د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

يو ايرانی چارواکی: ملګري ملتونه دې د افغانانو د پناه غوښتنې لپاره بوديجه راته ډېره کړي


ايران کې يوشمېر افغان کډوال
ايران کې يوشمېر افغان کډوال

ایران وايي، د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنري دې د افغان کډوالو د پناه ورکولو لپاره بوديجه ور زیاته کړي.

په‌داسې حال کې چې ایران په کور دننه پر میلونونو افغان کډوالو فشارونه تر بل هر وخت زیات کړي، تازه د دې هېواد د کډوالو په چارو کې یو لوړ پوړي چارواکي د ملګروملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه د کډوالو لپاره د نورې بوديجې غوښتنه کړې ده.

د ایران په کورنیو چارو وزارت کې د بهرنیو وګړو او د کډوالو د چارو رییس نادر یار احمدي پرون په جینوا کې د ملګروملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر فلیپوګراندې سره د خبرو پر مهال خبرداری ورکړ چې، که نړیواله ټولنه مسوولیت پر غاړه وانه‌خلي، ایران به د کډوالۍ پر پالیسۍ له سره غور وکړي.

د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور پر بنسټ، نادر یار احمدي په‌دې کتنه کې ویلي چې، په ایران کې د کډوالو په شمېر کې زیاتوالي د دغه هېواد په ښوونیزو، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او روغتیايي زېربناو فشار زیات کړی او دغه هېواد یې له ننګونو سره مخ کړی دی.

ایرنا د کډوالو په برخه کې د دغه لوړ پوړي ایراني چارواکي له قوله لیکلي، په ایران کې د نړیوالو مؤسسو له لوري د کډوالو د اوسېدو له یو سلنې کم لګښت ورکول دا په ډاګه کوي چې، ایران نور نه‌‌‌شي کولای د زیاتو افغان کډوالو کوربه‌توب وکړي او دا چې هغوی باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي ویلي، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ایران ته د خپل وروستي پر مهال ژمنه کړې وه چې، له کډوالو به پراخه ملاتړ وکړي خو په خبره یې دې ادارې په‌دې هېواد کې له کډوالو سره مرسته کمه کړې ده.

ايران په‌دې وروستيو کې د کډوالو ستنولو لړۍ هم تېزه کړې ده.
ايران په‌دې وروستيو کې د کډوالو ستنولو لړۍ هم تېزه کړې ده.

ایران داسې مهال له ملګروملتونو د کډوالو لپاره د مرستې د زیاتېدو غوښتنه کوي چې، اوس‌مهال په دغه هېواد کې بې‌‌‌اسناده افغان کډوال له مخ پر زیاتېدونکې تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "دافغان کډوالو لپاره په ایران کې ژوند ډېر سخت شوی دی، افغان کډوال حق نه‌‌‌لري چې له نانوايي ډوډۍ واخلي، دوی ته کور په کرایه نه ورکول کېږي، دوی د سفر او کار اجازه نه‌لري، په ټوله کې افغان کډوالو ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي، نه یوازې د ایران حکومت بلکې د ایران عوام هم له افغان کډوالو سره سم وضعیت نه‌کوي."

"دافغان کډوالو لپاره په ایران کې ژوند ډېر سخت شوی دی، افغان کډوال حق نه‌‌‌لري چې له نانوايي ډوډۍ واخلي، دوی ته کور په کرایه نه ورکول کېږي
ايران کې يو افغان کډوال

دا داسې مهال ده چې د افغان ښځو د مشارکت شبکې په ایران کې د افغانانو کډوالو په وړاندې د روان فشارونو د پاې ته رسولو غوښتنه کړې ده.

دغه شبکې په ټولنیزو رسنیو کې یو پراخ کمپاین پیل کړی او ایران یې د افغان کډوالو په زورولو تورن کړی دی.

د دې شبکې مشرې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل: "په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت بد دی، هر څه ژر باید د افغان کډوالو په وړاندې تبعیض، د دوی سپکاوی او له دوی سره تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او د کډوالو وضعیت ته رسېدنه وشي."

په ایران کې مېشت یوشمېر افغان کډوال دا هم وايي، په دولتي ښوونځیو کې د دوی ماشومانو ته د زده‌کړو اجازه هم نه ورکول کېږي.

تازه د ایران تنسنیم خبري اژانس لیکلي، په اردبیل ولایت کې د ایراني چارواکو په خبره په بېلابیلو برخو کې د غیر قانوني افغان کډوالو د کار مخه نیول شوې ده.

تېره اوونۍ بیا ایران په تهران او البرز ولايتونو کې د خوراکي موادو په کارخونو او روغتیایي مرکزونو کې د افغان کډوالو پر ګمارنه بندیزونه ولګول او دا اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ایران په کرمانشاه ولایت کې د کرنې په برخه کې هم د افغان کډوالو پر کار بندیز ولګول شو.

مخکې بیا ویل شوي وو چې، د دغه هېواد په واټونو هم افغانان کار ته نه پرېښودل کېږي.

د راپورونو له‌مخې، په ایران کې اووه لکه اتیا زره ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي او تر دوه‌ نیم میلیونه ډېر داسې افغانان په دغه هېواد کې شته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌‌لري.

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسیون د راپورونو له‌‌مخې ایران نه هره ورځ په سلګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي، یوشمېر کډوالو ازادي راډیو ته ویلي، ډېری دا ستنېدنه جبري ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG