د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره: له اوربند سره سره د سوریې په شمال کې ډزې شوي


ارشیف
ارشیف

د سوريې په شمال ختيځ کې د ترکيې او کُرد ملېشو ترمنځ له اوربند سره سره په سرحدي ښارګوټي رأس العين کې نن هم ډزې روانې وې.

په بريتانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي، په رأس العين ښارګوټي کې خال خال ډزې روانې وې، خو له پرون ناوخته په نورو ځايونو کې وضعيت ارام و.

د ترکيې او کُرد ملېشو ترمنځ د موافقې له مخې د کُردانو په رهبرۍ ځواکونه د ترکيې پولې ته څېرمه له پرتو سيمو شاته شوي دي.

له دې سره ترکيه به هغه هدف ته ورسېږي چې د ترکيې او سوريې ترمنځ د خوندي ساحې ايجادول دي.

انقره وايي، په پام کې لري چې د سوريې کډوال چې اوس په ترکيه کې اوسېږي، بېرته دغې خوندي ساحې ته ولېږدوي.

ترکيې د کُرد ځواکونو پر خلاف د سوريې په شمال ختيځ کې خپل پوځي عمليات لس ورځې مخکې پيل کړل.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ په استانبول کې خبريالانو ته وويل، د ترکيې دفاع وزارت د ترکيې له سرحدي سيمو د کُرد ځواکونو شاتګ تأييد کړى دى.

هغه زياته کړه، د ترکيې ځواکونه به د وضعيت د څارنې لپاره د سوريې په شمال کې پاتې وي.

کله چې خبريالانو د اوربند تر موافقې وروسته د نښتو په اړه له اردوغانه پوښتنه وکړه، هغه دا راپورونه رد کړل او ويې ويل چې د پنځه ورځني اوربند تر عملي کېدو وروسته د ترکيې او کُرد ځواکونو ترمنځ کومه نښته نه ده شوې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

رجب طيب اردوغان وويل، د سوريې د شمال ختيځ د وضعيت په اړه به راتلونکې اوونۍ د روسيې له ولسمشر ولادیمير پوتين سره هم خبرې وکړي.

بل خوا په پام کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو نن جمعه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ ته له اردوغان سره د خپلو بحثونو په اړه معلومات ورکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان نن جمعه وويل، په تېرو دوو ورځو کې تر ٢زرو ٣٠٠ زيات کسان د سوريې له شمال څخه وتلي او عراق ته يې پناه وړې ده.

د دغه سازمان په حواله، د ترکيې د عملياتو له پيله يو سل او ٦٦ زره کسان له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبور شوي دي.

XS
SM
MD
LG