اوچا: په افغانستان کې بشري اړتیاوې د اندېښنې وړ تر کچې زیاتې شوي

ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته اړمنې ښځې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې د اندېښنې وړ تر کچې زیاتې شوي دي.

اوچا په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې په هرو څلورو افغانانو کې یو یې په دې ډاډه نه دی چې د خپل بل وخت ډوډۍ به له کومه ترلاسه کړي.

پرون د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د اوچا د مالي او مشارکت برخې مشرې لیزا دوتین وویل چې په دې هېواد کې نږدې درې میلیونه ماشومان د لوږې له شدیدې کچې سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې نوموړې دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس په استازیتوب وکړې.

د اوچا د مالي او مشارکت برخې مشرې دا هم وویل چې سږ کال په افغانستان کې له پنځوس سلنه زیات وګړي چې شمېر ۲۳ عشاریه اوه میلیونه کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا په نړۍ کې د اړمنو کسانو له اړخه درېيم هیواد دى.

ارشیف: یو شمېر بېوزله افغان مېرمنې

په راپور کې راغلي چې د تېر کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې له پاکستان څخه ۶۱۸زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ښځې دي او ډېری یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د مالي څانګې مشرې همداشان ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون سختو اغېزو په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پسې ژور کړی دی.

نوموړي وویل چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې يواځې ٦۴٩ ميليونه ډالره ترلاسه کړي چې د ٣ ميلياردو ډالرو د اړتيا وړ بوديجې ٢١ سلنه جوړوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر اړمن کسان وايي چې د دوی اقتصادي وضعیت خراب شوی او مرستو ته سخته اړتیا لري.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ، زما کور خراب دی، زه د خوړلو لپاره هېڅ نه لرم، زه نور د خپلو ماشومانو پالنه نه شم کولی.

په کابل کې یوې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "له ما سره مرسته وکړئ، زه بېوزله یم، هیڅوک نه شته چې زما سره مرسته وکړي، زه د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لرم، مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ، زما کور خراب دی، زه د خوړلو لپاره هېڅ نه لرم، زه نور د خپلو ماشومانو پالنه نه شم کولی."

دغه شان د لوګر ولایت یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "زه ستاسو مرستې ته اړتیا لرم، زما وضعیت خراب دی. زما یو لاس پرې شوی او بل مې عیبي دی. زه مرستې ته اړتیا لرم، زه ډېر اړ یم. زه په کرایي کور کې اوسېږم او څو ماشومان لرم."

اوچا په راپور کې دا هم ویل شوی چې د بودیجې د کمښت له امله د ماین‌پاکۍ او روغتیا د برخې په ګډون د دوی ګڼ پروګرامونه ځنډېدلی او که بودیجه ترلاسه نه کړي یو شمېر نور پروګرامونه به یې هم وځنډېږي.

د دې دفتر د مالي او مشارکت برخې مشرې وویل سره له دې چې میلیونونه افغانان د خپل ورځنۍ ژوند د بقا لپاره په بشري مرستو تکیه کوي باید تمویلونکي د افغانستان لپاره مرسته وکړي.

نوموړې ټینګار وکړ چې له افغانانو سره د اوږدمهاله د ملاتړ لپاره باید داسې لارې چارې ولټول شي چې هغوی له بېوزلۍ څخه خلاصون او د اقلیم اړوند د یو لړ زیانونو پر وړاندې مقاومت وکړي.