د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

افغان ښځو پر وړاندې د تبعیض له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت؛ څه باندې ۲۰ هېوادونو یې هرکلی کړی


د عدالت نړیواله محکمه
د عدالت نړیواله محکمه

که څه هم په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین لپاره په دوامداره توګه غوښتنې او اندېښنې مطرح کېدې، خو په لومړي ځل په دې برخه کې د یو شمېر هېوادونو د عملي او حقوقي اقدام موضوع له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.

څه باندې شلو هېوادونو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د جنسیتي تبعیض له امله د عدالت نړیوالې محکمه کې له شکایت او په دې اړه له حقوقي اقدام هرکلی کړی دی.

دغه هېوادونو پرون پنجشنبه ناوخته د سپټمبر۲۶مه یوې ګډه اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې سمدستي دې په افغانستان کې بشري سرغړونې ودروي او دوی د جنسیتي تبعیض د پای ته رسولو لپاره د کاناډا، استرالیا، جرمني او هالنډ له نوښته ملاتړ او هرکلی کوي.

تر دې وړاندې جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي چې دوی به په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو په خاطر د عدالت د نړیوالې محکمې له لارې اقدام وکړي.

د څه باندې شلو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې جدي او سیستماتیکې سرغړونې غندي او طالبان باید په دې اړه د نړیوالو اندېښنو ته د رسېدو لپاره د خبرو اتروغوښتنې ته ځواب ووایي.

د دغه هېوادونو په اعلامیه کې راغلي چې دوی د سیداو CEDAW په نوم د نړیوال کنوانسیون د ۲۹مې مادې له مخې د جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ له هغه نوښته ملاتړ کوي چې په رسمي توګه د یاد کنوانسیون څخه د سرغړونې د پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کوي.

البانیا، بلجیم، بلغاریا، اندورا، کرواشیا، فینلنډ، ایرلنډ، چلي، لوکزامبرګ، مالاوي، ماراکو، هسپانیا، سویډن، رومانیا، مونتیګرو، مالدوا، لیچستان، لیتویا، ایسلنډ او هندوراس هغه هېوادونه دي چې وايي، که څه هم طالبان د افغانستان د مشروع استازو په توګه نه پېژني، خو پر وړاندې یې د بشري حقونو د نقض له کبله له حقوقي اقدام څخه هرکلی کوي.

د سیداو CEDAW په نوم د نړیوال کنوانسیون له مخې باید له ښځو سره هېڅ راز تبعیضي چلند ونه شي.

پخوانۍ ډیپلوماته او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د وروستیو اقداماتو په اړه ازادي راډیو ته وايي: "کومه تصمیم چې د المان په ابتکار، استرالیا، کاناډا، هالنډ او اوس ګورو چې البانیا، مراکش، بلجیم او له شلو زیات نور هېوادونه هم په‌کې شریک شوي په حقیقت کې د هغه کمپاین او لابي نتیجه ده، د افغانستان خلکو او مېرمنو لرلې، په دې اړه خوشبیني هم پرځای او په تمه پاتې کېدل هم پرځای دي، تاسو ته معلومه چې دا ډول پروسې وخت اخلي."

پخوانۍ ډیپلوماته او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ
پخوانۍ ډیپلوماته او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ

د بخښې نړیوال سازمان هم له دغه اقدامه د هرکلي ترڅنګ ویلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې په ګډون ټولې لارې تعقیب کړي.

د دغه سازمان عمومي منشي اګنس کالامار د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ژوند داسې کړی چې د دوی لپاره د زغم وړ نه دی او د بخښنې نړیوال سازمان له هره هغه اقدام هرکلی او ملاتړ کوي چې طالبان د نړیوالو قوانینو له مخې د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو او بنسټیزو سرغړونو له کبله حساب ورکولو ته راکاږي.

د ښځو د حقونو یو بله فعاله فاطمه اعتمادي، که څه هم د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو پر وړاندې له حقوي او عملي اقدام څخه هرکلی کوي، خو نیوکه کوي چې دوی ولې په دومره ځنډ د افغان ښځو غوښتونو ته غاړه کېښوده.

مېرمن اعتمادي وايي: دا ډول اقدام موږ ته د منلو او خوښی وړ دی، خو پوښتنه دا ده چې نړیوالې ټولنې ولې په ځند په دې اړه اقدام وکړ ایا دوی طالبان نه پېژندل

هغه وايي: "دا واضح خبره ده چې د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو هېوادونو له لوري دا ډول اقدام موږ ته د منلو او خوښی وړ دی، خو پوښتنه دا ده چې نړیوالې ټولنې ولې په ځند په دې اړه اقدام وکړ ایا دوی طالبان نه پېژندل او یا چې کله دوی تېر ځل افغانستان ته راغلي وو، په اړه یې معلومات نه لرل، په هرحال دا د افغان ښځو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینېټ هم په نړیوالې محکمه د "جنسيتي تبعیض" له کبله د طالبانو د راښکلو اعلان هرکلی کړی دی.

که څه هم طالبانو په دې اړه تازه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې "بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره هم تبعیضي چلند نه کېږي."

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه بیا وايي، دا چې اوس هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض کېدونکې موضوعات په نړیوالو محکمو کې مطرح کړي دا مسئله د دې ښکاره ثبوت دی چې په افغانستان نړیوال بشري جرمونه ترسره کېږي.

د دغې ټولنې مشر میرعبدالواحد سادات له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې که طالبان له ځنډ پرته د بشري حقونو په برخه کې نرمښت ونه ښي نو ممکن د نړیوالې ټولنې له نورو عملي اقداماتو سره هم مخ شي چې په خبره یې، تاوان به یې نه یوازې دوی ته بلکې افغان ولس ته هم رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG