‌دي شریک کړي.

د ښاغلي سعیدي یو نږدې خپل د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی سعیدي ۵۴ کلن دی او د هغه د لوړ فشار درلودلو له امله یې کورنۍ او خپلوان سخت اندېښمن دي.

دا سرچینه وایي، نوموړی او د حسیب په نوم د کمره مېن په توګه د هغه یو بل همکار او زوی یې سید وارث سعیدي د تېرې اوونۍ د یک‌شنبې په ورځ په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو له لوري د نامعلومو دلایلو له امله ونیول شول، خو له ۲۴ ساعتونو وروسته حسیب او وارث سعیدي بېرته ازاد کړل شوي دي.

هغه څه چې "سي‌پي‌جی" هم ویلي دي.

خو دا چې طالبان، خبریالان چېرې بیایي او څرنګه چلند ورسره کوي، د اریانا ټلوېزیون د سیاسي خپرونو پخواني مسوول او خبریال عبدالوارث حسرت چې د طالبانو د حکومت بندخونه یې تېره کړې، د خپلې تجربې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "کله یې چې زه ونیولم، توره کڅوړه یې راپرسر کړه، لومړی یې ۹۰ ریاست ته یوړم، بیا یې قصبې زندان ته بیا کوم یو ساعت همدا کابل کې یې موټر کې ګرځولم بیا بګرام زندان ته بوتلم، چې په ټوله دې موده کې هم شکنجې وې هم بې‌عزتي وه او هم وهل ټکول، زه څلور ورځې دوی سره زندان کې وم."

په جلا وطنۍ کې د افغان خبریالانو د څار ډلې یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د سرغړونو د ۸۹ پېښو د ثبتېدو خبره کړې ده.
په جلا وطنۍ کې د افغان خبریالانو د څار ډلې یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د سرغړونو د ۸۹ پېښو د ثبتېدو خبره کړې ده.

ښاغلی حسرت تېر ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۳۱مه د طالبانو د حکومت د استخباراتو له لوري نیول شوی و، چې هغه مهال ګڼو رسنیو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو یې په اړه راپورونه خپاره کړي و.

د سید رحیم سعیدي د خپلوانو او سي‌پي‌جی د غوښتنو او ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او دغه شان د دوی د حکومت د استخباراتو د عمومي ریاست ویاند خلیل همراز د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

وړاندې د طالبانو حکومت ویاندویانو ادعا کړې چې، د هېواد د ملي ګټو او دیني ارزښتونو په رڼا کې د رسنیو او خبریالانو فعالیتونو ته ژمن دي او دا ادعا یې هم کړي چې خبریالان د خپلو د رسنیزو فعالیتونو له امله نه بلکې په نورو تورونو نیول کېږي.

خو په جلا وطنۍ کې د افغان خبریالانو د څار ډلې یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د سرغړونو د ۸۹ پېښو د ثبتېدو خبره کړې ده.

یوازې په تېره یوه اوونۍ کې په کندهار کې د ازاد خبریال محمدیار مجروح، سید رحیم سعیدي او په تخار کې د تېر جمهوري نظام د ولایتي شورا مشر روح‌الله رووف خپلوانو د طالبانو له لوري د دوی د نیول کېدو ادعاوې مطرح کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG