د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

راپورونه: ايراني ځواکونو د ايران-افغانستان پر پوله زيات شمېر افغانان په ډزو وژلي


ارشيف
ارشيف

د راپورنو له‌مخې ایران ته د ننوتو پر مهال ډېرشمېر افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په جلاوطنۍ کې د ایران د بشري حقونو یوه سازمان "حال وش" پرون راپور ورکړ چې، ایراني سرحدي ځواکونو پر سلګونو افغان کډوالو ډزې کړي، چې په‌کې ډېرشمېر افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دې سازمان د ویډیویي فایلونو، د شاهدانو د عکسونو له‌مخې دا خبر خپور کړی دی.

په تهران کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، ازادي راډيو ته د سیستان-بلوچستان ولایت په سراوان پوله کې د ایراني سرحدي ځواکونو له‌خوا پر افغان کډوالو د ډزو پېښه تایید کړه.

دا سرچینې چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي وویل، دوی لا هم د وژلو شویو او ټپیانو د کره شمېر په لاس کې نه‌لري.

ایراني چارواکو په‌‌دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

په ورته وخت دغه راپورنه ځیني عکس العملونه پارولي، د افغانستان پخواني لوی څارنوال محمد فرید په خپل ایکس‌پاڼه (پخوانی ټویټر) کې په خپلو څرګندونو کې د افغانانو وژل قصدي او د بشریت ضد جنایت بللی دی.

دغه راز د افغانستان د ملي اردو پخواني قوماندان جنرال سمیع سادات هم ویلي، که نن افغانان بې وسه دي، یوه ورځ به د دې وژنوغچ واخلي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله ایکس‌‌پاڼه ( پخوانی ټویټر) په خپلو څرګندونو کې دغه پېښه غندلې او ویلي یې دي چې، ایران لسګونه بې‌ګناه افغانان په بې رحمانه ډول وژلي دي.

ښاغلي پښتین له خلکو وغوښتل چې د دې ډول بې‌رحمانه وژلو د مخنیوي لپاره دې خپل غږ پورته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG