د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

افغانستان

ريچارډ بېنيټ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د خبرو لپاره کاناډا ته ځي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وایي، د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا او تورنتو ښار کې به له یوشمېر ښکېلو اړخونو، په ځانګړې توګه له افغانانو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د روان بحران په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي بېنیټ په‌دې اړه پرون جمعه ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې لیکلي، د کاناډا له حکومت سره به هم پر دې خبرې وکړي چې له کومو لارو کولای شي چې د افغانستان د خلکو د بشري حقونو دفاع ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرۍ په یوه بیان کې ویلي و، چې ښاغلی بېنیټ به د روانې اکتوبر میاشتې له شلمې نه تر ۲۶مې پورې له کاناډا څخه کتنه ترسره کړي.

د بیان له‌مخې له هغو افغانانو سره چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کاناډا ته کډوال شوي، د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو له فعالانو، خبریالانو، کارپوهانو او مدني ټولنو سره کتنې هم د بېنیټ د سفر په اجنډا کې شاملې دي.

د طالبانو حکومت د روان کال په اګست میاشت کې افغانستان ته د ښاغلي بېنیټ پر سفر بندیز ولګاوه.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا وکړه چې، بېنیټ د افغانستان پر ضد د تبلیغ لپاره ګومارل شوی او نوموړی له کوچنیو خبرو څخه لویې مسئلې جوړولې، خو ښاغلي بېنیټ ویلي دي چې افغانستان ته د ده پر سفر له بندیز سره-سره به په‌دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو هڅو ته دوام ورکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ځوانانو فیلیپین ته لویه ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډله
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډله

د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال اسیايي سیالیو د لارموندنې په پړاو کې افغانستان د فیلیپین لوبډلې ته ۸ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

دغه سیالي د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۱مه نېټه د کمبودیا په کوربتوب ترسره شوه.

د فوټبال اسیايي سیالیو د لارموندنې په پړاو کې افغانستان په سربېره، له کمبودیا، بنګله دېش او ماکایو سره هم سیالۍ لري.

د فیلیپين پر وړاندې لوبه کې د افغانستان ۱۷ کلنو ځوانانو لپاره وارث شېرزي او ارش احمدي دوه ـ دوه او نوید محبوبي، یاسر ساپي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري یو ـ یو ګول وواهه.

د افغانستان دوهمه سیالي به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۳مه نېټه د ماکایو پر وړاندې وي.

د ویلو ده چې د فوټبال اسيايي سیالیو د لارموندنې پړاو د ۴۳ هېوادونو ترمنځ پيل شوي جې په لسو بېلابېلو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.

د افغانستان آزادۍ جبهې د کابل په هوايي ډګر د راکټي برید مسوولیت ومانه

ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه
ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې د کابل پر هوايي ډګر یې راکټي برید کړی دی.

دې جبهې نن دوشنبه د تلې ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هوايي ډګر پر نظامي برخه یې برید کړی او طالبانو ته یې د سرومال درانه تاوانونه اړولي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دې عملیاتو لس دقیقې دوام درلود.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره نوی روزونکی وټاکل شو

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی روزونکی عثمان توشف
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی روزونکی عثمان توشف

عثمان توشف د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه وټاکل شو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په فېسبوک کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې توشف نن دوشنبې (د تلې په ۳۰مه) په کابل کې یو کلن قرارداد کړ.

دې فدراسیون زیاته کړې چې عثمان توشف د ازبکستان دی او د آسیا د فوټبال تر ټولو لوړ روزنیز سند (AFC Pro) لري.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم پخواني سرروزونکی، اشلي ویسټ‌وډ، د سنبلې په میاشت کې د روزنې له دندې څخه استعفا کړې وه.

ده د دې پرېکړې دلیل په وخت د میاشتنۍ معاش نه ترلاسه کول بلل شوی و.

په کندهار کې افغان بزګرانو څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي

ارشیف: په افغانستان کې تولید شوي زعفران
ارشیف: په افغانستان کې تولید شوي زعفران

په کندهار کې افغان بزګرانو سږ کال څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي دي.

باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی، د کندهار د کرنې ریاست د ویاند محمد حنیف حقمل په حواله پرون ویلي چې دغه اندازه زعفران متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان ته صادر شوي دي.

د زعفرانو کرکېله داسې مهال جنوبي ولایتونو کې زیاته شوې چې دغلته د کوکنارو په کرکېله لګول شویو محدودیتونو بزګران اندېښمن کړي دي.

پخوا تر دې د هلمند او کندهار بزګرانو ویلي، د طالبانو له‌خوا په کوکنارو بندیز دوی زیانمن کړي، ځکه په وینا یې بدیل کښت نه دی ورکول شوی.

د افغانستان زعفران په نړۍ کې مشهور دي او څو ځله یې "د ښه خوند" جایزه ترلاسه کړې ده.

طالبانو په تخار کې دوه کسان په درو وهلي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په تخار ولایت کې یو سړی او یوه ښځه د زنا په تور په درو وهل شوي دي.

معلومه نه ده چې د دغو کسانو جرم چا ثابت کړی او یا یې په اړه کافي شواهد موجود دي که څنګه.

د طالبانو سترې محکمې په خپل بیان کې یکشنبه ویلي چې دا ښځه او سړی په عام محضر کې هر یو ۳۹ دُرې وهل شوي.

له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ کې واک ته ورسېدل، د دوی حکومت د ښځو په ګډون ډیری خلک د بېلابېلو دلایلو له امله په درو وهلي دي.

ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو دغه سزاوې غندلي او د هغوی د بندولو غوښتنه یې کړې، خو طالبانو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

طالبانو له کابل او نهو نورو ولایتونو تر ۶۲زرو ډېرو سوالګر د راټولولو خبر ورکړی

ارشیف: د افغانستان لوېدیځې بې وزلۍ له کبله دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.
ارشیف: د افغانستان لوېدیځې بې وزلۍ له کبله دغه مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.

د طالبانو حکومت وايي، له کابل او نهو نورو ولایتونو یې تر ۶۲زرو ډېر سوالګر راټول کړي دي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه سوالګر له کابل، لغمان، سمنګان، ننګرهار، هرات، خوست، پروان، پکتیا، نیمروز او فاریاب ولایتونو څخه راټول شوي دي.

دغه دفتر وايي، له دې ډلې ۲۷۷۱۵ یې مستحق سوالګر او پاتې نور یې مسلکي سوالګر، یتیمان او په نشه‌يي توکو روږدي دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب او نافذ کړی چې له مخې یې په ځان روغ او هغه کسان چې یو کسب یې زده وي له سوالګرۍ منع دي.

طالبانو داسې وخت د لسګونو زرو سوالګرو د راټولولو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس دمګړی ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یو شمېر سوالګرو ویلي چې دوی له ناچارۍ سوال ته مخه کړې او حکومت باید د دوی لپاره د کار زمینه برابره کړي.

بینېټ په کاناډا کې د افغانستان د بشري ناورین او حل لارو په اړه خبرې کوي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ کاناډا ته تللی او هلته د افغانستان د بشري ناورین او حل لارو په اړه خبرې کوي.

هغه ددغه سفر په درشل کې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي وو چې غواړي د افغانستان د روان بشري کړکېچ په اړه خبرې وکړي او دا چې څنګه د کاناډا حکومت د افغانانو د بشري حقونو ملاتړ کولای شي.

بینېټ له دې یکشنبې تر راتلونکې شنبې د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا او تورنتو کې کې له حکومتي چارواکو، مدني او بشري فعالانو او افغانانو سره ګوري.

کاناډا له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې کړي او شاوخوا څلوېښتو زرو افغانانو اکثر فعالانو او خبریالانو ته یې پناه ورکړې ده.

ریچارډ بینېټ چې دمګړی د طالبانو حکومت افغانستان ته له ورتګ منع کړی د منځني ختیځ او سیمې ګڼو هېوادونو ته تر دې مخکې هم سفرونه کړي کړي او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې خبرې کړي.

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه راکټونه لګېدلي

ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه
ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یکشنبه ماښام دوه راکټونه لګېدلي دي.

د طالبانو د حکومت یوې معتبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته تایید کړه چې یکشنبه ماښام دا دوه راکټونه هوایي ډګر ته څېرمه په غره لګېدلي دي.

سرچینه زیاتوي چې چاته په دې برید کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

اخوا په خواله رسنیو کې د دې برید اړوند ویډیوګانې هم لاس په لاس کېږي چې پکې د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

تېر کال هم د کابل پر هوايي ډګر درې راکټونه لګېدلي وو چې له امله يې درې کسان ټپيان شوي وو.

افغان ابدالیانو د بنګله‌دېش الف لوبډلې ته هم ماتې ورکړه

د افغان کرکټ لوبغاړي.
د افغان کرکټ لوبغاړي.

د اسیا ایمرجینګ جام د ګروپي سیالیو په دویمې لوبې کې افغان الف لوبډلې د ۴ وېکټو په توپیر د بنګله‌دېش الف لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.

دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپ ‌اچونه یې غوره کړه.

بنګله‌‌دېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې لپاره پروېزحسین تر نورو زیاتې ۵۴ منډې وکړې.

په افغان توپ‌ اچونکو کې بلال سمیع، قیس احمد، شرف‌الدین او کریم جنت یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

د افغان ابدالیانو د توپوهنې پاڼۍ ذبید اکبري او صدیق‌الله اتل پیل کړه، اکبري تر ۱۶ منډو جوړولو وروسته وسوځېد، خو صدیق اتل د لوبې د شلم اور په وروستي توپ په یوې شپږیزې سره د بنګله‌‌دېش هدف پوره کړ.

ښاغلي اتل په‌دې لوبه کې په ۵۵ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، د هغه په پاڼۍ کې ۵ شپږیزې او ۹ څلوریزې شاملې وې.

دا د اسیا ایمرجینګ په سیالیو کې د افغان لوبډلې پرله‌پسې دویمه بریا وه.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي د اکټوبر په ۲۲مه نېټه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د بنګله‌دېش الف لوبډلې افغان ابدالیانو ته د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ

د افغان کرکټ لوبغاړي.
د افغان کرکټ لوبغاړي.

د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کې نن یک‌شنبه د افغانستان او بنګله‌دېش الف لوبډلو سیالي پیل کړې، چې د بنګله‌‌دېش د توپوهنې پاڼۍ بشپړه شوه.

دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپ‌اچونه یې غوره کړه.

بنګله‌‌دېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې لپاره پروېزحسین تر نورو زیاتې ۵۴ منډې وکړې.

په افغان توپ‌اچونکو کې بلال سمیع، قیس احمد، شرف‌الدین او کریم جنت یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG