د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

يوه نوې نظرپوښتنه: جرمني کې مېشت افغان کډوال له توپيري چلند ځوريږي


جرمني ته تللي يوشمېر افغان کډوال
جرمني ته تللي يوشمېر افغان کډوال

یوه نوې نظرپوښتنه ښي چې په جرمني کې مېشت ډېری افغانان په ځانګړې توګه د استوګنځایونو په موندلو کې له توپیري چلنده ځورېږي.

په برلین کې مېشته د ادغام او کډوالۍ شورا یوه نظرپوښتنه ښيي چې په جرمني کې ډېری افغان کډوال د سرپناه او استوګنځایونو په موندلو کې له توپیري چلند سره مخ دي.

د دغې شورا د نظرپوښتنې په پایله کې چې د جمعې په ورځ ناوخته ‎یې خپرې کړي راغلي چې، افغان کډوال له توپیري چلند او تبعیض سربېره دغه هېواد کې پاتې کېدو ته لېواله دي.

دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه په یاد هېواد کې له ۱،۸۹۱ افغان کډوالو سره د ۲۰۲۳ کال له نومبر نه د ۲۰۲۴ د اپرېل میاشتې په ترڅ کې د مرکو له لارې ترسره شوې ده.

په نظرپوښتنه کې ۹۰ سلنه ګډونوال نارینه او ۹ سلنه ‎یې ښځې دي او د دغو د ځواب ویونکو له ډلې ۶۸ سلنه ‎یې د تېر ۲۰۲۱ کال راهیسې جرمني ته تللي دي.

دا نظرپوښتنه ښيي چې ډېری افغان لا د ادغام په لومړیو پړاوونو کې دي، خو په ټکو یې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو، احتمالاً ډېری دغه افغانان به جرمني کې پاتې شي.

په‌‌‌دې ډله کې ۲۵ سلنه ‎یې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۰ کلونو په ترڅ کې او ۷ سلنه ‎یې هم له ۲۰۱۵ کال مخکې دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

د دغې نظرپوښتنې له‌‌‌مخې چې د یادې مشورتي شورا د علمي کارپوهانو له‌‌‌‌‎خوا ترسره شوې، هغه تبعیض یا توپیري چلند چې افغانان ورسره په جرمني کې مخ دي، د هغوی په مالي وضعیت پورې اړه لري.

جرمني کې يوشمېر افغان کډوال
جرمني کې يوشمېر افغان کډوال

د دې نظرپوښتنې ځواب ویونکو ویلي هغه کسان چې مالي وضعیت‎ یې ښه نه‌‌‌‌‎دی، د نورو په پرتله د جرمني ټولنې سره تړلي پاتې کېدل کم محسوسوي.

"له بده‌‌‌مرغه موږ په داسې هایم کې اوسېږو چې دلته به شاوخوا ۱۲ کورنۍ اوسېږي، له بده‌‌‌مرغه پخلنځی، حمام او تشناب ‌یې ګډ دي چې ښځې یې له ستونزو سره مخ کړي
جرمني کې يو افغان کډوال

جرمني کې دوه مېشت کډوال چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له تېرو درېیو کلونو راهیسې ورغلي او د موضوع د حساسیت له امله نه‎‌‌غواړي په راپور کې یې نومونه خپاره شي، په‌دې اړه يې اندېښنه وښوده.

يوه کډوال وويل: "په هغه هایم (د کډوالو د استوګنې پنډغالي) کې چې زه ژوند کوم له ۱۱۰ کلونو زیات لرغونی دی او ښایي ۲۰ کاله مخکې رغول شوی وي، بیا رغول شوی نه‌‌‌دی، ډاګ ‌یې خراب دی، غږونه انعکاسوي، دروازې یې نه‌ تړل کېږي، تودې اوبه نه‌‌‌‌لري، مرکز ګرمۍ یې خرابې دي، موږک په‌‌‌‌کې راپیدا شوي چې ماشومان ترې وېرېږي، څو ځلې مې هڅه وکړه چې کور ومومو، خو بریالي نه‌‌‌‌شوو، دولت هم مرسته نه‌‌‌‌کوي، افغانان له تبعیض سره مخ دي."

دغه راز يوه بل کډوال وويل: "له بده‌‌‌مرغه موږ په داسې هایم کې اوسېږو چې دلته به شاوخوا ۱۲ کورنۍ اوسېږي، له بده‌‌‌مرغه پخلنځی، حمام او تشناب ‌یې ګډ دي چې ښځې یې له ستونزو سره مخ کړي، موږ څو ځایونو کې د کور لپاره غوښتنه کړې، خو د دې لپاره چې د جاب سنټر اړوند یو او دندې نه‌‌‌‌‌لرو، موږ ته کور نه ‌راکوي، دولت هم له موږ سره مرسته نه‌‌‌‌کوي."

د دې نظرپوښتنې هدف د افغان کډوالو د کډوالۍ بڼو او نړیوالو اړیکو په اړه ښه پوهېدل او د دوی د ژوند شرایطو په اړه مېکانیزم چمتو کول بلل شوي دي.

په جرمني کې مېشت افغان کډوال داسې مهال د توپیري چلند په ځانګړې توګه د کورونو او استوګنځایونو د ستونزو په اړه شکایتونه او اندېښنې مطرح کوي چې د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری افغانانو چې د جرمني له بېلابېلو بنسټونو او ادارو سره ‎یې کار کاوه او یا یې ژوند له ګواښونو سره مخ و، دغه هېواد ته انتقال کړل شول.

له‌‌‌‌دې مخکې هم جرمني ته نویو کډوال شویو افغانانو له ازادي راډیو سره خبرو کې دوی ته د سرپناه او استوګنځایونو د کموالي په اړه شکایتونه کړي و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG