د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

ارشیف: په پنجشېر کې د سېلابونو د راوتلو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د افغانستان په څو ولایتونو کې د سه‌شنبې د ورځې شدیدو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي او د خلکو پر مخ یې د تګ راتګ لارې هم بندې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د کابل ځینو سیمو، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا او ځینو نورو ولایتونو کې شدید سېلابونه راوتلي دي.

په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د کابل په دشت برچې، کوټه سنګي او خیرخانې سیمو کې سېلابونه د خلکو پر کورونو ورننوتلي دي.

د کابل ښار د مهدیه ښارګوټي اوسېدونکی عوض علي وایي چې سېلابونو یې د ورور له دوکانه یو موټر لرګي او د ډبرو سکاره وړي دي.

هغه وویل: "یو موټر لرګي سېلابونو یووړل، سکاره یې هم وړي، تقریباً له یوه موټره ډېر کم یې پاتې دي، موږ پرون ماښام پورې وکړای شو چې یوازې پنځه یا شپږ کراچۍ لرګي ټول کړو او دوکان ته یې راوړو."

دی وایي چې په دې ښارګوټي کې د سېلابونو له امله یو ماشوم او یو نارینه هم مړه شوي دي.

د کابل د دشت برچي اوسېدونکې وايي: زموږ د ګاونډیانو کور له اوبو ډک و او ټول وسایل یې اوبو یووړل، په ډېره سختۍ یې ځانونه وژغورل.

د کابل د دشت برچي د ګلخانې سیمې اوسېدونکې نجیبې هم ازادي راډیو ته وویل: "پرون زموږ سیمه له شدیدو سېلابونو سره مخ وه، زموږ د ګاونډیانو کور له اوبو ډک و او ټول وسایل یې اوبو یووړل، په ډېره سختۍ یې ځانونه وژغورل."

اخو په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې د تېرې شپې په سېلابونو کې چې د دې ولایت مرکز جلال‌اباد ځینې سیمې یې سختې ځپلې د یو ماشوم د مړینې او د اوو کسانو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار رسنیو دفتر په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغو سېلابونو ګڼ دوکانونه او کورونه زیانمن کړي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي، خو په اعلامیه کې د اوښتو زیانونو په اړه دقیق څه نه دي ویل شوي.

په اعلامیه کې د ننګرهار د عامې روغتیا د رییس له قوله ویل شوي چې د تېرې شپې اورښتونو په جلال‌اباد ښار کې فاطمة الزهرا دولتي روغتون هم زیانمن کړی او اوسمهال د دغه روغتون روغتیايي خدمات په ټپه درېدلي دي.

د جلال‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې شپې راوښتونو د دغه ښار ځینې واټونه بند کړل او د ګڼې ګوڼې له امله خلک له ستونزو سره مخ وو.

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار اوسېدونکي شاهدالله ازادي راډیو ته وویل: "سېلابونو ډېره خرابي کړې، د خلکو کورونه او دېوالونه یې له منځه وړي، خلک بې‌وزله دي او ښه وضعیت کې نه دي او ټول مرستو ته اړتیا لري."

د دې ښار یو بل اوسېدونکي چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "دلته د ننګرهار ولایت مرکز کې یوځل باران وشو او سېلاب راغی، ډېرو کورونو ته زیانونه وراوښتي دي، د خلکو کورونه ویجاړ شوي، خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي."

څو اوونۍ مخکې په ننګرهار کې شدیدو بارانونو، سېلابونو او توپان سلګونه خلکو ته مرګ‌ژوبله واړوله. دغه کورنۍ اوسمهال د سرپناه له نشتوالي سره مخ ده.

بلخوا د پنجشېر ولایت ځینو اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې سېلابونو د دغه ولایت په رُخې ولسوالۍ کې د خلکو کورونه چې د سیند دواړوغاړو ته پراته دي، ویجاړ کړي دي.

د دغه ولایت د رُخې ولسوالۍ د دره پیاوشت کلي اوسېدونکي احمد وویل: "خلکو ته مالي زیانونه وراوښتي، د خلکو ژوي چې په غرونو کې وو، سېلابونو کې له منځه تللي چې شمېر یې ۲۰۰ ته رسېږي، د خلکو کرنیزېځمکې له منځه تللي دي."

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت چارواکو د وروستیو سېلابونو د اوښتو زیانونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپوراټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۲۱مه د افغانستان په ۱۶ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو د احتمالي راوتلو اټکل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې روانه اونۍ هم د هېواد په پنځو ولایتونو کې شدیدو ورښتونو او سېلابونو درې کسان مړه او ۹ نورټپیان کړي دي.

د یادونې ده چې د روان هجري لمریز کال له پیله تراوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شدید ورښتونه شوي او سېلابونه راوتلي چې د نړیوالو مرستندویه سازمانونو د شمېرو له مخې، دغو طبیعي مصیبوتونو بشري مرستو ته د اړمنو خلکو شمېر زیات کړی دی.