د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

طالب مشرانو ته د ستانکزي کنایوي خبرداری؛ له خلکو لېرې واکمنان دوام نه شي کولی


شېرمحمد عباس ستانکزی- ارشیف
شېرمحمد عباس ستانکزی- ارشیف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي پر هغو رهبرانو نیوکه وکړه چې په انزوا کې دي او ټینګار یې وکړ چې د داسې رهبرانو واکمني به دوام ونه‌کړي.

ستانکزی چې د طالبانو د مشرتابه په منځ کې پر څرګنده لهجه په خبرو کولو مشهور دی، په یوه ویډیو کې چې د ده له وینا وروسته طالبانو پورې اړوند کسانو له‌خوا په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه، په دې مسئله کې د کوم مشخص کس نوم نه دی اخیستی.

شېر محمد عباس ستانکزي د طالبانو د حکومت یو له هغو چارواکو دی چې تر دې وړاندې یې هم په بېلابېلو مسایلو کې د طالبانو د حکومت د کړنو سره په تضاد کې څرګندونې کړي او په غیرمستقيم ډول يې پرې نيوکې کړي.

هغه په‌دې وينا کې چې معلومه نه‌ده کله او چېرته شوې، زیاتوي:

"هر رهبر، هر والي، هر وزیر او هر قوماندان چې د خپلو خلکو په منځ کې نه‌وي اوسېدلی، تاسو پوهېږئ چې هغوی د خلکو ترمنځ په انزوا کې وي او حکومت يې ډېر دوام نه‌کوي، حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په نړۍ کې یو ستر شخصیت و، تل به د خلکو په منځ کې ناست و."

که څه هم د طالبانو د حکومت د دغه چارواکي د څرګندونو په اړه سیاسي کارپوهان بېلابېل نظرونه لري، خو یو شمېر بیا په‌دې باور دي چې دا څرګندونې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ته اشاره ده او د طالبانو د حکومت د داخلي اختلافاتو او دَرزونو نښه ده.

د دوی له ډلې جمشېد یما امیري ازادي راډیو ته وویل:

"ستانکزی د طالبانو دننه د یو شمېر سیاسي شخصیتونو استازیتوب کوي، لکه د ملا برادر چې د طالبانو له مشر سره په مختلفو مسئلو کې لکه، د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار، بهرنی سياسيت او د سيمې له ترهګرو سره د چلند او همکارۍ په اړه اختلافات لري او دا اختلاف کله کله راڅرګنديږي."

جمشېد یما امیري - سیاسي کارپوه
جمشېد یما امیري - سیاسي کارپوه

خو بل سیاسي کارپوه سمیع یوسفزی بیا وايي چې دا څرګندونې د طالبانو ترمنځ د نظر اختلاف نه څرګندوي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان خلکو ته د طالبانو د مشر راڅرګندېدل مهم نه‌دي، بلکې د دوی د حکومت تګ‌لارې مهمې دي:

"دا خبرې هيڅکله د طالبانو ترمنځ د کوم لوی اختلاف يا دَرز په معنا نه‌دي، البته دا یو نظر او وړاندیز دی چې دوی یې وړاندې کوي، خو تر اوسه یې تر شا د طالبانو تر منځ د اختلاف کومه لویه انګېزه نه‌شته."

د شیر محمد عباس ستانکزي دا څرګندونې ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب هغه پیغام چې د کوچني اختر په مناسبت خپور شوی و او د طالبانو پر غړو یې ټینګار کړی و چې طالب چارواکي باید له «اختلاف او خود غرضۍ» ډډه وکړي، يوه ورځ وروسته خپريږي.

ملا هبت الله: طالب چارواکي باید له «اختلاف او خود غرضۍ» ډډه وکړي
ملا هبت الله: طالب چارواکي باید له «اختلاف او خود غرضۍ» ډډه وکړي

دا په‌داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په ښکاره ډول د رسنیو او خلکو په مخ کې نه‌دی څرګند شوی او تر اوسه یوازې یو عکس هغه ته منسوب شوی دی.

دغه شان یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم له رسنیو سره د خبرو پر مهال د جګړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ وروستی راپور چې د طالب مشرانو تر منځ د کړکېچ او اختلافاتو په اړه و، رد کړ.

خو شاوخوا یو کال وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد د دغه وزارت یو شمېر نویو فارغو شویو افسرانو ته په خپله وینا کې وویل، په پټو سترګو بايد له چا اطاعت ونه‌شي او ټینګار یې وکړ هغه څوک چې اطاعت يې کېږي، بايد وليدل شي چې څوک دی او څه اراده لري؟

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG