د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

د جنسيتي اپارتايد په رسميت پېژندلو غوښتنه؛ د جنس بدلو حقونو فعالانو بېرته اعتصاب پيل کړی


د جنس بدلو د حقونو فعاله مهره بارکزۍ
د جنس بدلو د حقونو فعاله مهره بارکزۍ

په جرمني او پاکستان کې د "ایل‌جي‌بي‌ټي‌کیو" یا جنس بدلو د حقونو فعالانې مهره بارکزۍ او دایانا دانشور چې د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوې وې، بېرته خپل د نه‌خوړولو اعتصاب ته راګرځېدلي دي.

د افغانستان د "ایل‌جي‌بي‌ټي‌کیو" يا د جنس بدلو د حقونو دوه فعالانې وايي، د نه خوړو اعتصاب ته به دوام ورکوي او هڅه کوي چې په‌دې کار سره په افغانستان کې د هزاره‌ګانو د نسل وژنې او د جنسيتي اپارتايد په رسميت پېژندلو سره د طالبانو پر حکومت باندې بنديزونه ولګول شي.

"زما غوښتنه له نړيوالې ټولنې او ملګروملتونو څخه دا ده چې، په افغانستان کې جنسي او جنسيتي اپارتايد چې جنس بدلي هم په‌کې شامل دي، په رسميت وپېژني
مهره بارکزۍ

مهره بارکزۍ چې له اتو ورځو راهیسې د جرمني په برلین ښار کې د تحصن په خېمه کې او دایانا دانیشور له شپږو ورځو راهیسې په پاکستان کې په خپل کور کې د نه خوړلو اعتصاب کړی، وروسته له هغه چې د دوى روغتیايي وضعیت خراب او روغتون ته ولېږدول شوې، بېرته خپل اعتصاب ته راستنې شوې دي.

مهرې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل، دوی له نړۍ غواړي چې غوښتنو يې ته پام وکړي.

هغه وايي: "زما غوښتنه له نړيوالې ټولنې او ملګروملتونو څخه دا ده چې، په افغانستان کې جنسي او جنسيتي اپارتايد چې جنس بدلي هم په‌کې شامل دي، په رسميت وپېژني او د هزاره‌ګانو نسل وژنه او طالبان تحريم کړي، تر اوسه له ما سره له پاکستانه دايانا او د بشر د حقونو ډېر لږشمېر کسان یوځای شوي، زه مې خپلې مبارزې ته دوام ورکوم، له‌دې سره چې پرون روغتون ته ورسېدم بيا مې هم اعتصاب ته ادامه ورکوم."

په پاکستان کې مېشته دایانا دانشور هم د مهرې په ملاتړ کولو سره د جنسیتي اپارتايد په رسميت پېژندلو غـوښتنې ترڅنګ د هزاره‌ګانو د نسل وژنې مخنيوي او د طالبانو حکومت تحريم غواړي.

په پاکستان کې مېشته د جنس بدلو د حقونو فعاله دایانا دانشور
په پاکستان کې مېشته د جنس بدلو د حقونو فعاله دایانا دانشور

که څه هم د هغې د نه خوړولو د اعتصاب يې پنځمه ورځ ده او د خراب روغتیايي وضعیت له امله روغتون ته هم لېږدول شوې وه، خو وايي د نه خوړولو اعتصاب ته دوام ورکوي.

"زه د خپل اعتصاب په پنځمه ورځ بې‌حاله شوم او روغتون ته ولېږدول شوم،
دايانا دانشور

نوموړې وايي: "زه د خپل اعتصاب په پنځمه ورځ بې‌حاله شوم او روغتون ته ولېږدول شوم، خو تر اوسه مې هيڅ ځواب نه‌دى تر لاسه کړى، ټول غلي دي اوس مې روغتيايي وضيعت يو څه ښه شوى او کولاى شم خبرې وکړم، خو د بدن حالات مې ښه نه‌دي په هره بیه چې وي موږ خپلې لارې ته دوام ورکوو او مبارزه کوو، زموږ غوښتنې دا دي چې نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه له طالبانو سر له تعامل کولو لاس واخلي، زموږ غوښتنو ته غوږ شي، جنسي او جنسيتي اپارتاید په رسميت وپېژني."

د افغانستان د د جنس بدلو يا "ایل‌جي‌بي‌ټي‌کیو" سازمان هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو دوو فعالانو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې، طالبان باید په افغانستان کې د ښځو او د "ایل‌جي‌بي‌ټي‌کیو" پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو او "جرمونو" په اړه ځواب ورکړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بياځلي واکمنۍ وروسته ډېری جنسيتي او مذهبي اقلیتونه له ګواښونو سره مخ دي، چې ځینو یې د ګواښونو له امله هېواد پرېښودلو ته اړ شوي.

د يادولو ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد شاوخوا دوه کاله وړاندې ازادي راډيو ته ويلي وو، همجنس خوښونکي او همجنس بازي د دیني ارزښتونو او ټولنې خلاف عمل دی او دوی یې مخنیوی کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې د استرالیا، هالنډ، کاناډا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، که طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې بندې نه‌کړي، دوی به یې پر ضد د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

له‌دې دریځه یوشمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو هم ملاتړ کړی دی.

خو د طالبانو حکومت دا پرېکړه "بې‌ځايه" بللې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې له هیچا سره توپيري چلند نه‌کېږي.

په تېرو درېیو کلونو کې، معترضو ښځو او د بشري حقونو سازمانونو هڅه کړې چې، نړۍ په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو کړنلارې او سياستونه د "جنسيتي اپارتايد" په توګه په رسميت وپېژني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG