د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

یوناما له زیانګالو افغانانو سره د دوامداره ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ


ارشیف: په کاپیسا کې د یوه کانال د جوړېدو له بهیره یو انځور. دغه پروژه د ملګرو ملتونو له‌خوا پلې کېږي.
ارشیف: په کاپیسا کې د یوه کانال د جوړېدو له بهیره یو انځور. دغه پروژه د ملګرو ملتونو له‌خوا پلې کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما مرستیال وايي، له افغانانو سره مرستې باید په داسې بڼه وشي چې په اوږدمهال کې د خلکو د ملاتړ امکان برابر کړي.

وروسته له دې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما مشرې په افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده، د دې دفتر مرستیال له زیانګالو افغانانو سره د دوامداره ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د یوناما مرستیال اندریکا راټواټ په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د ملګرو ملتونو پر ایکس‌پاڼه خپور شو، په خوست او پکتیا ولایتونو کې هغه رغنیزې پروژې د مثال په توګه یادې کړي چې د تمویل لپاره یې ۴۰ میلیون ډالره ځانګړي شوي دي.

د یوناما مرستیال اندریکا راټواټ
د یوناما مرستیال اندریکا راټواټ

راټواټ په دې ویډیو کې چې له دې پروژو د لیدنې پرمهال خبرې په‌کې کوي، وايي چې په لیرې پرتو ګڼ مېشتو سیمو کې باید د دوامدار ملاتړ اصل ته په کتو له خلکو سره مرستې وشي.

هغه زیاتوي: "د دوامدار ملاتړ اهمیت په دې کې دی چې پر ټولنو تکیه کوي او انعطاف رامنځته کوي، ټولنو ته ورځي څو د هغوی اړتیاوې معلومې کړي او دا خبره معلوموي چې د دې اړتیاوو د رسولو لپاره کوم پروګرام او حل‌لارې په کار دي او د تطبیق لپاره یې بیا وضعیت ته په پام سره خلکو او چارواکو ته ونډه ورکوي."

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې دوامداره ملاتړ د مرستو هغې بڼې ته ویل کېږي چې خلکو ته په یوه ځل خواړه او نورې اړتیاوې نه ورکول کېږي، بلکې داسې پروژې او پلانونه ورته جوړېږي چې په عملي کولو سره یې اړ خلک په کار لوېږي او د خپل ژوند د دوام لپاره یو اقتصادي بنسټ جوړوي.

ملګرو ملتونو په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې چې په افغانستان کې جګړې وې او وروسته یې بیا نظام او ورسره اقتصادي جوړښتونه له منځه ولاړل، تل خلکو ته مرستې رسولې دي، خو ډېری وخت څارونکو د مرستو پر څرنګوالي انتقادونه کول او ویل یې چې ملګري ملتونه او مرستندوی هېوادونه باید په افغانستان کې د خلکو د دوامدار ملاتړ پروژې عملي کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی دریاخان بهیر له اړو افغانانو سره د مرستو پرمهال د دوامداره ملاتړ اصل ته پاملرنه د افغانستان د اقتصاد لپاره ښه خبره ګڼي، خو بهیر په عین حال کې ځینې سپارښتنې هم لري.

بهیر وايي: دا به ښه وي چې دوی په لومړي قدم کې هغه کوچنۍ او لویې پروژې عملي کړي چې خلکو ته د بوختیا زمینه برابره شي او له دې لارې خلک د عاید خاوندان شي.

بهیر وايي: "دا به ښه وي چې دوی په لومړي قدم کې هغه کوچنۍ او لویې پروژې عملي کړي چې خلکو ته د بوختیا زمینه برابره شي او له دې لارې خلک د عاید خاوندان شي، خو په دوهم قدم کې باید په دې اکتفا ونه شي او دا مرستې د افغانستان په غټو زیربنايي پروژو کې ولګول شي چې هم د افغانستان زیربنا له اقتصادي پلوه ورغول شي او هم خلکو ته د ډېر دوامدار کار زمینه برابره شي چې دوی بیا بشري مرستو ته اړ نه شي."

د وږي یا سنبلې په ۲۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د بحثونو پر مهال د یوناما مشرې د افغانانو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

د یوناما مشره روزا اوتنبایووا
د یوناما مشره روزا اوتنبایووا

روزا اوتنبایووا د یوناما د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې سږ کال کې ۲۳،۷ میلیون افغانانو بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړې چې ملګرو ملتونو له هغو سره د مرستې لپاره د درې میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې، خو مېرمن اوتونبایووا زیاته کړه چې تراوسه یوازې ۹۰۰ میلیون ډالر ترلاسه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG