د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د نړۍ تر ۱۲ ډېر هېوادونه: طالبان دې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي


په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو وضعیت
په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو وضعیت

د نړۍ تر ۱۲ ډېرو هېوادونو په افغانستان کې له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو درناوی وکړي او په دې برخه کې د هغو نړیوالو کنوانسیونو پرېکړې پرځای کړي چې افغانستان لاسلیک کړې دي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې ترڅنګ پرون د یو شمېر هېوادونو استازیو دا غوښتنه له طالبانو وکړه چې ښایي د مخالفت په صورت کې له افغان ښځو سره د تبعیض قضیه په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.

د جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو پر طالبانو غږ وکړ چې د سیداو CEDAW په نوم نړیوال کنوانسیون ته چې افغانستان په ۲۰۰۳م کال کې لاسلیک کړی، غاړه کېږدي.

د دې کنوانسیون له مخې باید له ښځو سره هېڅ راز تبعیض ونه شي.

ارشیف: له ښځو سره د وسله‌والو طالبانو د ناوړه چلند یو انځور
ارشیف: له ښځو سره د وسله‌والو طالبانو د ناوړه چلند یو انځور

تر دې اعلان وروسته د یو شمېر نورو هېوادونو د استازیو یوې ډلې د دې هڅو ملاتړ وکړ چې په دوی کې د البانیا، بلجیم، ایسلنډ، مالیزیا، مراکش، پاناما، سیرالیون او سلونیا استازي شامل وو.

دا اقدام یو داسې بهیر پیلوي چې په نتیجه کې یې د افغانستان پر ضد په هاګ کې د عدالت په نړیواله محکمه کې پرېکړه وشي.

مدني فعالې فروزان داودزۍ ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول پرېکړې که په محاکمو کې هم وي باید عملي شي او د ښځو په غیاب کې پرېکړې ونه شي.

مېرمن داودزۍ وویل: که چېرته د دوحې یا مسکو په غونډو کې ښځې په واقعي شکل حضور درلودلی او د هغو افغان مېرمنو چې د ښځو د حقونو مدافعینې وې، غږ اورېدلی شوی وای، ښایي نن له داسې ستونزې سره نه وای مخامخ.

مېرمن داودزۍ وايي: "هر مشکل حل‌لاره لري، مشکلات اکثر د مذاکراتو له لارې حل کېږي، خو په دې مذاکراتو کې باید متضرر لوری شریک وي. دا مشکل د نن ورځې نه دی، حتی د جمهوریت په وخت کې موږ دا غږ پورته کړ؛ که چېرته د دوحې یا مسکو په غونډو کې ښځې په واقعي شکل حضور درلودلی او د هغو افغان مېرمنو چې د ښځو د حقونو مدافعینې وې، غږ اورېدلی شوی وای، ښایي نن له داسې ستونزې سره نه وای مخامخ."

د هغې ګډې اعلامیې په مسوده کې چې په نیویارک کې پرون تر خبرې غونډې مخکې جرمني اژانس ترلاسه کړې وه، طالبان رسماً مسوول بلل شوي چې د ښځو د حقونو په اړه یې هغه مسوولیت نه دی پرځای کړي چې د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو په کنوانسیون کې یې یادونه شوې ده.

دغو څلورو هېوادونو، جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تربلې خراب شوی دی.

د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو سیداو تصویب کړی چې دا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو تر ټولو پراخ تایید شوي تړونونه تشکیلوي.

هغه غړي چې د کنوانسیون له میکانېزم سره یې موافقه کړې، کولی شي چې نور غړي د کنوانسیون د ادعا شویو سرغړونو په اړه وننګوي.

د امریکا په متحده‌ایالتونو کې د پرانیستې ټولنې په نوم د بنسټ په وینا په داسې حال کې په نړۍ کې هېڅ هېواد طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني، طالبان لا هم د افغانستان نړیوالو تړونونو ته مسوول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG