د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د نیمروز بزګران: د اوبو د نشتوالي له امله مو د کوکنارو بدیل کښتونه له منځه ځي


ارشیف: په افغانستان کې وچکالۍ خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
ارشیف: په افغانستان کې وچکالۍ خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

د نیمروز بزګران شکایت کوي چې کافي اوبه نه لري او کښتونه يې له منځه تللي دي.

نیمروز د افغانستان له تودو یا ګرمسيرو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د کښت او کروندې لپاره مناسبه هوا لري. پخوا د دې ولایت په ځينو سيمو کې د روا کښتونو ترڅنګ کوکنارو هم کرل کېدل.

د نیمروز بزګران وايي چې سږ کال يې د طالبانو د حکومت په امر په هغو ځمکو کې هم روا بوټي کرلي چې پخوا به يې کوکنار په‌کې کرل، خو سږ کال يې د اوبو د نشتوالي له امله د دې کښتونو حاصلات خراب شول.

د نیمروز یو بزګر سورګل چې له یوه ځمکه‌وال څخه يې ځمکه په اجاره اخيستې، وايي، څو مياشتې کېږي چې له کمال خان بند څخه د دوی ځمکو ته اوبه نه دي رسېدلي.

هغه وویل: "دا دی تاسې يې عملي وينئ چې خلکو کښتونه کړي دي، خو درې مياشتې کېږي چې اوبه نه دي ورايله شوي. که يې په تروو اوبو اوبه کړم هم کښت وچېږي او هم ځمکه خرابېږي. که په بند کې اوبه وي له لوړوپوړو چارواکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له بند څخه دومره اوبه راخوشي کړي چې خلک خپل کښتونه اوبه کړي."

دا مهال په نیمروز ولایت کې پنبه، جوار، غنم، سبزیجات، د خرما او انارو باغونه د کوکنارو بديل بلل کېږي.

د نیمروز ولایت یو بل بزګر بسم‌الله شکایت کوي چې که څه هم د کوکنارو له کښت څخه يې لاس اخيستی، خو بديل کښت تاوان ورته رسولی دی.

هغه وویل: "د نیمروز ولایت ستونزه د اوبو ده، که د کښت لپاره اوبه وي هغه مېوه چې له دې موسم سره جوړه وي ښه حاصل ورکوي. تاسې وګورئ د زراعت رياست سږکال موږ ته جوار راکړل او موږ وکرل، پنبه مو وکرل، خو دا چې اوبه نشته ټول وچ شول، دا دی تاسې يې وينئ."

د نیمروز ولایت یو بل بزګر عبدالرضا بیا د کوکنارو د کښت منع کولو له امله خوښ دی، خو د بديل کښت له امله زیان ورته رسېدلی دی.

هغه زیاتوي: "اوس چې موږ نور کښتونه کوو ښه حاصلات لاس ته راځي. که په نیمروز کې اوبه وي انار، انګور، خرما، غنم او سبزیجات ښه حاصلات ورکوي، خو اوس اوبه لږ دي."

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، دوی له بزګرانو سره په ګډه کار کوي چې د کوکنارو بديلو کښتونو ته زمینه برابره کړي.

د نیمروز ولایت د زراعت او مالدارۍ رئیس مولوي شیراحمد رفیع ازادي راډيو ته وويل چې ځينو بزګرانو د کوکنارو له بديلو کښتونو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي دي.

رفیع وویل: "په نیمروز ولایت کې ډېرو خلکو کونځلو او پنبه وو ته مخه کړې ده، دا کښتونه ښه حاصلات او ښه بازار لري او بزګران يې له عایدو څخه هم خوښ دي. دغه ډول د دې کښتونو افتونه او ناروغۍ هم لږ دي."

د طالبانو حکومت دوه کاله مخکې د کوکنارو د کښت منع کولو پر مهال له بزګرو سره ژمنه وکړه چې بزګرو ته به د بديل کښت زمینه برابروي، خو تر دوه کاله تېرېدو وروسته يې بیا هم بزګرو ته د بديل کښت زمینه نه ده برابره کړې.

بزګران شکایت کوي چې د بديل کښت د نشتوالي ترڅنګ، د کښت لپاره د اوبو له نشتوالي سره هم مخ دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00

------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG