د طالبانو له بیا واکمنېدو وورسته ګاونډیو هېوادونو ته د کډه شویو افغانانو اقتصادي ستونزې

ارشیف: په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

یو شمېر هغه افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته کډه شوي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د اسلام‌اباد د فیصل ښار ګوټي په یوه څنډه کې افغان کډوال شبیر احمد د چپس پخولو یوه کراچۍ لري چې ګڼه ګوڼه پرې جوړه وي.

ده چې د لیسانس تر کچې زده‌کړې کړي او په افغانستان کې یې د تېر جمهوري نظام په یوې مهمې حکومتي ادارې کې دنده لرله، اوس د چپسو په پلورلو سره خپله کورنۍ ساتي.

شبیر احمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلې پخوانی دندې په اړه د جزییاتو له ورکولو ډډه کوي، خو وايي چې په پاکستان کې یې ژوند ډېر په سختیو تېرېږي.

چپس

عکس تزئني بڼه لري

هغه وویل: "د مزارشریف ښار اوسېدونکی یم، په تېر جمهوري نظام کې مې دنده لرله چې کله طالبان واکمنان شول پاکستان ته کډه شوم، څو میاشتې بې‌کاره وم، اوس مې د سړک پر غاړه د چپسو کراچۍ درولې او چپس خرڅوم، د کورنۍ اوه غړي را ترغاړې دي او ستونزې مې ډېرې دي."

عمر عثمان بل افغان کډوال دی چې دا مهال د اسلام‌اباد اړوند په ټېکسلا بازار کې په یوه خوراکه پلورنځي کې کار کوي.

هغه وايي، په معاش یې ګوزاره نه کېږي.

نوموړی هم چې د لیسانس تر کچې زده‌کړې لري او د تېر جمهوري نظام پر مهال یې په افغانستان کې له یوې نړیوالې ادارې سره کار کاوه، د خوراکي توکو په دغه پلورنځي کې ۱۵زره کلدارې میاشتنې تنخوا اخلي.

په پاکستان کې افغان کډوال عمر عثمان وايي: په پاکستان کې موجوده قیمتۍ ته په کتو په دې پیسو زما د یوې اوونۍ ګوزاره هم سخته ده.

هغه وویل: "له سقوط وړاندې مې په افغانستان کې له یوې نړیوالې موسسې سره کار کاوه، وروسته بیا پاکستان ته راغلم او اوس د خوراکي توکو پلورنځي کې کار کوم، د میاشتې ۱۵زره کلدارې معاش راکوي، په پاکستان کې موجوده قیمتۍ ته په کتو په دې پیسو زما د یوې اوونۍ ګوزاره هم سخته ده."

په اسلام‌اباد کې د افغانانو شوارهم د دوی اقتصادي ستونزې تاییدوي او وايي چې ډېری افغانانو په ورستیو کې سختو کارونو ته مخه کړې ده.

د دغه شورا مشرا میوند عالمي افغان وايي، اول خو افغانانو ته کار نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي په مقابل کې یې ډېرې کمې پیسې ورکوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "دا کوم افغانان چې اوس په پاکستان کې اوسېږي دوی ته د کار امکانات نه‌شته، زموږ ځینې مشران او ځوانان که کار هم کوي هغه په ډېرو کمو پیسو لکه؛ د میاشتې ۸، ۱۰ او یا هم ۱۵زرو کلدارو پورې وي."

دا یوازې پلازمېنه اسلام‌اباد نه دی، بلکې د پاکستان له نورو ښارونو هم وخت په وخت ورته راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې اړه دقیقې شمېرې نه‌شته چې د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته څومره افغانان پاکستان ته کډه شوي، خو د دغې کډوالۍ عمده لاملونه امنیتي ستونزې، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې او دغه شان د کورنیو د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو د دوام محدودیتونه یاد شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د زمري میاشتې په ۱۷مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په تېرو درېیو کلونو کې نیږدې څلور نیم ملیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، خو له هم په ډېر شمېر سره افغان کډوال په دوو ګاونډي هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشت دي چې وخت ناوخت د اقتصادي ستونزو سربېره، له دوی سره د ناسم وضعیت په اړه هم راپورونه خپرېږي.