د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

افغانستان

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی قطر ته رسېدلی؛ ژر به د افغانانو له بېلابېلو ډلو سره وګوري

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وايي چې قطر ته رارسېدلی دی او ډېر ژر به د افغانستان د وضعیت په اړه د افغانانو له بېلابېلو ډلو او استازو سره وګوري.

د طالبانو حکومت د روان کال د زمري په ۳۱مه نېټه بینېټ د افغانستان په اړوند په ناوړه تبلیغاتو تورن کړ او د هغه پر سفر یې بندیز ولګاوه.

بېنېټ نن د وږي ۱۲مه پر خپله ایکس‌پاڼه ولیکل چې دی قطر ته رسېدلی او ډېرژر به له افغان مېرمنو او نارینه‌وو، کارپوهانو او حکومتي چارواکو سره خپلې لیدنې کتنې پیل کړي.

هغه په ترکیه کې د تېرو څو ورځو لیدنې کتنې هم ګټورې بللي، خو هغه دا نه دي ویلي چې دا لیدنې کتنې له چا سره وې.

ریچارډ بېنېټ د ۲۰۲۲م کال د مې په لومړۍ نېټه د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پردنده وګومارل شو.

هغه د خپل ماموریت په ترڅ کې څوځلې افغانستان ته ګڼ سفرونه وکړل او هرځل یې د طالبانو حکومت له بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو په سرغړونو تورن کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ميدان وردګ او فراه کې د ترافيکي پېښو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۹ ټپيان دي

له ارشيفه د ترافيکي پېښې يو انځور
له ارشيفه د ترافيکي پېښې يو انځور

په میدان وردګ او فراه ولایتونو کې په دوو ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن یک‌شنبه د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د سپرلیو له یوه موټر سره د باروړونکې لارۍ د ټکر په نتیجه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي مړه او ۳ نور سخت ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې پرون (شنبې) د سپرلیو د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د طالبانو د ترافیکو عمومي ريیس وویل، په تېرو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي.

د اکثرو پېښو علت د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د لارو خرابوالی او زیات سرعت بلل کېږي.

د پاکستان په بلوچستان کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې پنځه افغانان مړه شوي

پاکستان کې د ډبرو سکرو يو کان
پاکستان کې د ډبرو سکرو يو کان

پنځه تنه افغانان، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کې یې کار کاوه، په کان کې د ګازو د خپرېدو له کبله مړه شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې دا پېښه پرون (شنبه) د هرنايي ولسوالۍ په شاراګ کان کې وشوه.

ځايي چارواکو ویلي، چې یوه خصوصي کان ته ۶ کارګر ننوتل او د سکرو کېندنه یې پیل کړه، وروسته پنځه تنه د میتان ګاز له کبله مړه او شپږم چې سخت بې هوښه شوی و، وژغورل شو.

د هواپېژندنې ادارې په ۱۳ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی

افغانستان کې د سېلابونو يو انځور
افغانستان کې د سېلابونو يو انځور

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په شاوخوا دیارلسو ولایتونو کې د تېزو بارانونو، تالنده برېښنا، بادونو او سېلونو د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ،لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې به د سالنګونو په شمول باران ووري چې اندازه به یې له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.

د بیان په اساس د سالنګونو په شمول په ځینو لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د توند بادونو د لګېدو خبرداری هم ورکړل شوی، چې سرعت به یې په ساعت کې تر اویا کیلومترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ریاست داسې وخت د بارانونو او سېلونو خبرداری ورکړی چې، په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان ګڼې سیمې سېلونو لاندې کړي او لکونه کسان یې اغېزمن کړي دي.

د جاپان یوې محکمې دغه هېواد کې نوې زېږیدلې افغان ماشومې ته د جاپان تابعیت ورکړ

د جاپان بيرغ
د جاپان بيرغ

د جاپان کیوډو خبري اژانس د شنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي، د دې نوې زېږیدلې افغان ماشومې مور او پلار په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان څخه جاپان ته کډه شوي وو.

دا لومړی ځل دی چې د جاپان محکمه یوه افغان ماشوم ته د جاپاني تابعیت د ورکولو حکم کوي، چې یوه بې‌سارې پرېکړه ګڼل کېږي.

د جاپان د قانون له‌مخې د کډوالو ماشومانو ته هغه وخت تابعیت ورکول کېږي، چې یا هلته زېږيدلي وي یا یې مېندې او پلرونه له داسې ځایه ورکډه شوي چې د دولت قانوني حیثیت یې نامعلوم وي.

د کیودو اژانس د راپور په اساس په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په بیا واکمنېدو جاپان یوازې ۹ تنو افغانانو ته د کډوالۍ ویزې ورکړي، خو اوس کرار کرار دا شمېر لوړ شوی او تر ۲۰۲۳ کاله ۲۳۷ ته ورسېد.

د بيان د ازادۍ کور پر رسنيو هر ډول فشار د افغانستان د قوانينو خلاف بللي

د افغانستان انټرنشنل لوګو
د افغانستان انټرنشنل لوګو

د بیان د ازادۍ کور وايي، د افغانستان د خصوصي ټلوېزیون افغانستان انټرنشنل د خپرونو د ګډوډولو لپاره د طالبانو له‌خوا د پرازیتونو د خپرېدو په اړه اندېښنه لري.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر رسنیو هر ډول فشار د افغانستان د قوانینو خلاف کار دی.

په اعلامیه کې د طالبانو پر حکومت غږ شوی چې د رسنیو د محرمیت او د اطلاعاتو د حق قانون، د رسنیو له قانون او نړیوالو میثاقونو سره سم د افغانانو د بیان ازادۍ حق ته درناوی وکړي.

د افغانستان انټرنیشنل اجرایه مدیر هارون نجفي‌زاده طالبان د پرازیتونو په خپراوي تورن کړل او ویې ویل، د طالبانو دا کړنه د افغانانو د غږ د خاموشه کولو هڅه ده.

طالبانو په رسمي ډول په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

خو مخکې یې ویلي وو، له رسنیو تمه لري چې د افغانستان له کلتوري او دیني ارزښتونو سره سمې خپرونې وکړي.

د رسنیو او د خبریالانو د حقونو د سازمانونو په وینا، د بیان ازادي او معلوماتو ته لاس‌رسی تر هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، سخت محدود شوی دی.

د طالبانو له بنده د "جي‌‌آی‌زيډ" مؤسسې څلور غړي خوشې شوي

د GIZ موسسې د مرکزي دفتر لوحه
د GIZ موسسې د مرکزي دفتر لوحه

د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې "GIZ" څلور کارکوونکي د طالبانو په بند کې له څه کم یو کال تېرولو وروسته خوشې شوي دي.

د جرمني ولټ ام زونټاګ ورځپاڼې نن شنبه د نړیوالو امنیتي سرچینو په حواله د دغو څلورو کسانو د خوشې کېدو راپور ورکړ.

طالبانو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې جرمني اعلان وکړ چې د GIZ ادارې څلور محلي کارکوونکي په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت یوه ویاند ویلي وو، د دغو کسانو د نیول کېدو د علت په هکله په رسمي توگه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د جي‌ای‌زيډ په نوم دغې نادولتي مؤسسې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو له نيول کېدو وروسته خپل فعاليتونه وځنډول.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته جرمني په افغانستان کې خپل سفارت تړلی دی.

يو‌اين‌ايچ‌سي‌‌ار لغمان کې د خدماتو د يو مرکز د پرانيستلو خبر ورکړی

لغمان کې کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا جوړ شوی مرکز.
لغمان کې کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا جوړ شوی مرکز.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ په لغمان کې د خدماتو د یوه مرکز د پرانیستلو خبر ورکړ.

دغه بنسټ نن پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، د لغمان په مهترلام کې به د "ستاسو ځای" په نوم دغه مرکز راستنېدونکو، بې‌ځایه شویو او د ټولنې زیانګالو کورنیو ته خدمات وړاندې کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ نور وضاحت نه‌دی ورکړی، چې دغه مرکز به دقیقاً کوم خدمات وړاندې کوي.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې راستانه شوي او بې‌ځایه شوي کسان وايي، چې له اساسي خدماتو بې‌برخې دي او په‌دې برخه کې یې د لاسنیوي لپاره چا عملي اقدام نه‌دی کړی.

د افغاني سرې مياشتې ټولنه: تېر يوکال د زړه په سوري د اخته تر دوه زره ډېرو ماشومانو درملنه شوې

ارشيف
ارشيف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه چې د طالبانو په کنټرول کې ده، وايي په تېر یوه کال کې د زړه په سوري د ۲زره ۲۱۲ اخته ماشومانو درملنه شوې ده.

د دې ټولنې مسوولانو نن د خپلو یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشريح په پروګرام کې دا څرګندونې کړې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو ویلي، په تېر یوه کال کې پنځه ميلیونه ۸۹۴ زره او ۳۳۲ کسان له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شوي دي.

زیات ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږل کېږي، هلته د جرمني د سولې کلي بنسټ په همکارۍ تداوي کېږي.

د تېرې غويي/ ثور میاشتې پر ۲۹مه د سرې میاشتې ټولنې له قطر سره په همدې تړاو د مرستې د یوې هوکړې پر مهال ویلي وو، په تېرو دوو کلونو کې یې د زړه په سوري د اخته څه باندې درې زره ماشومانو درملنه کړې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، لا هم د زړه په سوري اخته زرګونه افغان ماشومان د درملنې په تمه دي.

تېرو ۲۴ساعتونو کې له پاکستان او ايران افغانستان ته له ۳۰۰ډېرې کورنۍ ستنې شوي دي

يوشمېر افغان کډوال
يوشمېر افغان کډوال

له پاکستان او ایران څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته د ۳۵۵ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې "۲۹ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۱، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۲۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي."

په خبر کې نه‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه، که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي.

وړاندې په خبر کې ویل شوي، چې ۱۷ کورنۍ خپلو اصلي سيمو ته لېږدول شوي او پر سلګونو کورنيو مرستې وېشل شوې دي.

له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی، ورسره ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان سبا له انګولا سره سیالي کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

ټاکل شوې چې د فوټسال نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي له انګولا سره ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي، یاده سیالي به سبا یک‌شنبه د سپټمبر په ۱۵مه نېټه د ازبکستان په کوربه‌توب د کابل پر وخت مازیګر پنځه بجې پیل شي.

دا به د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ سیالي وي، افغان لوبډله چې په درېیم ګروپ کې لوبې کوي، دوه نورې لوبې به له ارجنټاین او اوکراین سره ترسره کړي.

د ویلو ده چې افغان لوبډلې تر دې نړیوال جام دوه تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي دي او د لویو وچو جام په سیالیو کې یې هم ښې لوبې کړې وې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG