د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکي د ماموریت له غځولو هرکلی وشو


د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکي د ماموریت له تمدېد هرکلی وکړ.

په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو او نجونو اوسني وضعیت ته په پام، یو شمېر ښځینه فعالانې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکي د ماموریت دوام مهم بولي.

د ښځو د حقونو فعالې او د فانوس ازادۍ غورځنګ د مشرتابه پلاوي غړې ماریا نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ریچارډ بینېټ د ماموریت تمدول کولای شي په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د یوې وسیلې په توګه وکارول شي، خو په دې شرط چې نړیواله ټولنه یې راپورونو ته جدي پام وکړي او په دې برخه کې عملي او ګټور اقدامات وکړي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون چهارشنبه د اکټوبر نهمه له رایې اخیستنې پرته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرېکړه‌‌لیک چې په‌کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودل شوې وه، تصویب او د یوه کال لپاره یې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي په توګه د ریچارډ بینېټ ماموریت هم وغځاوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له بینېټ څخه غوښتي چې د بشري حقونو د شورا راتلونکې غونډې لپاره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او په ځانګړې توګه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په اړه راپور چمتو کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر نوي قانون قانون کې د نورو محدودیتونو تر څنګ د ښځو غږ او صورت هم عورت بللی شوی، هغه قانون چې په کور د ننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالب چارواکو یې په بشپړ عملي کېدو ټینګار کړی دی.

بلخوا ریچارډ بینېټ هم په خپلې ایکس‌پاڼه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

طالبانو د روان لمریز کال د زمري میاشتې په وروستیو کې افغانستان ته د ریچارډ بینېټ پر ورتګ بندیز ولګاوه او هغه یې د دې ډلې پر خلاف په پروپاګند تورن کړ.

مېرمن سعیدي وايي: ریچارډ بینېټ د افغانستان له وضعیت څخه خبر دی او په وار وار یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابوالي او دا چې طالبان هلته خلک ځوروي راپورونه وړاندې کړي.

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي د ریچارډ بینېټ د ماموریت د تمدید په اړه وايي: "ریچارډ بینېټ د افغانستان له وضعیت څخه خبر دی او په وار وار یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابوالي او دا چې طالبان هلته خلک ځوروي راپورونه وړاندې کړي، زما په نظر ښه اقدام دی او په‌کار ده چې دی په خپلو راپورونو سره نور هم د نړۍ پام په افغانستان کې د بشري حقونو د ناسم وضعیت په اړه جلب کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان بیا ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک ظلم ته په پام دا ډول هڅې کافي نه دي.

دغه سازمان پرون چهارشنبه د اکټوبر نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له هڅو سره سره لا هم په افغانستان کې داسې یو میکانیزم چې له مخې، د بشري حقونو سرغړونکي حساب ته راکاږل شي نه دی رامنځته شوی.

که څه هم طالبانو تازه د بشري حقونو د نقض په اړه ازادي راډیو ته څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې بېلابېلو ویاندویانو ادعا کړې چې د مېرمنو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG