د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

روغ شوي معتادین: د کورنۍ اقتصادي ستونزې مو بیا معتاد کېدو ته اړ باسي


له ارشيفه د يوشمېر معتادينو انځور
له ارشيفه د يوشمېر معتادينو انځور

ځينې روغ شوي معتادین شکایت کوي، چې اقتصادي ستونزې د دې سبب شوي چې کورنۍ يې له ملاتړ څخه لاس واخلي، د درملنې له مرکزونو څخه تر رخصت کېدو وروسته بېرته له معتادینو سره یو ځای او معتاد شي.

د تخار ولایت اوسېدونکی محمد طاهر چې د څو کلنې اعتیاد له امله يې ژوند تریخ شوی، اوس شپه او ورځ له کورنۍ څخه ليري په تالقان کې د سيند پر غاړه له نورو معتادینو سره شپې او ورځې تېروي.

دی نهه کاله مخکې د نااهله انډيوالانو سره د ناستې ولاړې له امله معتاد شو، چې په‌دې موده کې هم ده او هم يې کورنۍ خورا ډېرې بې‌وزلۍ تېرې کړي دي.

محمد طاهر درې کاله مخکې د خپلې کورنۍ او دوستانو له‌خوا په تالقان ښار کې د معتادینو د درملنې مرکز ته معرفي شو او درملنه يې وشوه، خو د ده په وینا تر درملنې وروسته يې د کار د نشتوالي له امله بېرته نشو ته مخه کړه.

هغه وايي: "اصلي دلیل يې بې‌کاري او بې‌وزلي ده، کله چې کار نه‌لرې او کور ته ځې اعصاب دې خرابيږي، اقتصاد مو ښه نه‌دی. یوه ورځ ډېر خواشینی وم، یوه دوست مې راته وويل چې راشه یو څو دوده ووهه ښه کېږې، زړه مې تنګ و، کله چې مې نشه وکړه هر څه مې هېر شو او ډېر خوشحاله شوم، نشه دې لومړی ځل ډېر خوښيږي."

د محمد طاهر کورنۍ او خپلوان وايي، د درملنې په بهير کې د دوی هڅو او ملاتړ ښه پايله نه درلوده، ځکه چې نشه‌‌يي موادو د هغه ذهن ته ډېر زیان رسولی و.

د ده یو دوست شفيق‌الله وايي، ده هيله درلوده چې د ده په ملاتړ به محمد طاهر روغ او بېرته عادي ژوند ته راوګرځي، خو دا کار و نه‌شو.

شفيق‌الله ازادي راډيو ته وويل: "ښه او کارګر هلک و، کار يې کاوه، د خپل کور لپاره يې روزي پيدا کوله او پر ما هم ډېر ګران و، خو ناڅاپه بې لارې شو، له معتادو ملګرو سره یو ځای او معتاد شو، ما چې هر څومره هڅه وکړه چې له‌دې لارې څخه يې راوګرځوم، ومې نه شوای کولای."

محمد طاهر په تالقان ښار کې د معتادینو د درملنې په مرکز کې غير مسلکي درملنه او د دې مرکز د روغتیايي کارکوونکو ناسم چلند د خپلې درملنې د ناکامۍ سبب بولي، خو د دې مرکز چارواکي د محمد طاهر دا ادعا ردوي.

په تالقان ښار کې د معتادینو د درملنې مرکز مشر سید محمد جلال وايي، په‌دې مرکز کې کې د درملنې ټول پړاوونه پر روغتيايي معیارونو برابر دي.

نوموړی وايي: "زموږ د روغتون کار ټولو خلکو ته معلوم دی، موږ ته له تخار، بلخ، کندز، بدخشان او آن دا چې له کابل څخه هم ناروغان راځي، موږ په پنځو مياشتو کې د ۱۳۰معتادینو درملنه کړې ده، کله چې دوی موږ ته راځي ډېر کمزوري وي، خو تر درملنې وروسته تکړه او جوړېږي، موږ دوی ته جامې او تصدیق پاڼې ورکوو چې که تاسې هر ځای ولاړ شئ او کار وغواړئ دا به مو سند وي چې زموږ درملنه شوې ده."

په تالقان ښار کې د معتادینو د درملنې مرکز چارواکي دا مني چې په‌دې مرکز کې ځينې معتادین تر درملنې او رخصت کېدو وروسته د بې‌کارۍ له امله بېرته معتاد کېږي، له همدې امله دوی تر درملنې وروسته معتادینو ته تصديق پاڼې ورکوي چې کار ورته پيدا شي، بوخت وساتل شي او ذهن يې له نشه‌يي موادو څخه ليري وي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG