د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د جرمني پارلمان د کډوالو د امتيازاتو د محدودېدو لايحه تصويب کړه؛ افغان کډوال يې اندېښمن کړي


جرمني کې افغان کډوال - ارشيف
جرمني کې افغان کډوال - ارشيف

په‌داسې حال کې چې افغان کډوال د ګاونډیو هېوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې له سختو ستونزه مخامخ دي، د جرمني پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې د کډوالو امتیازونه محدودوي.

په تېرو څه باندې دریو کلونو کې افغان ځوانان په مرګونو لارو له هېواده وځي.

هارون هغه افغان چې په سختو لارو اروپا ته رسېدلی، د هغو ورځو کیسې کوي چې په لاره کې ورسره مخامخ شوی دی.

نوموړی وايي: "له ماسره مې خپله کورنۍ نه وه خو زما د ورور کورنۍ راسره وه. موږ نیمروز ته او له هغه ځایه پاکستان ته ولاړو. د پاکستان له خاورې بیا په یوه کږلېچنه لاره د ایران سراوان سیمې ته چې څو ورځې مخکې په خبرونو کې وویل شول چې ۲۶۰ تنه افغانان هلته شهیدان شول ولاړو. دا لاره ډېره خطرناکه ده او ما هلته د انسانانو مړي ولیدل."

هارون د هغو ځوانانو یو مثال دی چې پر ځمکنیو او هوايي لارو له افغانستانه د وتلو هڅه کوي، ځکه فکر کوي چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی خو په اروپا کې د هارون په څېر د ځوانانو ژوند ورځ په ورځ سختيږي.

د جرمني پارلمان پرون د یوه تازه اقدام په ترڅ کې د هغو کډوالو په امتیازاتو کې د کمښت لایحه تصویب کړه چې ‎په‌دې هېواد کې یې پناه اخیستې.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې پارلمان د هغو کډوالو امتیازات قطع کړل چې مخکې په نورو اروپايي هېوادونو کې ثبت شوي او اوس‌مهال له جرمني څخه د ایستلو په فهرست کې دي.

ډېری افغانان پر سختو او غيرقانوني لارو نورو هېوادونو ته ځي چې د مرګ‌ژوبلې خطر هم لري.
ډېری افغانان پر سختو او غيرقانوني لارو نورو هېوادونو ته ځي چې د مرګ‌ژوبلې خطر هم لري.

د نوي قانون له‌مخې هغه کډوال هم په جرمني کې د سیاسي پناه حق له لاسه ورکوي چې په موقت ډول خپلو اصلي هېوادونو ته ستنېږي.

د نوي قانون تصویب ټول هغه پخواني قوانين باطلوي چې نژدې لس کاله مخکې د انګېلا مېرکل د صدراعظمۍ پرمهال نافذ شوي وو.

"دا به زموږ پر افغانانو باندې دومره ډېر اغېز ونه‌کړي او د دومره اندېښنې وړ نه‌ده.
ګلالۍ مموزۍ

داسې مهال چې د کډوالو مخالف تندلاري ښي اړخي ګوند AfD په انتخاباتو کې بریاوې خپلې کړې دي، د صدراعظم اولاف شولڅ حکومت د هغو کډوالو لپاره محدودیتونه زیات کړي چې تازه جرمني ته رسېږي.

د بن د ایالتي شورا غړې ګلالۍ مموزۍ ازادي راډیو ته وویل، تازه محدودیتونه د انتخاباتي منډوترړو یوه برخه ده.

نوموړې وايي: "دا به زموږ پر افغانانو باندې دومره ډېر اغېز ونه‌کړي او د دومره اندېښنې وړ نه‌ده. زه فکر کوم چې د اې‌اف‌ډي ګوند بریا په ډېرو ایالتونو کې د دې سبب شو چې د جرمني پارلمان دا قانون وضع کړ چې هغه کډوال چې په اروپايي هېوادو کې یې نومونه ثبت شوي دي او هغه کډوال چې بېرته تللي خپلو هېوادو ته ستانه شوي دي هغوی به د سیاسي پناه حق نه‌لري."

د دې نویو قوانینو لایحه د روان کال په اګست میاشت کې د جرمني په لوېدیځ سولینګین ښار کې په یوه فسټیوال کې د چړې په وسیله له برید وروسته پارلمان ته وړاندې شوه.

په‌دې برید یو ۲۶ کلن سوریايي کډوال چې ویل کېږي له داعش ډلې سره یې اړیکي لرل، تورن وبلل شو.

نوی قانون هغه کډوال هم د سیاسي پناه له حق څخه محروموي چې له یهودانو سره د ضدیت او نورو جرمونه له کبله محکوم شوي وي.

د جرمني د کورنیوچارو وزیرې نانسي فېزر وکیلانو ته وویل چې دا نوی قانون د ګواښونو پر وړاندې د دې هېواد کورنی امنیت پیاوړی کوي.

جرمني د بهرنیو کډوالو قوانینو کې داسې مهال نور سختوالی راولي چې د افغان کډوالو پرمخ ټولې مخې بندې دي.

په روانه اوونۍ کې داسې راپورونه خپاره شول چې، د ایران په سرحدي سیمه سراوان کې پر افغان کډوالو د ایراني پولیسو په ډزو ګڼ‌شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې دې کسانو ایران ته له غیرقانوني لارو د تلو هڅه کوله.

په اروپا کې بیا پر کډوالو ډزې نه‌دي شوي، خو د قانوني محدودیتونو له لارې پر دوی د ژوند کړۍ ورځ په ورځ تنګيږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG