تمه ده د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا نن د کابل په وخت شپږ نیمې بجې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، په دې غونډه کې به د افغانستان په امنیتي وضعیت، د بشري حقونو حال او افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشي.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحدهعربي اماراتو دایمي استازې او د امنیت شورا دورهيي مشرې لانا ذکي نسیبې د جون په دویمه نېټه یوې خبري غونډې ته د دې ناستې په اړه له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته ویلي و، امنیت شورا به د افغانستان په اړه خپل تمرکز ته دوام ورکړي.
هغې زیاته کړې وه، د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی او د افغان ښځو د حقونو د مسئلې په اړه د امنیت شورا ټول غړي هېوادونه یو او واضح دریځ لري.
په دې اړه نور: افغانستان په اړه د امنیت شورا جوړېدونکې غونډه؛ نسیبه: د افغانستان وضعیت لا هم خراب دیپه دې غونډه کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا هم ګډون کوي او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه به د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي.
خو له غونډې وړاندې یې پرون د امنیت شورا دورهيي مشرې لانا ذکي نسیبې سره هم کتلي دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدهعربي اماراتو استازولۍ په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په دې کتنه کې په امنیتي، بشري حقونو او افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه خبرې اترې شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدهعربي اماراتو استازولۍ زیاته کړې: "دا ډېره مهمه ده چې د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره چې دوی مستحق دي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپلو ژمنو متحده پاتې شي."
د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیحالله مجاهد له دې غونډې د دوی د غوښتنو په اړه وپوښتل، ځواب یې ورنه کړ، خو وړاندې یې په ځلونو د دې غونډو له لارې نړۍ سره د تعامل غوښتنه کړې.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې وړاندې هم د روان لمریز کال په غويي میاشت کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.
په هغه غونډه کې د طالبانو لهخوا د افغان ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه وغندل شول.
امنیت شورا په دې اړه په یو تصویب شوي پرېکړهلیک کې ټینګار کړی و، چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي.
د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د دې پرېکړهلیک ملاتړ کړی و.
په دې اړه نور: د طالبانو لخوا د ښځو ځپنه؛ امریکا یې په تړاو د امنیت شورا پرېکړه لیک وستایهپه دې پریکړهلیک کې چې مسوده یې جاپان او متحده عربي اماراتو چمتو کړې وه په کې ویل شوي و چې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو لهخوا لګول شوی بندیز، بشري حقونه او بشري اصول تر پښو لاندې کوي.