د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د افغانستان په اړه د امنيت شوار غونډه؛ افغان نجونې د وضعيت د بدلون او د عملي اقداماتو هيلې ترې لري


د امنيت شورا د غونډې يو انځور
د امنيت شورا د غونډې يو انځور

د ملګروملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان د بشري وضعیت او د افغان ښځو او نجونو په اړه غونډه جوړوي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د افغان ښځو، نجونو او بشري وضعیت په اړه یو ځل بیا بحثونه کوي، هغه څه چې یوشمېر افغان ښځې او د بشري حقونو فعالان یې د وضعیت د بدلون لپاره مهم بولي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یو بیان کې چې په ايکس‌پاڼه یې خپور شوی ویلي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشې ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتانبایوا به د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

د یوناما په بیان کې راغلي دي چې دغه غونډه به د کابل په وخت د مازیګر په شپږ نیمې بجې پیل شي.

د ملګروملتونو امنیت شورا له‌دې وړاندې په یو راپور کې ویلي وو چې، دغه راز به د دغه سازمان د ښځو د څانګې اجرایوي مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یوه افغانه استازې به، چې په اړه جزیات نه‌دي ورکړل شوي، د افغان ښځو او نجونو په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایووا
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایووا

د دې ناستې مشري د امنیت شورا نوبتي مشره او د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیره تانجافاجون وکړي.

امنیت شورا ویلي، یاد چارواکي باید دې ناستې ته په تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله بشري مرستو ته د افغانانو د اړتیاو، د ښځو او نجونو د حقونو، له ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې، د امنیتي وضعیت او له طالبانو سره د ملګروملتونو د دوحې د درېیمې ناستې د خبرو اترو او عملي اقداماتو د تعقیب په اړه معلومات شریک کړي.

د امنیت شورا د راپور له‌مخې د غونډې په پای کې به د افغانستان په اړه سلا مشورې هم وشي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې یې په افغانستان کې د ملګروملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) غوښتي، چې په خپلو راپورونو کې واقعیتونه وړاندې کړي.

په همدې حال کې یو‌‌شمېر افغان مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې د امنیت شورا راتلونکې ناسته د افغانستان د وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو لپاره مهمه بولي او وایي چې، ملګري ملتونه دې د دوی د حقونو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت نوي قانون په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې لاپسې زیاتې کړي.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت نوي قانون په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې لاپسې زیاتې کړي.

د کابل ښار اوسېدونکې لېمې امیري ازادي راډيو ته وويل: "له‌دې ناستې زموږ تمه دا ده چې په خپلو بحثونو کې د افغانستان د خلکو د دغه واقعي وضعیت چې له ډېرو ستونزو سره مخ یو، بیان شي چې نور د دې حالت مخنیوی وشي او د حل لارې ورته پیدا شي."

"په‌دې ناستو کې دې عملاً د افغانستان د خلکو بشري وضعیت او ستونزوته بنسټیزې حل‌لار وموندل شي
رقيه ساعي

دغه راز د ننګرهار ولایت یوې اوسېدونکې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "هیله مو دا ده چې دا ناسته مثبته پایله ورکړي او د افغان ښځو او نجونو په ګټه تمامه شي، چې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو زمینه بېرته برابره شي، دا ناستې مهمې دي ځکه د افغانستان اړوند وضعیت په‌کې وړاندې کېږي او د نړیوالو پام ور اړولی شي."

په جرمني کې مېشته او د ښځو او بشري حقونه فعاله رقیه ساعي بیا له ملګروملتونو غواړي چې، دغو ډول ناستو او راپورونو د دوام تر څنګ دې په عملي اقداماتو لاس پورې کړي.

هغه وايي: "په‌دې ناستو کې دې عملاً د افغانستان د خلکو بشري وضعیت او ستونزوته بنسټیزې حل‌لار وموندل شي، امنیت شورا ته وایو مخکې له‌دې چې زموږ په هېواد کې زموږ ځوانان او ماشومان ایډیالوژي طالباني شي او وضعیت نور هم بدتره شي باید دوی یوه حل‌لاره ورته برابره کړي."

د افغانستان په اړه د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت نوي قانون په دغه هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې لاپسې زیاتې کړي.

دغه قانون چې د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه اعلان شو په‌کې د نورو محدودیتونو ترڅنګ ویل شوي، ښځې باید له سر تر پښو ځان پټ کړي ا و آن د دوی غږ یې هم عورت بللی دی.

داسې مهال چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف پر قانون نیوکه کوونکي کسان د کمزوري ایمان درلودونکې بللي، خو د ملګروملتونو په ګډون ګڼو هېوادونو، د بشري حقونو سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالانو دغه قانون غندلی او دا یې د بشري حقونو نقض بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG