د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د اسلامي همکاريو سازمان: طالبان دې د نجونو پر زده‌کړو او کار د بنديز پر پرېکړو بياکتنه وکړي


طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغان نجونو پر پوهنتوني ز‌ده‌کړو بندیز ولګاوه.
طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغان نجونو پر پوهنتوني ز‌ده‌کړو بندیز ولګاوه.

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د زده‌کړو او کار د بندیز پر پرېکړو دې بیا کتنه وکړي.

د دغه سازمان د عمومي منشي مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخیت دغه غوښتنه پرون پنج‌شنبه ناوخته د (اګست ۲۹مه) د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزیرانو د ۵۰مې غونډې په څنډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري د یاد سازمان په ایکس‌پاڼه کې په خپور شوي بیان کې راغلي، په‌دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیرانو د پرېکړه‌لیکونو د تطبیق پر څرنګوالي سربېره د ترهګرۍ، مخدره توکو او د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت هم خبرې شوي دي.

که څه هم د کامیرون په پلازمېنه یاوندي کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزیرانو د عمومي غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان په اړه یاده ونه‌شوه، خو تمه کېږي چې نن (د اګسټ ۳۰مه) د غونډې په دوهمې او وروستۍ ورځ د افغانستان اړوند مسایلو باندې بحثونه وشي.

د یادونې ده، چې د دغې غونډې د پیل په مراسمو کې د ګډ رسمي انځور د اخيستلو پر مهال د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي ته د ګډون د اجازې د نه ورکړې په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

په ۱۴۰۰لمريز کال کې هم امیرخان متقي ته د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه، په ګډ رسمي انځور کې د حضور اجازه نه وه ورکړل شوې.
په ۱۴۰۰لمريز کال کې هم امیرخان متقي ته د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه، په ګډ رسمي انځور کې د حضور اجازه نه وه ورکړل شوې.

که څه هم د اسلامي همکاریو سازمان په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دغه سازمان د وېب‌پاڼې په هغو ګډو انځورونو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نه تر سترګو کېږي، چې د پیل له مراسمو یې خپاره کړي دي.

"دا د اسلامي هېوادونو مسوولیت و او دی چې پر طالبانو فشار راوړي، چې دوی په کوم اساس له قران څخه ناسمه ګټه پورته کوي؟
فوزيه وحدت

په ۱۴۰۰لمريز کال کې هم امیرخان متقي ته د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه، په ګډ رسمي انځور کې د حضور اجازه نه وه ورکړل شوې، چې هغه مهال د څو ورځو لپاره دغه موضوع په ټولنیزو رسنیو کې توده لاس په لاس کېدله.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا وايي، طالبان په افغانستان کې له اسلام څخه د ناسم تعبیر له‌مخې ورځ تر بلې پر ښځو ژوند تریخوي خو اسلامي هېوادونه په‌دې برخه کې خپل مسوولیت نه ادا کوي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې فوزیې وحدت په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا د اسلامي هېوادونو مسوولیت و او دی چې پر طالبانو فشار راوړي، چې دوی په کوم اساس له قران څخه ناسمه ګټه پورته کوي؟ ښځې یې په کورنو کې کېنولي او په تېرو ۳ کلنو کې یې له حقه حقونو څخه بې‌برخې کړي دي، دا د دوی مسوولیت دی، خو له بده‌مرغه دوی یوازې اعلامیې خپروي، غوښتنې کوي اوعملي اقدامات یې نه‌دي کړي."

يوه بله فعاله فاطمه اعتمادي بيا وايي: "هغه ډله چې اوس په افغانستان کې حکومت کوي، په خپلو کړونو سره اسلام د وحشت او ډار دین معرفي کوي، د اسلام دین یې داسې معرفي کړی چې خلک په‌کې نفس نه‌شي اخيستلای او خلک د ډېرو جدي او سختو قوانیونو سره مخ وي، د اسلامي همکاریو له سازمان څخه زموږ توقع دا ده چې د سیاسي ګټو پر ځای دې حد اقل هغه قوانین چې اسلام ورته اشاره کړې هغه دې په نظر کې ونیسي، طالبان که نه‌پوهېږي همکاران یې باید پوه کړي."

د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په اړه او د ښځو د حقونو پر خوندیتوب مخکې هم ټینګار کړی دی، خو طالبانو نه یوازې دا چې په یادو برخو کې خپلې پرېکړې بېرته نه‌دي اخیستي، بلکې پر ښځو او نجونو یې نور سخت محدودیتونه هم لګولي دي.

د ښځو د حقونو فعالانې ټینګار کوي، چې له غوښتنو ور اخوا د اسلامي همکاریو سازمان او نور اړونده بنسټونه باید د داسې اقداماتو په ترسره کولو کې چې په افغانستان کې د دوی په خبره د ښځو پر وړاندې د روان ظلم مخه ونیسي ناغیړي ونه‌کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG