د طالبانو د مهمو سیاسي پرېکړو مرکز کوم یو دی، د افغانستان پلازمېنه، کابل، د قطر پلازمېنه دوحه که کندهار؟
د طالبانو عمومي مشر په کندهار کې دی، چې مهم فرمانونه له هغه ځایه صادرېږي، خو د طالبانو کابینه او ریاست الوزرا له کابله فعالیت کوي، د دې تر څنګ له نورې نړۍ سره یې د تعامل لپاره د دوحې سیاسي دفتر لا هم فعال دی.
پهداسې حال کې طالبان د افغانستان پر ټوله جغرافیه د کنټرول خبره کوي، ولې یې لا هم د دوحې دفتر فعال دی، یا ولې یې مشر له کندهاره کابل ته نه ځي؟
رحمتالله اندړ، چې په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا ویاند و او له طالبانو سره نږدې هم پاتې شوی، د درېیو سیاسي مرکزونو د فعالیت یو علت د طالبانو خپلمنځي اختلافات ګڼي.
نوموړی وايي: "طالبان په ظاهره یو او په یوه خوله ښکاري، خو په حقیقت کې یو نهدي، ځینې حکمونه او فرمانونه له کندهاره د ملا هبتالله اخندزاده لهخوا صادرېږي، سیاسي اړیکې او له نورې نړۍ سره یې تعامل د پاکستان په منځګړیتوب په قطر کې ټینګېږي، تر ډېره بریده پر دغه وضعیت پاکستان حاکم دی، که پاکستان وغواړي دغه تعامل کېږي، که ونهغواړي نه کېږي، په ډېرو مسایلو کې د طالبانو ترمنځ هم اختلافات دي، ځینې طالبان په یوه خوله دي، ځینې یې په بله خوله دي، ظاهراً داسې ښکاري چې دوی متفق دي، خو په حقیقت کې اختلاف سره لري."
د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د دوی ترمنځ د داخلي اختلافاتو خبره کېدله، خو دومره په څرګنده نه احساسېدل.
اوس د طالبانو د مشرانو ترمنځ په بېلابېلو بیانونو کې د دوی اختلافات له ورایه ښکاري، لکه د نجونو د تعلیم او تحصیل موضوع.
په کابل کې، د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي تېر کال ویلي وو: "دنیوي تعلیم مباح دی او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی."
خو په هماغه ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي ټینګار کړی و، چې "تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او پهدې برخه کې باید د هيچا شخصي نظر مهم نه وي."
په دې اړه نور: ستانکزی: افغانستان هغه مهال پرمختګ کولی شي چې نر او ښځې یې زده کړې وکړينه نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شوه او نه هم د طالبانو په پالیسۍ کې کوم بدلون راغی.
د طالبانو هغه لوړ رتبه چارواکي چې د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي، له بیانونو پرته په عملي ډګر کې کوم اقدام نهکوي.
اوس هم له کندهاره د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده ځینې فرمانونه ورکوي، چې ممکن په کابل او قطر کې د طالبانو نورو ته د منلو وړ نه وي.
د حقوقي مسایلو پوه سید خالد سادات ازادي راډیو ته ویلي، په قطر کې مېشت طالبان چې له نړیوالو سره د اړیکو، د ښځو د زدهکړو او نورو مدني ازاديو په برخه کې ژمنې کړي، اوس یې د پوره کولو توان نهلري، ځکه نو دا ټکی په کابل او کندهار کې د دوی ترمنځ د اختلاف سبب شوی دی.
پخوانی ډیپلومات غوث جانباز وايي، په تېرو درېیو کلونو کې جوته شوه، چې طالبان د منظمې حکومتولۍ لپاره نهدي جوړ.
نوموړی وايي: "وروسته له هغې چې طالبان د یوې لویې سیاسي-امنیتي معاملې په ترڅ کې کابل ته واک ته راوستل شول، یو شی بربنډ شو هغه دا چې طالبان د دولتي مدیریت یا دولتي ادارې یا په ټولیزه توګه د دولتي خدماتو د وړاندې کولو جوګه نهدي، دوی د دولتدارۍ په سیسټم او جوړښت نه پوهېږي، ټول قوت یې تش په نوم د شریعت او د موازینو تطبیقول یا پر مېرمنو زور اچول دي، دوی په دغو دوو مسایلو کې ډېر په اصطلاح بریالي دي."
د کابل، کندهار او قطر ترمنځ پر ځینو مسایلو له میاشتو راهیسې لانجمنې څرګندونې شوې دي.
د تېر ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د دوی د واکمنۍ روانه وضعه د نه منلو وړ بللې وه او د اصلاحاتو غوښتنه یې کړې وه.
د ۲۰۲۴م کال د اګسټ میاشتې پر لومړۍ نېټه د طالبانو عمومي مشر ملا هبتالله اخندزاده طالب مسوولینو ته په وینا کې ویلي: "سیمهيیز تبعیض پرېږدئ، ځکه چې اختلاف او بېاعتمادي ستاسو د ماتې سبب کېږي."
د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم دوه کاله مخکې په کندهار کې له یوې دیني مدرسې څخه د فارغینو غونډې ته په خپلو څرګندونو کې، پر طالبانو انتقاد کوونکو ته په سختو مجازاتو ورکولو ټینګار وکړ.
هغه وويل: "د نظام تخریبوونکي که په ژبه وي، که په قلم باندې وي او عملي تخریب کوي، دا ټول هغه خلک دي، چې بغاوت بلل کېږي او واجب القتل بلل کېږي."
تر دې مخکې د طالبانو ځینو نورو چارواکو ویلي وو، چې خلک کولی شي خپل سالم انتقادونه له دوی سره شریک کړي.
"د طالبانو د حکومتولۍ ټول سټرکچر پر انډیوالۍ ولاړ دی او هر څوک خپل انډیوالان پر خپلو ځایونو ګماريشاه محمود مياخېل
ملا هبتالله اخندزاده د روان کال د جون میاشتې پر ۱۷مه هم د لوی اختر په لومړۍ ورځ په خپله اختریزه وینا کې ویلي وو، ان که د ده د لیرې کولو لامل هم کېږي خو باید له اختلافاتو لاس واخیستل شي.
د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست او د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، د طالبانو د اوسني حکومت اصلي ځواک په کندهار کې دی.
ښاغلي مياخېل ازادي راډيو ته وويل: "د طالبانو د حکومتولۍ ټول سټرکچر پر انډیوالۍ ولاړ دی او هر څوک خپل انډیوالان پر خپلو ځایونو ګماري، اصلي قوت یې په کندهار دی، هغوی چې هره پرېکړه کوي، منل کېږي، البته د سیاسي روابطو لپاره په قطر کې خپل دفتر اوس هم پرانیستی پرېښی او هلته شته، خو اداره یې په کابل کې ده."
ځینې شنونکي پهدې باور دي، چې له کابله په خپرېدونکو حکمونو او فرمانونو کې د کندهار د دفتر رضایت شرط وي.
پخوانی ډیپلومات غوث جانباز وايي، د طالبانو اصلي سیاسي مذهبي مرکز په کندهار کې دی، چې مهم فرمانونه صادروي.
نوموړی وايي: "په کندهار کې د طالبانو یو ډېر لوی سیاسي-مذهبي مرکز دی، چې هلته د امیرالمومنین په نوم یو څوک شته، چې په هبتالله مشهور دی، یو هم د هغه نږدې مشاورین او همکاران دي، چې د طالبانو په خبره دستورونه لاسلیکوي، د هغه نږدې مشاورین ورته مشورې ورکوي، د کندهار دغه دفتر حکمونه صادروي او په یو ترتیب سیاسي لوی حکمونه ورکوي."
د ښاغلي جانباز په وینا، د طالبانو د حکومت زیات اجرائیه کارونه دا مهال په کابل کې د طالبانو د وتلو غړیو لهخوا کېږي.
ښاغلی جانباز وايي: "د طالبانو د کابل دفتر چې په راس کې یې سراجالدین حقاني، دفاع سرپرست وزیر او ځینې نور وتلي طالبان دي، چې دوی تر ډېره اجرائیوي عمومي کارونه کوي، چې هغه ډېره سیاسي بڼه نهلري، تر ډېره اجرائیوي انطباقي ماهیت لري، پهدې ترتیب، دا درې [کابل، کندهار او دوحه] ناموزون دفترونه دي چې په بهر او کور کې دننه د طالبانو چارې پرمخ بیايي."
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له لویه سره په ۲۰۱۱م کال کې پرانیستل شو، چې طالبانو د همدې دفتر له لارې په جرمني کې د امریکا له متحدهایالتونو سره پټه اړیکه ټینګه کړه.
خو په ۲۰۱۳ کال د دغه دفتر د تړل کېدو غوښتنې ډېرې شوې، ځکه د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت ته پر دغه دفتر د طالبانو د بیرغ اوچتېدل او د اسلامي امارت لوحه د منلو نه وو، ښاغلي کرزي دغه کار په تبعید کې د يوه دولت غير رسمي سفارت ياد کړی و.
همدا وو چې له دغه دفتره د طالبانو بیرغ کوز کړل شو، خو له ودانۍ یې لا هم د ډیپلوماتیکو اړیکو په موخه ګټه اخیستل کېدله.
د طالبانو د قطر دفتر اهمیت له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې د دغه دفتر د مشر طیب اغا تر استعفا کولو او د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر د مړینې تر اعلان وروسته ډېر کم شو.
هغه وخت د طالبانو د سیاسي دفتر دوو نورو غړو عزیز الرحمن او مولوي نېک محمد هم استعفی ورکړې وه.
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۷م کال په فبروري میاشت کې د مونشن یا مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني ته ویلي وو، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې باید د طالبانو سیاسي دفتر وتړل شي.
هغه ویلي وو، که طالبان مثبت چلند غوره نهکړي، تاوتریخوالی جاري وساتي، باید د قطر دفتر د تړلو په ګډون پر دوی بندیزونه ولګول شي.
اوس چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ درې کلونه پوره شوي، لا هم د دوی د قطر دفتر فعال دی او هلته د طالبانو استازي د ځینو سفارتونو په رسمي غونډو کې راڅرګندېږي.
شاه محمود میاخېل وايي، د طالبانو په حکومت کې د بېاعتمادۍ له کبله په کندهار کې ناست چارواکي ځینو مهمو غونډو ته یوازې خپل کسان لېږي.
هغه وايي: "دوی په خپلو منځونو کې هم بېاعتباره دي، یو علت یې همدا دی چې تاسو ولیدل، چې کله په قطر کې د ملګروملتونو غونډه وه، د بهرنیو چارو وزیر، یا یې معین ورته ونه لېږه بلکې له کندهاره یې خپل ویاند ورولېږه، کله چې دوی له اسلاماباد سره مشکلات درلودل د کندهار والي یې اسلاماباد ته ولېږه، چې د پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړي، دا په خپله بېاعتمادي ښيي او هم د دوی د حکومتولۍ بڼه یې، چې دا په اوسنۍ یوویشتمه پېړۍ کې د حکومتولۍ له طرز سره برابر نهدی او دا ډول حکومتولي دوام هم نهشي کولی."
خو د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ د دوام درې کاله پوره شوي دي او دغې ډلې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې هم پر افغانستان واکمني کړې وه، خو هغه وخت یې په قطر کې دفتر نه درلود، یوازې عمومي مشر یې ملا محمد عمر مجاهد او هغه ته نږدې کسان په کندهار کې وو.
"زما په فکر که سړی وګوري د قطر دفتر د افغانستان د سولې په باب ډېر مهم رول ولوباوه، تر هغه وروسته د افغانستان لپاره د نړۍ اکثر سفارتونه اوس له قطره فعالیت کوي،سيد اکبر اغا
په کندهار کې د طالبانو د حکومت د لومړۍ دورې واکمنۍ لوړپوړی قوماندان او د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا د نړۍ د ګڼو هېوادونو له سفارتونو سره د تماس لپاره د قطر دفتر فعالیت مهم ګڼي.
نوموړی وايي: "زما په فکر که سړی وګوري د قطر دفتر د افغانستان د سولې په باب ډېر مهم رول ولوباوه، تر هغه وروسته د افغانستان لپاره د نړۍ اکثر سفارتونه اوس له قطره فعالیت کوي، د هغو سفارتونو په وجه هم طالبان هلته خپل یو دفتر ولري، چې هر وخت له دغو سفارتونو سره په تماس کې وي، بله وجه دا ده چې ځینې کسان په مستقیم ډول افغانستان ته راځي او دلته له طالبانو سره خپل تفاهم کوي، ځینې کسان بیا شته چې افغانستان ته د راتګ زړه نه ښه کوي، هغوی بیا د قطر د دفتر له لارې له طالبانو سره خپل روابط ټینګوي، د دغو دوو وجو ممکن تر یو وخته پورې د قطر دفتر پاتې شي."
دا مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دی، چې د طالبانو حکومت په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ د مشرۍ لپاره معرفي کړی خو منل شوی نهدی.
پخوانی ډيپلومات غوث جانباز وايي، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په واقعیت کې د دوی د بهرنیو چارو یوه استازولي ده.
هغه وايي: "څرنګه چې د طالبانو حاکمیت د یوه هېواد لهخوا هم په رسمیت نهدی پېژندل شوی، نو دوی خپلې سیاسي-بهرنۍ چارې، یا په واقعیت کې د دوی د بهرنیو چارو دفتر چې له نورې نړۍ سره په تماس کې دی، همدا د قطر دفتر دی، چې په واقعیت کې د طالبانو د بهرنیو چارو یو دفتر دی، چې هم د امریکا له متحدهایالتونو سره، هم اروپايي ټولنې سره د دوی په لویو سیاسي تعاملاتو کې په یو ډول داخل شي، تصادفي هم نهده چې د غربي یا غیر سیمهییزو هېوادونو غیرمقیم سفیران هم په قطر کې دي، دا په یو ترتیب په بهرنیو تعاملاتو کې د طالبانو سیاسي دفتر دی."
د طالبانو حکومت، په کابل، کندهار او دوحه کې د سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو لړۍ ته دوام ورکوي، خو په کندهار کې ناست چارواکي یې له نورې نړۍ سره سیاسي تعامل ته زیات لېوال نه ښکاري.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد چې د دوی عمومي مشر ته له نږدې کسانو ګڼل کېږي، تېر کال له کابله کندهار ته وغوښتل شو او له هغه ځایه خپل کارونه پرمخ بیايي.
د طالبانو د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر انعامالله سمنګاني تېر کال کندهار ته وغوښتل شو او له هغې راهیسې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه کار کوي.
ځینو شنونکو کندهار ته د دغو او ځینو نورو کسانو لېږد، د طالبانو په ډله کې د بې باورۍ نښه ګڼلې، خو طالبانو په خپلو لیکو کې د هر ډول مخالفت موضوع رد کړې ده.