د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د ایران د کرمانشاه په کرنې سکتور کې د بې اسناده افغانانو پر کار ګومارلو بنديز لګېدلى


په ایران کې یو شمېر کسان د جوارو ځمکه کې د کار کولو پر مهال لیدل کېږي.
په ایران کې یو شمېر کسان د جوارو ځمکه کې د کار کولو پر مهال لیدل کېږي.

د کرمانشاه ولایت د کرنې سکتور کې د "بې اسناده" افغانانو پر کار ګومارلو بنديز لګېدلى دی.

له هغې وروسته چې د ايران د خوراکي توکو په کارخونو او روغتیايي مرکزونو کې د افغان کډوالو پر کار کولو بنديز ولګېده، تازه د ايران د کرمانشاه ولایت د کرنې د جهاد سازمان د کرنې په برخه کې د "بې اسناده" افغانانو پر کار ګمارلو بنديز لګولى دی.

د ايران د صدا او سیما خبري آژانس د چهارشنبه په ورځ د اکټوبر ۱۶مه د ايران د دغه د سازمان د مشر علي چاله چاله په حواله خبر ورکړى چې که څوک افغان کډوال په کرمانشاه کې د کرنې په برخه کې په کار وګماري، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

په ایران کې یو بزګر د کار پر مهال
په ایران کې یو بزګر د کار پر مهال

علي چاله چاله خبردارى ورکړى چې سرغړونکي به يوازې له قانوني چلند او درنو مالي جريمو سره نه مخ کېږي، بلکې له مشورتي خدمتونو، د کرنې او مالدارۍ اړوند بنسټونو له تخصیصونو، قراردادونو او د محصولاتو د پلور په برخه کې به هم له امکاناتو محروم شي.

نوموړي زياته کړې چې په دې وروستیو کې ځینې بزګران او کارګمارونکي په کرمانشاه کې افغانان په کار ګماري چې دا يو "جرم" بلل کېږي.

هغه د کليو له شوراګانو غوښتي چې که افغانان يې د کرمانشاه په کرنيز سکتور کې په کار بوخت وليدل، دوى ته دې راپور ورکړي څو د دې ډول کړنو مخنیوی وشي.

کرمانشاه کې افغان کډوال وايي: مونږ په کرمانشاه کې د کرنې برخه کې پر کار بوخت وو، حد اقل کوى مو شول چې لږ خپله نفقه ومومو، خو اوس يې د کرنې له کاره وشړلو.

د ايران په کرمانشاه کې يو افغان کډوال چې د موضوع د حساست له امله یې د نوم له ښودلو ډډه کوله، ازادي راډيو ته وويل: "مونږ په کرمانشاه کې د کرنې برخه کې پر کار بوخت وو، حد اقل کوى مو شول چې لږ خپله نفقه ومومو، خو اوس يې د کرنې له کاره وشړلو او څوک چې کار کوي، اوس د شپې لخوا په دوى چاپه اچوي او له کاره يې شړي."

دى زياتوي چې اوس له وېرې څوک په ايران کې د کرنې برخه کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

دا يوازې د ايران کرمانشاه نه ده چې په‌کې د کرنې په برخه کې د افغان کډوالو پر کار بنديز لګول کېږي، د ايران د البرز ښار په تالغان کې هم يوه افغان کډوال چې سلېمان نومېږي، ازادي راديو ته وويل دلته هم د نورو برخو تر څنګ د کرنې برخه کې د افغان کډوالو پر کار بنديز لګېدلى دی.

هغه وویل: "په کرنه کې يې کار کولو ته څوک نه پرېږدي، څوک چې په کرنه بوخت و ټول يې ونيول ويې لېږل، له کور او ماشومانو سره."

د ا په داسې حال کې ده چې په ايران کې د بې اسناده افغان کډوالو پر وړاندې سختۍ او ستونزې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي او هره اوونۍ زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته شړل کېږي.

تر دې مخکې، د تلې په اتلسمه د ايران د تهران او البرز ولايتونو چارواکو د خوراکي توکو د توليد په کارخونو او روغتیايي مرکزونو کې د افغان کډوالو پر کار ګمارنې بنديز لګولى و.

دغه شان په ايران کې د تهران د دندو د تنظیم ادارې هم د ايران په واټونو او عامه ځايونو کې د افغان پلورونکو په هر ډول کار بنديز لګولى و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG