د ملګرو ملتونو سازمان د ادارو یوه نوې سروې ښيي چې د طالبانو تګلارو په افغانستان کې د نجونو زدهکړو په اړه د کورنیو نظر بدل کړی دی.
ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو حکومت له وېرې او په هېواد کې د نرواکۍ نورمونو د شتون له امله د ښځو د حقونو په اړه د خلکو چلند بدل شوی دی.
د دغه سازمان د بېلابېلو ادارو، د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آیاوایم" په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما او د دې سازمان د ښځو څانګې په یوې ګډې تازه سروې کې اندېښنه ښودل شوې چې د طالبانو تګلارو په افغانستان کې د نجونو له زدهکړو څخه د کورنیو د ملاتړ د کمېدو لامل شوي دي.
دا سروې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۷۷۶ مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوې او د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳۰مه نېټه د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې لهخوا خپره شوې په کې راغلي چې ۴۷ سلنه مرکه کوونکو ویلي، د نجونو لومړنیو زدهکړو څخه د خلکو ملاتړ کم شوی او ۶۵ سلنه ګډونوالو بیا ویلي چې د نجونو ثانوي زدهکړو په ټولنه کې ملاتړ له لاسه ورکړی دی.
په دې ګډې سروې کې راغلي چې د دې بدلون لامل دا دی چې یو شمېر کورنۍ د نجونو ثانوي زدهکړې غیرضروري او آن د شرم وړ ګڼي، خو یو شمېر بیا په دې باور دي چې په ثانوي او لوړو زدهکړو بندیز، د دې لامل شوی چې دوی ابتدایه زدهکړې کم ارزښته وګڼي.
د سروې له مخې، ځینې کورنۍ د خپلو لوڼو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د حرفهیي مهارتونو لکه د خیاطۍ زدهکړو د فرصتونو په لټه کې دي، نورو بیا ویلي چې د انزوا د اغېزو د کمولو لپاره خپلۍ لوڼۍ دیني مدرسو ته لېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان کورنۍ هم دا موضوع تاییدوي او وايي، د نجونو پر زدهکړو د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله د خپلو لوڼو د زدهکړو دوام ته ناهیلې دي.
د کابل اوسېدونکې زرمینه، چې د خپلې کورنۍ یوازېنۍ سرپرسته ده، ازادي راډيو ته یې وویل، دوه لوڼې یې له زدهکړو پاتې دي او یوه یې لومړني ښوونځي ته د تلو په عمر ده، خو بیا هم ښوونځي ته نه ځي.
هغه وايي: "چې ولاړه شي څه به وکړي، خو تر پنځم شپږمه وايي، بیا وروسته له هغې پاتې کېږي، زما هم زړه نه کېږي چې ولاړه شي، ښوونځي ته د هغې هم زړه نه کېږي، د پخوا په شان درس هم نهشته، له هغې نه ښه دی چې یو کسب او کار زدهکړي، ځکه اقتصادي وضعیت مې هم خراب دی."
د ملګرو ملتونو د ادارو د دې سروې له مخې، د نجونو پر زدهکړو بندیز د دې لامل شوی چې په ټولنه کې د زدهکړو سره د ښځینه زدهکوونکو مینه کمه شي او د کم عمرو نجونو د ودونو پېښې زیاتې شي.
د شپږم ټولګي زده کوونکې امنه وايي: "سږ کال زه ښوونځي ته ولاړم نه، ځکه که تلم هم بل کال ته ښوونځي ته نه شوم تلای، له همدې لپاره زه کور کې کېناستم څو مور سره مې په خیاطي او نورو کارونو کې مرسته وکړم."
مخکې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو مسوولانو هم ازادي راډیو ته ویلي وو چې نجونو زدهکوونکو لپاره نوملیکنه یې ښوونځیو کې کمه شوې ده.
خو په دې سروې کې بیا د یو شمېر مرکه کوونکو په حواله راغلي چې د دوی کورنۍ او ټولنې اوس هم په دې باور دي چې زدهکړې به یوځل بیا د نجونو او ښځو پر وړاندې په افغانستان کې په بشپړ ډول پرانیستل شي.
د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي: دا خپله زما لپاره خواشینوونکې ده، خو دا ضروري خبره ده چې تر شپږم ټولګي پورې چې چا ته د زدهکړو اجازه وي، باید حتماً ولاړې شي.
د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي له زدهکړو څخه د یوې بې برخې نجلۍ پلار، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، هم ازادي راډیو ته وویل: "طبعاً خلک په دې باندې خپه دي چې لوڼې یې له ښوونځي نه پاتې شي او له شپږم ټولګي څخه پورته زدهکړې ونه کړي، دا خپله زما لپاره خواشینوونکې ده، خو دا ضروري خبره ده چې تر شپږم ټولګي پورې چې چا ته د زدهکړو اجازه وي، باید حتماً ولاړې شي."
په دې سروې کې دغه شان عامه ځایونو، تفریح او عدالت ته د مېرمنو لاسرسي او عاید تولیدونکي فعالیتونو او خصوصي سکتور کې د نجونو او ښځو مشارکت ته هم اشاره شوې ده.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې افغانستان کې واک ته له بیا رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې له څو میاشتو تېرېدو وروسته نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.
دوی دغه شان ښځې ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار، تفریحي پارکونو او ورزشي لوبغالو ته له تګ هم راګرځولي او ویلي چې له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه شي کولای.
که څه هم د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او نړیواله کچه په پراخ ډول له غبرګونونو سره مخ دي او ورنه غوښتل شوي چې دا بندیز لېرې کړي، خو د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی، بلکې پر افغان نجونو او ښځو یې محدودیتونه لا زیات کړي دي.