د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

السيس موسسه: سږ کال د افغانستان په څه باندې ۷زره هیکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو


په کندهار کې د کوکنارو کروندې
په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د السيس په نوم برتانوۍ موسسې تحلیل ښيي چې سږ کال په افغانستان کې څه باندې ۷زره هیکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

د السيس بنسټ په ۲۰۲۴م کال میلادي کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید د وضعیت په اړه خپل درېیم تحلیل خپور کړ.

دا تحلیل چې د سټلایټ یا سپوږمکۍ په وسيله د کوکنارو د کښت د عکسونو پر بنسټ چمتو شوی ښيي چې سږ کال په افغانستان کې په اووه زره او ۳۸۲ هیکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، په داسې حال کې چې دا کښت پروسږ کال دوه ويشت زره او ۶۴۲ هیکټاره و.

السيس موسسې موندلې چې د کوکنارو د کښت کمېدلو یو علت دا دی چې د کوکنارو له کښت سره د کندهار، ارزګان او دایکندي ولایتونو بزګرو لېوالتیا کمه شوې، خو برعکس سږ کال د بدخشان ولایت بزګرو ډېر کوکنار کرلي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ پخوانی معین ډاکتر ظفر وايي چې د کوکنارو د کښت د دوام عمده علت د بزګرو بېوزلي ده.

ظفر وویل: "بزګرانو ته د غنمو او نورو کښتونو له لارې دومره پيسې په لاس نه ورځي لکه د کوکنارو د کښت له لارې چې په لاس ورځي، نو د کوکنارو د کښت یو علت د خلکو بېوزلي ده. طالبان اوس دومره ډېر امکانات نه لري چې له ټولو خلکو سره مرسته وکړي. نړیواله ټولنه هم داسې ښکاره مرسته نه کوي چې بزګرو ته دي يې ګټه ورسېږي."

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې يې د کوکنارو کښت صفر کړی او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د بديل کښت په برخه کې له بزګرو سره مرسته وکړي.

د السيس موسسې په تحلیل کې دا هم راغلي چې د کوکنارو د کښت منع کولو او تاریاکو د قاچاقو راتلونکی نه دی څرګند.

د دې موسسې په باور، د تاریاکو د بیو له لوړېدو سره د طالبانو ځايي جنګیالي او پياوړي ملاتړي تر ډېره بریده د نشه‌يي موادو له قاچاقو سره تړلي دي.

د نړیوال بحران ګروپ تحلیلګر ګریم سمیت باور لري چې د افغانستان په ليري پرتو سیمو کې د کوکنارو له عایدو سره د بزګرو تړاو ته په کتو سره، امکان لري چې په راتلونکو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د کوکنارو د کښت منع کولو پرېکړه له خنډ سره مخ شي.

هغه وویل: "په راتلونکي کې به د کوکنارو د کښت منع کولو پرېکړه ماتېږي. سره له دې چې طالبان په خپله پرېکړه کې جدي دي. دوی د یوې ایډيالوژيۍ له مخې د نشه‌يي بوټو له کښت او نشه‌يي موادو سره مبارزه کوي، خو دا معلومه نه ده چې دوی به څومره مخکې ولاړ شي، ځکه چې د خلکو ژوند د کوکنارو له کاروبار سره تړلی دی، په دې صورت کې طالبانو ته ستونزمنه ده چې په راتلونکو کلونو کې د کوکنارو د کښت منع کولو پرېکړې ته دوام ورکړي."

په افغانستان کې د کوکنارو د بیا کرل کېدو او تاریاکو په قاچاقو کې د طالبانو د ځايي چارواکو د ښکېلتیا په اړه داسې مهال اندېښنې راپورته کېږي چې د طالبانو حکومت د دوحې تر دریمې غونډې وروسته په ظاهره هڅه کوي چې، د افغانستان د بزګرو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې راجلب کړي.

د دې ترڅنګ، ملګرو ملتونو هم د طالبانو له حکومت سره ژمنه کړې چې د افغانستان له بزګرو سره د اقتصادي مرستو لپاره به ډېر ژر د بهرنیو ډيپلوماټانو یوه غونډه راوغواړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG