د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

ایرانیو ځواکونو په ډزو د لسګونه افغانانو وژنې ته غبرګونونه؛ ګڼو بنسټونو یې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې


د سیستان او بلوچستان سرحدي سیمه کې ایراني ځواکونه
د سیستان او بلوچستان سرحدي سیمه کې ایراني ځواکونه

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د سراوان پولې ته څېرمه د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري د افغان کډوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د شفافو څېړنو غوښتنه وکړه.

یو شمېر افغان مدني فعالانو هم د دې پېښې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

له دې ډلې په تبعید کې د ازادګان په نوم د غورځنګ مشرې نسرین حمیدي په یوه بیان کې چې په خواله رسنیو کې یې خپور کړی او له ازادي راډیو سره یې شریک کړی دی، وایي: "له ملګرو ملتونو او له امنیت شورا غواړو چې سمدستي د بې ګناه کسانو د شهادت لپاره د ارزونې یوه کمېټه جوړه کړي چې څېړنې وکړي، د دې عمل له عاملانو پوښتنې وکړي او محکمې ته دې حاضر کړي."

د حال وش په نوم د بشري حقونو یوه ایراني بنسټ د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یکشنبې په شپه شاوخوا ۳۰۰ افغانانو غوښتل د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت له لارې ایران ته داخل شي، د دغه ولایت په کلګان سراوان سیمه کې ایراني سرحدي ځواکونو ډزې پرې کړي دي.

له ایران سره سرحد کې د زیات شمېر افغانانو وژل کېدل؛ غبرګونونه او د پېښې څرنګوالی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

د دې بنسټ په راپور کې د دوو عیني شاهدانو په وینا راغلي چې له پېښې څخه د ۶۰ او ۷۰ کسانو ترمنځ ژوندي وتلي، نور یا مړه شوي یا ټپيان شوي دي.

دې پېښې پراخ غبرګونونه پارولې دي.

له دې ډلې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې ایران د د فلسطین او لبنان د مسلمانانو د دفاع لپاره غږ اوچتوي، خو د افغانستان مسلمانان وژني.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین

پرون د دې پېښې د راپورونو له خپرېدو وروسته په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو کلنۍ غونډه وه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد اندېشه وویل چې دا له خواشینۍ ډکه پېښه هلته مطرح شوه.

اندېشه وايي: په ټوله نړۍ کې د افغانستان د کډوالو د چارو غم باید وخوړل شي.

اندېشه وویل: "په ټوله نړۍ کې د افغانستان د کډوالو د چارو غم باید وخوړل شي، ځکه چې د کډوالو پر ضد په ټوله نړۍ کې خبرونه، اعتراضونه او مخالفتونه زیات شوي دي."

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي چې دا د ایران حق دی چې د غیرقانوني کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره قانوني چلند وکړي، خو نوموړي وویل چې له معتبرو سرچینو سره تر اړیکو وروسته دا څرګنده شوې چې له سروان سره د یکشنبې د پېښې راپورونه سم نه دي.

د ایران په سیستان او بلوچستان کې د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان رضا شجاعي هم دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافاتو ته د لمنې وهلو لپاره خپاره شوي، خو د همدې ولایت یوه بلوچ فعال معین ارجمند ازادي راډیو ته وویل چې ایراني ځواکونو ډزې کړي دي.

ارجمند وايي: "د ماین له چاودنې وروسته پوځیانو د هغو افغانانو په لور ډزې وکړې چې غوښتل یې د ایران خاورې ته داخل شي."

تراوسه معلومه نه ده چې په دې پېښه کې په دقیق ډول څه شمېر کسان وژل شوي یا ټپيان شي، خو کومې ویډیوګانې چې تراوسه په خواله رسنیو کې خپرې شوي، د تلفاتو کچه په‌کې زیاته ښکاري، البته د دې ویډیوګانو کره‌والی تر دې دمه ثابت شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG