د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

پر طالبانو د څلورو سیاسي او رسنیزو فعالانو د نیولو ادعاوې شوي


ارشیف: په کابل کې وسله‌وال طالبان
ارشیف: په کابل کې وسله‌وال طالبان

د طالبانو پر حکومت ادعاوې کېږي چې له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې یې لږ تر لږه د رسنیو دوه کارکوونکي او دوه سیاسي فعالان نیولي او بندیان کړي دي.

د ویاند، پروډیوسر، سینمايي فعال او لیکوال سید رحیم سعیدي خپلوان ادعا کوي چې نوموړی د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

د سعیدي یو خپلوان چې د موضوع د حساسیت له امله یې د غږ او نوم د نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له سعیدي سره یې زوی هم تر ۲۴ ساعتونو بندي کړل شوی و، خو وایي چې زوی بېرته ازادی کړل شوی دی.

دغه سرچینه زیاتوي د سید رحیم سعیدي کورنۍ سره د هغه د ځای او تور په اړه هېڅ معلومات نه دي شریک شوي.

په کندهار ولایت کې ازاد خبریال محمدیار مجروح بل رسنیز فعال دی چې د طالبانو حکومت له لوري یې د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د مجروح یو خپلوان هم د نوم او غږ د نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی له تېرې اوونۍ راهیسې د کندهار ولایت په زندان کې دی.

د یاونې ده چې مجروح تېر کال هم د طالبانو د حکومت له لوري بندي کړل شوی و.

په جلا وطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون نن یکشنبه د جولای په ۲۱مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د سعیدي او مجروح نیول غندلي او دا یې د طالبانو د حکومت له لوري د بیان د ازادۍ زندۍ کول بللي دي.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان هم په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې د اندېښنې په څرګندولو له ټولو نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او د خبریالانو له ملاتړو ادارو غوښتي چې د طالبانو په بند کې دې افغان خبریالانو ازادولو لپاره غږ پورته کړي.

د دغه سازمان مسوول حامد عبیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم طالبان ادعا کوي چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو دوی د ټولو اصولو خلاف عمل کوي. په ناقانونه توګه د خبریالانو نیول او ځورول د بیان د ازادۍ د ټولو اصولو خلاف عمل دی او موږ یې غندو. له حاکمې ادارې مو غوښتنه ده چې په ناقانونه توګه دې د خبریالانو نیولو ته د پای ټکی کېږدي."

حامد عبیدي
حامد عبیدي

بلخوا د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست او په تخار کې د تېر جمهوري حکومت د ولایتي شورا مشر روح‌الله رووف هغه سیاسي فعالان دي چې د دوی د نیولو په اړه ځینو رسنیو راپورونو خپاره کړي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه د رمضان بشردوست له کورنۍ یا خپلوانو سره خبرې وکړي خو ونه توانېده.

خو د بشر دوست له وټس‌اپ شمېرې نه مو دوه پیغامونه تر لاسه کړي چې یوازې یې په کې ستړي مشي او سلام کړی دی، خو دا معلومه نه ده چې د هغه ټیلیفون د چا په واک کې دی؟

د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست
د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست

د نوموړي په اړه د ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو او د تېر حکومت د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې نوموړی د طالبانو د حکومت له لوري نیول شوی دی.

د ازادي راډیو خبریال همدارنګه په تخار کې د تېر حکومت د ولایتي شورا مشر روح‌الله رووف کورنۍ سره هم په ډېرو هڅو په خبرو ونه توانېده.

خو رووف ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی دوه ورځۍ وړاندې د جمعې له لمانځه وروسته کور ته په لاره د طالبانو له لوري نیول شوی او لا یې ځای او برخلیک څرګند نه دی.

خو ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغو کسانو د نیول کېدو ادعا نه شي تاییدولی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغو ټولو یادو کسانو د بندي کېدو په اړه د طالبانو د حکومت د استخباراتو لوی ریاست معلومات ولري، خو ویاند خلیل همراز پوښتنې ځواب نه کړې.

د بشري حقونو یوه فعاله مولوده توانا وایي، د وروستۍ نیونې عمومي بخښنې اعلان ته د طالبانو نه ژمنتیا ښیي.

هغه وايي: "دا ټول ښیي چې دوی (طالبان) عمومي بخښنې ته ژمن نه دي او موږ پرې باور ونه کړو، بل باید د نړیوالې ټولنې پام راوړو چې دوی دې هم د طالبانو پر هېڅ خبرې باور نه کوي."

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې اکثره خبریالان او سیاسي فعالان د دوی د دندو له امله نه بلکې په نورو تورونو بندیان شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG