امريکا: په افغانستان کې د داعش ترڅنګ يو شمېرې نورې ترهګرې ډلې هم فعالیت کوي

ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو یو انځور

د امریکا دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د داعش سربېره څو نورې ترهګرې ډلې هم شتون لري.

د امريکا د متحده‌ايالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش اسلامي دولت ډله په بشپړه توګه له منځه تللې، خو د دې ادعاوو په خلاف په دې هېواد کې د دې ډلې "داعش" تر څنګ څو نورې ترهګرې ډلې هم فعاليت کوي.

د پنټاګون ویاند جنرال پټ رایډر پرون سې شنبه د اګست ۲۷مه یو خبري کنفرانس ته وویل همدا لامل دى چې سیمه کې د دوى "دقيقه " څارنه دوام لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ټینګار وکړ چې دوی د داعش په څېر د يوې ترهګرې ډلې ګواښ له پامه نه شي غورځولی.

د پنټاګون ویاند جنرال پټ رایډر

نوموړي د طالبانو او داعش تر منځ د توپیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هم وویل: "طالبان اوس د افغانستان حکومت دی او د دې پر بنسټ چې دوی اوس پر افغانستان حاکم دي، زه دا اصطلاح په غیررسمي توګه کاروم، د طالبانو او داعش خراسان څانګې تر منځ توپپرونه شته، خو په دې هېواد کې نورې وړې ترهګرې ډلې شته چې افغانستان کې فعاليت لري نو له همدې امله مونږ پر سيمې خپلې څارنې او نظارت ته دوام ورکوو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست قاري فصیح‌الدین فطرت په افغانستان کې د داعش فزيکي شتون ردوي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل: "دا چې امریکایان ادعا کوي، داعش په افغانستان کې شتون او فعال حضور لري، موږ یې په کلکه ردوو."

سیاسي او امنیتي شنونکي هم په دې باور دي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په ټوله کې د سیمې د هېوادونو او آن د امریکا ګټو ته زیان رسولی شي.

طارق فرهادي او حکمت‌الله حکمت په دې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

فرهادي وویل: "د دې امکان شته چې له داعش پرته کومې وړې ډلې ټپلې چې په افغانستان کې موجود دي، یوه ورځ د امريکا د ګټو پر ضد اقدام وکړي."

طارق فرهادي

حکمت وايي: داعش اوس د پاکستان په لاس داسې يوه پديده ده چې چين ايران او افغانستان پرې ګواښي او په پاى کې بلاخره يو ډول منځنۍ اسیا او کله هم ښايي امریکا ته سرخوږی جوړېږي.

حکمت وویل: "د امريکايانو اندېښنه تر ډېره سياسي ده نه عملي، ځکه داعش اوس د پاکستان په لاس داسې يوه پديده ده چې چين ايران او افغانستان پرې ګواښي او په پاى کې بلاخره يو ډول منځنۍ اسیا او کله هم ښايي امریکا ته سرخوږی جوړېږي."

تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې داعش ډله له منځه تللې ده.

په داسې حال کې چې تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې دې احتمال شته چې داعش د خراسان څانګې له یو تر دوه سلنه جنګیالي د افغانستان په غرنیو سیمو کې شتون ولري.