د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

د نیوکو منلو ارزښت او اصلاحاتو رامنځته کولو برخه کې د طالب ویاند څرګندونو ته غبرګونونه


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو د حکومت د سیاستونو یو شمېر منتقدین او افغان رسنيز کارکوونکي او فعالان، د نيوکو منلو ارزښت او د اصلاحاتو رامنځته کولو په برخه کې د رسنیو د اهمیت په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد وروستۍ څرګندونو ته په اشارې دا ډول خبرې تش شعار او د دوى په حکومت کې نه پلې کېدونکې ټکي ګڼي.

د معترضو ښځو له ډلې یوه ادعا کوي چې طالبانو يې پر ځای په تېروتنه کې خور نیولې او شکنجه کړې يې ده.

دې چې د امنیتي ګواښونو له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي او د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دوی څنګه انتقاد مننونکي دي، د افغانستان خلکو خو له خپل حق څخه زیات څه نه دي غوښتي چې دوی خلک شکنجه کوي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جولای په پنځمه نېټه د دوی تر کنټرول لاندې د ملي راډیو تلوېزون "مناظره" خپرونې ته وویل: "په بشري ټولنه کې نیوکه مهمه ده او نیوکې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. ښه ده چې په یوه ټولنه کې انتقاد وي، انتقادپذیري موجوده وي، مسوولین باید انتقادپذیره وي، خلک د همدې لپاره دي، پر حضرت عمر (رض) په منبر کې انتقاد کېده، نو موږ خو له هغه نه ښه نه یوو."

مجاهد په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې باید رسنیو ته "د معقولې ازادۍ" ورکړې ته ذهنیت جوړونه وشي.

هغه د نیوکو د مطرح کولو او ستونزو ته د دوی د حکومت د چارواکو پام اړولو په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله.

خو د افغانستان د رسنیو یو شمېر فعالان د مجاهد دا څرګندونې تش شعار بولي.

په افغانستان کې د دوو رسنیو مسوولانو د ځان او رسنیو د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبرڅانګه
ارشیف: په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبرڅانګه

د یوې رسنۍ مسوول وویل: "د دوی کړنه بل څه ښي، کړنه یې داسې ښیي چې پر رسنیو ورځ بلې فشار زياتېږي، د رسنیو په اړه د حکومت ناليکل شوى قانون دى، په هر ولایت کې یو بېل قانون موجود دی."

د یوې بلې رسنۍ مسوول وايي: "موږ ته تل وایي چې دا خلک په منفي ټکو پسې ګرځي، دوی منفي تبلیغات کوي، بل دا چې زموږ خپرونې تل د دوی تر ذره‌بین تېرېږي او زموږ همکاران د هرې موضوع لپاره احضاروي."

د رسنیو د دغو مسوولانو د ادعا پر بنسټ، د دې تر څنګ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې څېړنیز راپورونه نه‌شي برابرولى د ښځو، وژنو، غلاوو او درنو جرمونو اړوند د راپور جوړونې اجازه هم نه ورکول کېږي.

یو خبریال ادعا کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ډېرې لوړې ژورې؛ لکه په ګاونډیو هېوادونو کې مزدورۍ، له ځینو بهرنیو رسنيو سره همکاري او ټکسي چلونه تجربه کړي.

هغه د نوم نه خپرولو په شرط د طالبانو د حکومت د ویاند د څرګندونو په اړه وایي: "اساسي رسنۍ او واقعي خبریالان چې د بیان ازادۍ د اصولو او قواعدو پر بنسټ کار کوي او مسوولیت لري په ټولنه کې چې هره پېښه لکه؛ د پرمختک، لاسته راوړنې، ګواښونه، اندېښنې، ستونزې، ننګونې، کمښتونه او محدودیتونه رامنځته کېږي، په دې اړه راپور جوړ کړي او کار وکړي، داسې ازادي نه لري."

خو د طالبانو د حکومت ویاند له دې وړاندې په وار وار ادعا کړې چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو فعالیتونو او د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د لسګونو رسنیو فعالیتونه درول شوي او لسګونه خبریالان هم نیول او بندی کړل شوي دي.

له دې سره ګلوبل‌ایکسپرېشن Global Expression د ۲۰۲۴م خپلي کلني راپور کې، افغانستان د بیان ازادۍ له اړخه په نړۍ کې د تر ټول بد هېواد په توګه یاد کړ.

د بې پولي خبریالانو سازمان هم د مې په درېیمه د مطبوعاتو د نړیوالۍ ورځې په مناسبت په یو راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره يو بد هېواد وګاڼه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG