د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې وروستۍ ستونزې هوارې شوي


د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ډاکټر فرا مرز تمنا
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ډاکټر فرا مرز تمنا
که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو ستونزه حل شوې بولي، خو له افغانانو سره په شوي چلند انتقاد کوي او وایي، چې دوي له ایرانیانو داسې تمه نه درلودله.

د ایران په یزد ولایت کې افغان کډوال وروسته له هغې له ټولنیزو ستونزو سره مخامخ شول، چې یوه ځوانه ایراني انجلۍ په مرموزه توګه ووژلې شوه، چې پړه یي پر یوه افغان واچولې شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ډاکټر فرا مرز تمنا وویل، که څه هم دا روښانه نه ده، چې په دې وژنه کې افغان وګړې ښکیل دي او نه که، خو د ده په وینا جرم یو فردي عمل دې او باید په خاطر یي نور خلک و نه ځورولې شي:

"لومړې خو دا، چې تر اوسه پورې هیڅ داسې سند نشته، هغه کس، چې دغه ځوانه ایراني انجلۍ یي وژلې افغان وګړې دې، خو فرض کړو، چې وژونکې یو افغان دې، بیا هم جرم یو انفرادي عمل دې او د وژونکي پرته نور څوک باید و نه ځورولې شي.

په دې برخه کې حقوقي مسایل باید په پام کې نیول شوې وای، خو کوم بحران، چې رامنځ ته شو او پکې افغانان وځورولې شول، د ایران د خلکو لپاره مناسب نه وو."


که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران په یزد کې د رامنځ ته شوې پیښې په اړه نور جزیات وړاندې نه کړل، خو ویي ویل، چې له ایراني چارواکو او د دوي د امنیتي ځواکونو په مرسته یي دا ستونزه هواره کړې ده.

خو له بل لوري په ځینو رپورټونو کې ویل کیږي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له دې پیښې سره په تړاو او په کابل کې د افغان رسنیو له خوا د ایران ضد خپرونو په اعتراض کې په تهران کې د افغان سفارت شارژدافیر احضار کړې وو.

خو ښاغلي تمنا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته د افغان ډیپلوماټانو تګ راتګ یو عادي ډیپلوماټیک بهیر وباله او ویي ویل:

"د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته د یو هېواد د ډیپلوماټانو تګ راتګ په ډیپلوماټیکو اړیکو کې یو عادي حالت دې. که د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته زموږ د سفارت شارژدافیر ورغلي وي، نو دا یو عادي حالت دې او ممکن په یوه میاشت کې څو ځله داسې وشي او په ډیپلوماټیک عرف کې دې ته احضار نه ویل کیږي."

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې ایران اوس مهال د شاوخوا درې میلیونو افغانانو کوربه دې، چې د کتونکو په وینا تل د کوربه هیواد لخوا په بیلابیلو پلمنو ځورولې کیږي.

کله د افغان کډوالو په وړاندې د ټولنیز ناسم چلند راپورونه ورکولې کیږي، کله هم په زوره له یوې سیمې ایستل کیږي او کله هم زندان ته اچولې کیږي او اعدامیږي.

خو کتونکي د ګاونډیو هیوادونو او په تیره بیا د ایران د چلند په وړاندې د افغان حکومت په غبرګون انتقاد کوي او وایی، چې افغان حکومت باید پدې برخه کې له جدیت نه کار واخلي.
XS
SM
MD
LG