د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

ترکيه کې د کډوالو له حقونو سرغړونه؛ د بشري حقونو د څار سازمان پرې اندېښنه ښودلې


ارشيف
ارشيف

د بشري حقونو څار سازمان اندېښنه ښيي چې، د اروپايي ټولنې له ملاتړ څخه په ترکیه کې د کډوالو له حقونو څخه د سرغړونې لپاره کار اخیستل کېږي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو د ایستلو او دوی سره د ناوړه چلند په اړه د اندېښنو په دوام، د بشري حقونو څار سازمان وايي اروپايي ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې دا هېواد یې د کډوالۍ په برخه کې ملاتړ د کډوالو له حقونو د سرغړونې لپاره نه‌‌‌کاروي.

ياد سازمان د اکتوبر په ١٨مه په خپله ايکس‌‌پاڼه (پخواني ټویټر) د یوې ويډیو په خپرولو سره ویلي، په‌‌داسې حال کې چې له ترکیې څخه د افغان او سوریایي کډوالو ایستل روان دي، اروپایي ټولنه دا هېواد د کډوالۍ د مدیریت لپاره تمویلوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په ټکو، د نړیوالو قوانینو له‌‌مخې، د هغو کډوالو ایستل منع دي چې په خپلو هېوادونو کې د ځورونې له جدي ګواښ سره مخ دي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې تر دې مخکې ویلي و چې سوریه او افغانستان د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره ناامنه هېوادونه دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، ډېری کډوال چې په ترکیه کې د خوندیتوب په لټه کې دي، قانوني مشاورې ته لاس‌رسی نه‌‌لري او له مناسبې اداري او قانوني پروسې پرته شړل کېږی.

له ارشيفه ترکيه کې د کډوالو يو انځور
له ارشيفه ترکيه کې د کډوالو يو انځور

په ترکیه کې یوشمېر افغان کډوال بیا وايي چې، د ایستلو د پروسې پر مهال له ناوړه چلند سره مخ کېږي.

که زه بېرته هېواد ته ولاړه شم یو کړکېچن حالت او خورا سخت، نامطلوب او نا معلومه شرایطو سره مخ کېږم
يو افغان کډوال

یو له دوی څخه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‎‌‌غواړي نوم‎‌‌‌‌یې په راپور کې واخیستل شي او د ترکیې د ډیپورت په مرکز کې یې وخت تېر کړی په‌‌دې مرکزونو کې د کډوالو د وضعیت په اړه وايي: "راتلل او وهل ټکول به‌ یې کول. چا نه‌‌شو کولای زنګ ووهي او خپلو کورنیو ته احوال ورکړي. د چا ادعا نه‌ قبلېده. ډېری کسان‎ یې ډيپورت کول، یوازې ځیني همداسې چانسي ازادېدل. داسې کسان دي چې یو کال، ۱۵ میاشتې، ۱۳ میاشتې هلته تېروي او برخلیک‎ یې معلوم نه‌‎وي."

په ترکیه کې د کډوالو د ایستلو په مرکزونو کې د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د اندېښنو سربېره، یوشمېر افغانان اندېښمن دي چې که بېرته افغانستان ته ستانه شي ژوند یې له ګواښ سره مخ کېږي.

یو له دوی څخه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‎‌غواړي نوم‎ یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "که زه بېرته هېواد ته ولاړه شم یو کړکېچن حالت او خورا سخت، نامطلوب او نا معلومه شرایطو سره مخ کېږم او ان امکان ‎یې شته چې زما او زما د کورنۍ ژوند له ګواښ سره مخ شي."

د بشري حقونو څار سازمان اندېښنې او د افغان کډوالو دا څرګندونې داسې مهال دي چې تر دې مخکې د امریکا پولټیکو او د جرمني شپیګل رسنیو راپور ورکړی وو چې افغان او سوریایي کډوال په ترکیه کې د ایستلو په هغه مرکزونو کې چې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته جوړ شوي له تاوتريخوالي، وهلو ټکولو، ناوړه چلند او زور زياتي سره مخ دي.

د دغه رسنیو د راپورونو له‌‌‌مخې دغه مرکزونه کډوال په زوره مجبوروي چې "په خپله خوښه" ستنېدو اسناد لاسلیک کړي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې مشرانو د پنج‌شنبې په ورځ په یوه غونډه کې موافقه وکړه چې د پراختیایي مرستو، سوداګرۍ، ډیپلوماسۍ، او ویزې پاليسۍ په ګډون د ټولو موجودو لارو څخه کار واخلي ترڅو خپلو هېوادونو ته د "غیر قانوني" کډوالو ستنول ګړندي کړي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG