د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۹

ملګرو ملتونو غونډه کې د افغانستان په اړه بحثونه؛ فعالان په داسې غونډو کې د افغانانو د واقعي استازو ګډون غواړي

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې یو انځور

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د غړو ۱۹۳ هېوادونو استازي نن او سبا د سپټمبر ۲۲مه او ۲۳مه د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي غونډه کې په ګډون سره د افغانستان او ځینو هېوادونو په اړه بحثونه وکړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د اندېښنو په زیاتېدو سره هممهاله، ټاکل شوې نن او سبا د سپټمبر ۲۲مه او۲۳مه ملګري ملتونه د افغانستان، فلسطین او اوکراین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو د وضعیت په اړه ۷۹مه غونډه وکړي.

که څه هم د یادې غونډې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د ملګرو ملتونو د څار ادارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې مشر لویز چاربونیو په حواله ویلي چې د نړۍ مشران باید د ملګرو ملتونو په غونډه کې په نړۍ کې د فقر، بې‌عدالتۍ، اقلیمي بدلون او ورنه د بشري حقونو د خونیتوب په برخه کې د لمس وړ وړاندیزونه تایید کړي.

د نوموړي په حواله دا هم ویل شوي چې دغه مشران باید وښيي چې د بشري حقونو نه ملاتړ ته لېواله دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا د ملګرو ملتونو دې ناستې ته د دوی د حکومت د استازو په نه بللو نیوکه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین نن یکشنبه د سپټمبر۲۲مه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې باید د دوی د حکومت استازو ته د ملګرو ملتوتو په دغه ناسته د دریځ د بیان لپاره د ګډون اجازه ورکړل شوې وای.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین

شاهین وویل: "کله چې د افغانستان د مسایلو اړوند خبري کېږي، هلته باید د اسلامي امارت استازي موجود وي څو لومړی د مسئلې په روښانه کولو او بیا یې د حل لپاره نظر وړاندې کړي. اوس اسلامي امارت په ټول هېواد مسلط دی او دا یو واقعیت دی. ملګري ملتونه دې د افغانستان مسئلې ته د ځمکنیو حقایقو په رڼا کې وګوري او چلند دې وکړي نه دا چې د ځینو خاصو سیاسي غوښتونو په خاطر."

په ورته وخت کې ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له ازادي راډیو سره په خبرو کې غوښتنه کوي چې په دا ډول غونډو کې باید د افغانستان واقعي استازو ته بلنه ورکړل شي.

مېرمن وحدت وايي: په دا ډول غونډو کې زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان واقعي استازي، هغه کسان چې په افغانستان کې یې ژوند کړی د افغانستان په مسایلو یې سر خلاصېږي او پوهېږي چې اوس په افغانستان کې څه وضعیت روان دی او خلک دوی د خپلو استازو په توګه مني له دوی باید استفاده وشي.

له دې ډلې فوزې وحدت ازادي راډیو ته وویل: "په دا ډول غونډو کې زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان واقعي استازي، هغه کسان چې په افغانستان کې یې ژوند کړی د افغانستان په مسایلو یې سر خلاصېږي او پوهېږي چې اوس په افغانستان کې څه وضعیت روان دی او خلک دوی د خپلو استازو په توګه مني له دوی باید استفاده وشي او فرصت ورکړل شي چې په دغو مهمو غونډو کې ګډون وکړي او د خلکو غږ اوچت کړي."

د افغانستان او د ځینو نورو هېوادونو په اړه د ملګرو ملتونو دغه غونډه په داسې مهال کېږي چې همدا تېره اوونۍ هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه، خو د ښځو د حقونو فعالانې وايي، په افغانستان د بشري حقونو مخ پر زیاتېدونکې ناوړه وضعیت ته په کتو باید نړیواله ټولنه له ناسته وراخوا عملي اقدامات هم وکړي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG