د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

کاناډا ته د بینېټ سفر؛ له چارواکو او افغان کډوالو سره د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کوي


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی نن د اکټوبر شلمه کاناډا ته ځي.

د ملګرو ملتونو د بیان له مخې، ریچارډ بینېټ به د کاناډا د یوې اوونۍ سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو او افغان کډوالو سره د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خبرې وکړي.

په کاناډا کې مېشتې مدني فعالې راضیې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې له بینېټ سره به په مختلفو موضوعاتو خبرې وشي.

هغه وايي: "ټاکل شوې ده چې د ښځو، خبریالانو او ځوانانو په اړه خبرې زیاتې وشي، همداراز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د قانون په باره کې، د دې ډلې له لوري چې کوم بندیزونه د نجونو او ښځو پر زده‌کړو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې لګېدلي دي، د ښځو د کار او نورو ډېرو مشکلاتو په اړه چې طالبانو ښځو ته پيدا کړي دي. ټاکل شوې ده چې له بېلابېلو خلکو سره د مختلفو غونډو په ترڅ کې خبرې او لیدنې کتنې ترسره شي."

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

بینېټ به تر شنبې پورې په کاناډا کې وي او په پلازمېنه اوتاوا او د انتاریو ایالت په مرکز ټورنټو کې به د ځانګړیو ستونزو په تړاو هم ځانګړې غونډې ولري.

په کاناډا کې مېشت د بیان د ازادۍ د کور مشر نجیب اصیل ازادي راډیو ته وویل چې دوی به په مشخص ډول د خبریالانو مشکل ورسره یاد کړي.

اصیل وايي: تر ډېره به پر هغو لارو چارو وغږېږو چې څرنګه په افغانستان کې د بیان د ازادۍ دوامداره ملاتړ کېدای شي، د اطلاعاتو د تبادلې او د رسنیو ترمنځ د لازیاتې همکارۍ مسئله چې له جدي بحثونو څخه ده، په نژدې ورځو کې به یې له ښاغلي بینېټ سره له نژدې مطرح کړو.

اصیل وویل: "موږ د بیان د ازادۍ د کور له لوري له ښاغلي بینېټ سره یوه غونډه تنظیم کړې چې په‌کې تر ۳۰ ډېر خبریالان دي. ټاکل شوې چې پر هغو ستونزو او ننګونو خبرې ورسره وکړو چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې په افغانستان کې دننه او په جلاوطنۍ کې لري. تر ډېره به پر هغو لارو چارو وغږېږو چې څرنګه په افغانستان کې د بیان د ازادۍ دوامداره ملاتړ کېدای شي، د اطلاعاتو د تبادلې او د رسنیو ترمنځ د لازیاتې همکارۍ مسئله چې له جدي بحثونو څخه ده، په نژدې ورځو کې به یې له ښاغلي بینېټ سره له نژدې مطرح کړو."

د ملګرو ملتونو د بیان له مخې چې د بینېټ د کاناډا د سفر په ارتباط یې پرون خپور کړ، نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې له هغو افغانانو سره هم وګوري چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال د اګست له پنځلسمې وروسته کاناډا ته کډوال شوي دي.

د طالبانو حکومت سږ کال د اګست په میاشت کې افغانستان ته د بینېټ پر سفر بندیز ولګاوه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې بینېټ د دوی پر ضد د تبلیغ لپاره ټاکل شوی او دی واړه موضوعات ستر ښکاره کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو په خپله ریچارډ بینېټ ویلي چې افغانستان ته د ده د سفر د بندیز سربېره، به دی د دې هېواد په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې په راپورونو کې راونغاړي.

ریچارډ بینېټ په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د کاناډا د سفر په ترڅ کې به د کاناډا د دولت له یو شمېر چارواکو سره چې دا توان لري چې د افغانانو د بشري حقونو دفاع ته ادامه ورکړي هم خبرې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG