القاعده شبکې د 'ایمن الظواهري' یو ثبت شوی غږ خپور کړی

الظواهري د روان میلادي کال د جولای ۳۱مه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټې الوتکې د برید په ترڅ کې ووژل شو.

القاعده شبکې یو پنځه دېرش دقیقه اي ثبت شوی غږ خپور کړی دی او ادعا کوي چې دا د دوی د مشر ایمن الظواهري دی.

الظواهري د روان میلادي کال د جولای ۳۱مه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټې الوتکې د برید په ترڅ کې ووژل شو.

په امریکا کې سایټ اطلاعاتي غیردولتي موسسې، چې ان لاین فعالیتونه څاري پرون وویل چې د دې ویډیو نېټه نه دی بیان شوې او دا هم په کې نه ده څرګنده شوې چې چېرته ثبت شوې ده.

د القاعده شبکې د موسس اسامه بن لادن تر وژلو وروسته چې په دوه زره یولسم کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې امریکایي الوتکو عملیات پرې وکړل او بیا یې وواژه، د الظواهري وژنه دې ترهګرې ډلې ته تر ټولو ستر ګوزار و.