د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

تخار کې پر ویډیو او انځور اخیستلو د طالبانو بندیزونه؛ خبریالان او د دوی ملاتړي بنسټونه یې اندېښمن کړي


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د یوې خبري غونډې د ویډیو او انځور اخیستلو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د یوې خبري غونډې د ویډیو او انځور اخیستلو پر مهال

د طالبانو حکومت له‌خوا پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو په دوام، په تخار ولایت کې د انځوریزو او ویډیويي راپور ورکولو په اړه د دوی د حکومت له‌خوا د بندیزونو راپورونو د یو شمېر خبریالانو او د خبریالانو ملاتړي بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.

یو شمېر افغان خبریالان وايي، پر ویډیو او عکس اخیستلو بندیز کولای شي د دوی ستونزې لا پسې زیاتې کړي او معلوماتو ته یې لاسرسی ستونزمن کړي.

په بېلابېلو ولایتونو کې دوه خبریالانو چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

یوه خبریال وویل: "پر رسنیو محدودیتونه په ځانګري توګه د تصویر په برخه کې، یوه لویه ننګونه ده، د انځور اخیستل خپله د خبر یوه سرچینه ده، اوس چې په یو شمېر ولایتونو کې دا محدودیت لګول شوی، موږ اندېښمن یو چې اطلاعاتو ته به لاسرسی ستونزمن شي."

یو بل خبریال وايي: "په تخار ولایت کې فلم نیولو ته اجازه نه ورکول، د ټولو خبریالانو د اندېښنې لامل شوی او د خبریالانو ملاتړي کورني او بهرني بنسټونه باید په دې برخه کې پر اسلامي امارت جدي فشار راولي."

ارشیف: په افغانستان کې د خبریالانو د یوې غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د خبریالانو د یوې غونډې انځور

د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې په تخار ولایت کې د دوی د حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست،د خبریالانو پر ویډیويي راپورونو بندیز لګولی دی.

خو په تخار ولایت کې یوه خبریال چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې په دې ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د استخباراتو اداره د خپل مشر د فرمان له مخې، له خبري محفلونو څخه د عکس او ویډیو اخیستو اجازه نه ورکوي.

هغه ادعا وکړه چې له دوو ورځو را په‌دې‌ خوا د ویدیو اخیستل منع شوي، آن د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تلوېزیون خبریال ته هم د فلم نیولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو حکومت د دغه اقدام لامل لا معلوم نه دی.

د ازادي راډیو خبریالې هڅه وکړه چې په دې اړه د دوی د حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د نوي ویاند سیف‌الاسلام خیبر نظر هم واخلي، خو هغه پوښتنې ځواب نه‌کړې او په دې اړه د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسوولانو نظر د ترلاسه کولو لپاره هم هڅو کومه پایله نه درلوده.

په همدې حال کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو هم په تخار ولایت کې د ویډیويي راپور جوړولو لپاره د طالبانو حکومت له‌خوا د عکس اخیستلو پر بندیز اندېښنه ښودلې ده.

پویا وايي: که نن یې په تخار کې د ویډيو نیول بنده کړي، سبا به په کابل، بلخ، هرات او نورو ټولو ولایتونو کې هم پرې بندیز ولګوي چې دا د اندېښنې وړ ده.

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مشر امېد پویا چې په ایران کې اوسېږي، د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ هره ورځ وینو چې دوی بدلېږي او د بیان ازادۍ په بشپړه توګه له منځه وړي، نه غواړي د بیان د ازادۍ هېڅ نښه په افغانستان کې پاتې شي، که نن یې په تخار کې د ویډيو نیول بنده کړي، سبا به په کابل، بلخ، هرات او نورو ټولو ولایتونو کې هم پرې بندیز ولګوي چې دا د اندېښنې وړ ده."

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان یا "اې‌جی‌ایس‌او" هم د سه‌شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د دې اقدام په غندلو سره یې ویلي چې دا د مطبوعاتو ازادۍ او د ډیموکراتیکو حقونو نقض دی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د خبریالانو دنده ولس ته د حقایقو رسول دي، خو د دغه سازمان په ټکو، پر خبریالانو د دې بندیزونو لګول یوازې د معلوماتو او ټولنیزو ستونزو پټول دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان همدا راز له طالب چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره دې دا بنديز لرې کړي او خبريالانو ته دې د دندو د ترسره کولو لپاره لازم شرايط برابر کړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د وږي په ۲۷مه په کابل کې "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په نوم خبري غونډې ته وويل چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې شته چې هیڅوک ترې انکار نه‌شي کولى.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د افغانستان په رسنیو کې د سیاسي خپرونو په ژوندۍ بڼه خپرول هم منع کړي.

طالبانو تر دې وړاندې د هلمند او کندهار په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پر خبریالانو ورته بندیزونه لګولي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG